تاند- د حکمتیار د اسلامي حزب پلاوي پرون/جمعه/ د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت ګوند له سرپرست صلاح الدین رباني سره د سولې په باب خبرې وکړې.
راپورونه وايي چې د حزب اسلامي د پلاوي مشر کریم امین د حکمتیار پیغام صلاح الدین رباني ته وسپاره.
د اسلامي حزب پلاوي له رباني سره په کتنه کې د سولې له عالي شورا سره د خپلو خبر د جزییاتو په اړه هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د ده مشوره وغوښته.
راپور وايي، صلاح الدین رباني د سولې له خبرو سره د حکمتیار د یوځای کېدو هرکلی وکړ، ویې ویل چې جمعیت ګوند تل پر سولې ټینګار کړی او حتي د ده پلار برهان الدین رباني په همدې لاره کې ووژل شو.
څومره بې ګناه افغانان ستاسو دلاسه مړه شو.
هند او چین سلهاو میلونه نفوس لري،۱۵۰ خدایان لري، ۸۰ بیلابیل مذهبونه او عقیدې لري خو بیا هم په امن کې ژوند کوي.
مسلمانان (افغانان) چې یو خدای، يو پيغمبر،يو کتاب او یو دین لري. هره ورځ يې لاسونه د یوبل په وینو باندې سره وي. قاتل یې هم الله اکبر وایي او مقتول یې هم الله اکبر وايي. او بیا دواړه لوري شهیدان هم بلل کیږي.
چې دا حال وي اوتاسو هر څه د خپل نفس او ګټې لپاره کوئ نو د نورو مذاهبو خلک به څنګه اسلام او افغانیت ته احترام ولري. داخوثابته ده چې تاسو خو هیڅ دین اوعقیده نه لرئ.
سلام
را ځي چې د انضاف له لارې، دعدالت او مساوات له لارې، په بشپړه پوهه، مسوليت او ضرورت په خاطر ووايو چې ښاغلي صلاح الدين په کوم اهليت د افغانستان د بهرنيو چارو وزير شوئ. رښتيا ! رباني دومره تجربه او عالي تحصيلات لري چې د هېواد بهرنۍ او کورني دپلوماسي او کورد پلوماتيک کارونه لکه څنګه چې زموږ هېواد اوولس ورته ضرورت لري بريالئ راووځي. او له دې نه هم اوچته په ا سلامي لحا ظ دده نفس څنګه اجازه ورکوي چې دغه مسوليت په غاړه واخلي .
با با خو ېې دکابل ښار څيره په کنډواله بدله کړه او بې شميره کابليان ېې له خپل ځانه دقدرت په خاطر له مخې کړل انصاف ښه شي دى وايي چې ښه وکړه او په درياب کې ېې واچوه
زموږ په فرهنګ اوکلتور کې ډير کم پېښيږي چې کار اهل کارته وسپارل شي او ډير کم خلک پيداکيږي چې ددغه ډول کار په وړاندې غبر ګون وښيي موږ په هرنظام کې ملي نارې وهو خو بيا د ملي خلاف کارونه کوو او د مليتوب هېڅ بڼه نه لري
سلیمان صاحب ستا خبره پر ځای ده. خو دلته خبره داده چی ولی حزبیان د جمعیت د تش په نامه مشر سره ګوری دولت او د سولی شورا د څه لپاره ده او بل دا چی د همدغه دوه تنظیمو د لاسه په کابل کښی کوم جنایت نه وو چی ونه شوو. بل د هند مسله ده دا واقعیت دی چی هلته مختلف مذهبونه او فرقی اووسی ولی داسی خو نه دی لکه افغانستان ښه مثال یی کابل دی د کابل په هر کوڅه کښی نعوذ بالله یو خدای اووسی ټوله کوڅه یی بنده کړی او نشه یان سپی یی خلکو ته ور غاپی په بازار کښی خوبه دی کوم وخت ددوی د موټرانو کاروانونه لیدلی وی چی خلک داړی عسکر وهی آیا دا د کومو مذاهبو خلک دی دا والله که یا حکومت وی او یا هم مشران که نر وی دا مشران عطا دی لری کړی چی د شمال سومنات یی له ځانه جوړ کړی دی