حکمتیار

تېره ورځ په رسنیو کې دا خبر خپور شو چې د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتیار د سولې د عالي شورا سره لیکل شوی تړون په لږ تغیر سره ومانه او په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې راڅرګند شي او له افغان ولسمشر سره به د سولې تاریخي تړون لاسلیک کړي. افغان ولس په اوس وخت کې د سولې تږی دی او له دې تړون سره به حزب اسلامي او ښاغلی حکمتیار یو ځل بیا دافغان ولس په زړه کې ځای پیدا کړي. خو له دې سره سره ښاغلي حکمتیار او د حزب اسلامي هر غړي ته یو څو ټکي د پام وړ دي چې دلته يې یادونه اړینه بولم.

  • حزب اسلامي چې له سولییز پیغام سره يو ځل بیا په کابل او ټول افغانستان کې د یوه افغاني سیاسي ګوند په توګه راپورته کېږي نو دايې اساسي حق دی او هېڅ افغان ورسره ستونزه نه لري.
  • په تیرو پنځلسو کلونو کې په کابل او په ټول افغانستان کې ستر بدلونونه راغلي دي. افغانانو په ډېرو سختو شرایطو او د جګړو په منځ کې ژوند کړی دی. خو له دې سره ډېری ځوانانو زده کړې کړي، مطالعه يې کړې او فکري وده يې کړې ده.
  • له حزب اسلامي او ښاغلي حکمتیار سره زیاتره افغانان سپېڅلې همدردي لري خو ددې ترڅنګ ښايي یو شمېر افغانان ورسره فکري او ګوندي اختلاف هم ولري نو له همدې امله باید حزب اسلامي په لوړې سیاسي حوصلي سره خپل سیاسي ژوند ته دوام ورکړي.
  • دلته په کابل او ټول هېواد کې د هر افغان په زړه کې  دافغانستان اساسي قانون، ملي بیرغ، ملي سرود ، ملي وحدت، ملي اردو، پوليسو او ملي امنیت او همدارنګه ملي ګټو ته درناوی شته دی. نو د حزب اسلامي هر غړی  ته هم لازمه ده چې د خپلو ګوندي اساساتو تر څنګ د نورو افغانان په څېرد یادو ارزښتونو درناوي ته پام وکړي .
  • اوس مهال په کابل کې لسګونه سیاسي ګوندونه، سیاسي سازمانونه، سلګونه مدني ټولنې او مدني بهیرونه کار کوي. دغه ټول بنسټونه که حزب اسلامي سره کوم فکري او سیاسي اختلاف ولري نو دا په دې مانا نه ده چې دا ټول د حزب اسلامي دښمنان دي بلکې سیاسي رقیبان دي.
  • اوس مهال په کابل او هېواد کې دبیان ازادي د اساسي قانون په چوکاټ کې ډېره وده کړې ده او تر څلوېښتو زیات تلوېزوني کانالونه ، لسګونه رادیو ګانې او په سلګونو چاپي خپرونې، په سلګونو ویبپاڼې او همدارنګه په لکونو فیسبوک پاڼې فعالیت کوي. په دې رسنیو کې ښايي ډېر مواد او خلک دحزب اسلامي  سره په فکري توګه په یوه خوله نه وي. نودغه مخالف نظریات، ویناوې او فکرونه له حزب اسلامي سره د دښنمنۍ په مانه دي بلکې د حزب اسلامي هر غړی کولی شي په پوره حوصله مندۍ خپل ملي او افغاني دريځ څرګند کړي.
  • د حزب اسلامي هغه غړي چې د ګاونډیو هېوادونو په کمپونو کې يې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کړی نودا په پام کې ونیسي چې کابل او افغانستان د مهاجرینو کوم کمپ نه دی بلکې دا ددوی خپل وطن دی. خو ددې ترڅنګ باید د خلکو فردي ازادي او ټولنیزي غوښتنې هم په پام کې ونیسي او د خلکو فرهنګي او هنري لیوالتیا ته پوره احترام وکړي.
  • په تېرو لسو کلونو کې د ډېرو افغانانو د سیاسي او ټولنيز شعور کچه ډېره لوړه شوې ده. زیاتره افغانان خپلې ملي ګټې په پوره ډول پېژني او له خپل ګران وطن څخه پرته ورته بل هېڅ شي لوړ ازرښت نه لري. ملي ګټي، ملي سیاسیتونه او دریځونه ستايي او همدارنګه بهرنې مداخلې ، نیابتي فکرونه او نا افغاني سیاستونه غندي.
  • دغه ډول غندنې او ستاینې د هر افغان حق دی.

په پای کې به دومره ووایم چې که حزب اسلامي او ښاغلی حکمتیار غواړي چې د خپل ګوند محبوبیت په افغانانو کې نور هم زیات کړي او خپل ګوند ته داساسي قانون په چوکاټ  په ټول هېواد کې سولییزه پراختیا ورکړي نو په لومړیو کې باید ډېر په احتیاط سره ګامونه پورته کړي. سیاسي او نظریاتي  اختلافات وزغمي. خپلي ټاپې ماتې کړي او فکري محدودیتونه له منځه یوسي. همدارنګه له ټولو افغانانو سره په ګډه د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره کار وکړي.

One thought on “د حکمتیار صیب سیاسي حوصله/ محبوب الله خان”
  1. خبري ندي ملغلرې دي خانه خدای دې حکمتیار سړی کړي. چې غوږ ورته ونیسي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *