تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /پنجشنبه/ د ګلبدین حکمتیار له اسلامي حزب سره د سولې موافقه لاسلیک کړه او له امریکا او ملګروملتو یې وغوښتل چې د حکمتیار ګوند له تور لیسته وباسي.

ګلبدین حکمتیار د ویدیو لینک له لارې د سولې موافقه لاسلیک کړه. د سولې د موافقې د لاسلیک مراسم او په دې مناسبت ویناوې له تلویزیونه په مستقیم ډول خپرې شوې.

دا له ۲۰۰۱ م کال را په دې خوا له یوې ډلې سره د افغانستان د حکومت د سولې لومړنۍ موافقه ده.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، نړیواله ټولنه له حکمتیار سره د سولې د موافقې په دې خاطر هم هرکلی کوي چې دا جوړجاړی به له طالبانو سره د پخلاینې لار هواره کړي.

د نړیوالو بندیزونو له لېري کېدو وروسته به حکمتیار کابل ته ستون شي.

حکمتیار: خپل هدف د سولې له لارې ترلاسه کولی شو

حکمتیار په خپله وینا کې د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان په جنګ کې د ګټو په لټه کې ونه اوسي.

ده روانه جګړه د افغانانو په تاوان وبلله، ویې ویل چې د افغانستان جګړه د بهرنیانو د ګټو لپاره روانه ده.

ده په ځانګړي ډول د کوم بهرني هیواد نوم وانخیست خو د ګاوډیو هیوادونو یادونه یې وکړه چې ظاهراً یې اشاره پاکستان او ایران ته وه.

حکمتیار په خپله وینا کې هیله څرګنده کړه چې داسي ورځ راشي چې بهرني هیوادونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بس کړي او مضبوطه سوله او ثبات ټینګ وي.

ده وویل، د افغانستان له حکومت سره د اسلامي حزب د سولې موافقه د خبرو له لارې حاصله شوه او بهرنیانو په دې پروسه او خبرو کې هیڅ لاس نه درلود.

حکمتیار په نورو وسله والو ډلو هم ږغ وکړ چې مسایل د سولې د خبرو له لارې حل کړي.

حکمتیار وویل، کله چې په سلو کې۹۰ بهرني پوځیان له افغانستانه ووتل، د سولې هلې خلې یې پیل کړې.

ده وویل، ګوند یې هیله لرله چې امریکايي پوځیان به په روان ۲۰۱۶ م کال کې له افغانستانه ووځي خو سپینې ماڼۍ خپل پلان بدل کړ.

ده تاکید وکړ چې د ولسوالیو په نیولو او لاس په لاس کېدلو مسایل نه حل کېږي او یوازې د افغانانو ترمنځ په خبرو هیواد ته سوله او ثبات راتلای شي.

حکمتیار طالبانو ته څو ځلي په مستقیم او غیر مستقیم ډول بلنه ورکړه چې خپل هدف د سولې له لارې هم ترلاسه کولی شي.

ده له ولسمشر غني وغوښتل چې د ملا محمد رسول له ډلې سره د سولې خبرې وکړي.

غني: زما او حکمتیار د نسل دنده د جنګ بندول دي

مرامسو ته ولسمشر غني وویل: «زما او حکمتیار صاحب د نسل مشترکه وظیفه دا ده چې جنګ متوقف شي او افغانستان د پردو له احتیاجه راوباسو او په خپلو پښو یې ودروو. د جنګ اور کشر نسل او اوسنو ځوانانو نه دی بل، بلکې څو لسیزې پخوا بل شو او د دې اور د ختمولو وظیفه هم تر ډیره حده د مشر نسل په غاړه ده.»

ده زیاته کړه«زموږ اساسي قانون د افغانستان خلکو ته حق ورکوي چې د عمومي انتخاباتو له لارې د قدرت انتقال تر سره شي، نه د جنګ او خونریزي له لارې. زموږ اساسي قانون ټولو وطنوالو ته که هغوی ښځې دي، یا نارینه، د کار، تعلیم، سیاسي فعالیت او د خپل نظر د بیان حق ورکوي او د هیواد د ټولو اوسېدونکو اساسي حقونه تضمینوي. که هر څوک هر سیاسي مشکل لري، د هغه د حل کولو لپاره سیاسي لارې چارې موجودې دي. ځکه خو وایم چې د سولې دغه موافقه چې د افغانستان اساسي قانون پکې محوري حیثیت لري، د تطبیق وړ ده او سر له همدې شیبې به یې د تطبیق په لور اقدامات پیل کیږي.»

د افغانستان ولسمشر همداراز وویل«له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې یو ډیر مهم خصوصیت دا و او دا دی چې د افغانستان اساسي قانون پکې د محور حیثیت درلود. په دې موافقه لیک کې داسې هیڅ نکته نشته چې د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې وي. زه د دې موافقې په تطبیق باندې ځکه باور لرم چې د اساسي قانون په چوکاټ کې او د اساسي قانون له غوښتنو او ارزښتونو سره کاملا هماهنګه ده.»

ده همداراز وویل«په وروستیو میاشتو کې د سولې دغه هڅې په داسې وخت کې تیزې شوې او نهایي شکل یې خپل کړ چې په افغانستان کې متاسفانه تحمیلي جنګ ډیر شدید و. د جنګ د شدت په وخت کې د سولې د هڅو لا زیاتول د دواړو خواوو د ټینګ عزم او تدبیر نماینده ګي کوي».

2 thoughts on “د حکمتیار له اسلامي حزب سره د سولې موافقه لاسلیک شوه”
  1. هغه څوک چې افغان ملت ته سوله غواړي او راولي ئې سرلوړي دې وي۰ تل دې وي زمونږ ګران هیواد افغانستان۰

ځواب دلته پرېږدئ