تاند- نامعلومو وسله والو په پېښور کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار پخوانی سکرتر وویشت.
د اسلامي حزب یوه ویندوی نادري افغان وویل، دا پېښه نن /سې شنبه/ سهار مهال په پېښور ښار کې وشوه.
د حکمتیار پر پخواني سکرتر حاجي سلام او د نوموړي پر زوی داسې مهال ډزې وشوې چې دوی د سهار د لمانځه لپاره جومات ته روان ول.
تراوسه پورې هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
په پاکستان کې عموماً هغه طالبان او د نورو ډلو غړي وژل کېږي چې د افغانستان له حکومت سره سولې ته لېوالتیا پیدا کړي.
تېره میاشت د طالبانو د شورا یو غړی د پېښور او شمشتو په لاره کې ووژل شو.
د پاکستان استخبارات هرافغان سیاسی فعال چی افغانستان لپاره کار کوی د خپلو جاسوسانو په ذریعه وژنی او په اصطلاح (جهاد)کلونو کی هم د همدغه ډلی په لاس یی ملتپال افغان سیاستوال ترور کول