تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان د حکومت او د اسلامي حزب د نهايي موافقې د لاسلیک لپاره د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې ځانګړي مراسم جوړ شي.
په دې مراسمو کې ښاغلی حکمتیار ګډون نه کوي ځکه چې لا هم له تور لیست او د بندیزونو له لېسته د نوموړي نوم نه دی ایستل شوی خو د ارګ په مراسمو کې به دا موافقه، چې ښاغلي حکمتیار په نامعلوم ځای کې لاسلیک کړې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني لاسلیک کړي.
په دې مراسمو کې به د دولت جګپوړي چارواکي ګډون وکړي.
د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم د چهارشنبې په ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي ته هم بلنه ورکړه چې په دې مراسمو کې برخه واخلي.
حامد کرزي د سولې له بهیر سره د حکمتیار د یوځای کېدو هرکلی وکړ او د سولې دا موافقه یې یو نېک ګام وباله.