څوک باید بښنه وغواړي؛ نظار که حکمتیار؟؟
د حکمتیار په راتلو سره په ځینو کړیو او افرادو سمه تبه راغلې، ځمکه ځای نه ورکوي، سوزي، که په ظاهره ځان د سولې ملاتړی ښيي خو په مختلفو پلمو ددې پروسې د سبوتاژ وروستۍ هڅې کوي. ددې پروسې د سبوتاژ لپاره به د امرالله صالح خلپلکې ټولو له رسنیو لیدلې وي، په بحث نه ارزي، هغه ته که همدومره وویل چې (سوله له موافق او ورور سره نه کیږي؛ سوله له دښمن او مخالف سره کیږي! سوله بیه غواړي) کافي به وي.
په عین وخت کې د پخواني قومندان احمدشاه مسعود ورور ضیا مسعود له طلوع سره په یوه مرکه کې د حکمتیار په اړه نادره کړې، هغه وايي: (( حکمتیار باید له ولسه بښنه وغواړي!!) په همدې خبره یوې لنډې تبصرې ته تم کیږو:
حکمتیار او مسعود زموږ د معاصر تاریخ دوه هغه څیرې دي چې ټول افغانان یې له نوم سره اشنا دي او دا تاریخ ددوی له نومونو سره تړلی دی، د قومندان مسعود ورور ضیا مسعود په داسې حال کې د حکمتیار د بښنې په اړه خبره کوي چې د تلې یو سر ته ګوري او بل پلو ته نه، نوموړی وایی چې ګواکې حکمتیار په داخلي جنګونو کې دخیل و باید بښنه وغواړي؛ ډیره جالبه غوښتنه؛
۱- لکه حکمتیار چې له اشباحو او ارواګانو سره جګړه کړي او یوازې مسوول باید حکمتیار وي، او مسعود چې د جګړې بل لوری و، پر حکمتیار يې د ګلونو ګوزارونه کړي وي،
۲- لکه حکمتیار چې شیطان وي او احمدشاه مسعود د تاریخ سپینه پرښته،
د قومندان مسعود ورور فکر کوي افغانان هیرجن ملت دی او د معاصر تاریخ لوبغاړي ېې له ذهنه سپین وتلي دي، نوموړی دغه سوالیه ځانته نه راجع کوي او له ځانه نه پوښتني چې د افغانستان تر ټولو بدنام انسان ببرک کارمل د چا د حاکمیت په ساحه کې تر پایه ارام ژوند کاوه ولې یې بښنه ونه غوښته یا بښنې ته اړ نه ایستل شو؟
ضیا مسعود له ځانه نه پوښتي چې د شهید داودخان پر ضد د کودتا فعال لوبغاړي (جنرال قادر) ته د چا ورور پاسپورټ ورکړ چې له هیواده ووزي؟
ضیا مسعود له ځانه نه پوښتي چې په کومه سیمه کې چې د جګړو پرمهال پکې حکمتیار او ډله یې میشته وه څومره نړیدلې او دا چا او د چا په مرمیو، توغندیو او ورانیو له منځه تللې؟
ضیا مسعود هیرجن دی چې له ځانه سره محاسبه وکړي چې د قدرت د حاکمیت لپاره د نفوذ او ځواک په اساس جمیعیت حقداره و که د حکمتیار حزب اسلامي؟ کله چې ۶۰ سلنه جکړه د روسانو پرمهال د حکمتیار حزب کوله ولې دغه حزب ته د خپل ځواک او نفوذ په اندازه واک او په حاکمیت کې ونډه نه ورکول کیده؟ ایا د جګړې اصلي ريښه همدغه ټکی نه و!! ددغه کار طراحان څوک وو؟ د چا خسر او ورور کیدل؟؟
ضیا مسعود ځان په کوچه حسن چپ میزند، له خپل لړلي وجدانه وپوښتي چې رباني د کوم دلیل او قانون له مخې د خپل حاکمیت دوره له ۴ میاشتو اوو کلونو ته وغځوله؟ (ایا حکمتیار ته له جګړې پرته بل انتخاب و؟)
ایا د جنګ سبب حکمتیار و که د رباني هغه شعار چې(( یا ارګ یا مرګ!!)) رباني د کوم مجوز له مخې ځان په ارګ کې سریښ کړی و؟؟ (ضیا مسعود ته باید وویل شي چې نوی نسل هر څه څاري او د تاریخ له پاڼو یې زده کوي! ستا بابولالو ته نه دی ناست چې هر څه په پټو سترګو ومني.
ضیا مسعود چې حکمتیار بښنې ته اړباسي، یو ځل د له ځانه وپوښتي چې د تیرو ۴۰ کلونو د جنایاتو اصلي لوبغاړي او متفکر مغزونه، جنرال عظیمي، مزدک، اصف دلاور،ګلابزوی او نور د چا تر وزرونو او سیوري لاندې پناه اخستې وه او د چا پر مټو تر ننه ژوندي ګرځي؟ څوک باید بښنه وغواړي حکمتیار که نظار؟ د قدرت په څوکۍ په سریښیدو سره چا د جنایت خښته کیښوده؛ حکمتیار که نظار؟؟ تاریخ دې ټولو پوښتنو ته ځواب ویلی او ولس یې څاري.
څوک باید بښنه وغواړي، هغوی چې د قدرت او واک پر سر هرې معاملې ته چمتو ول؟ که حکمتیار؟
په پاسنیو پوښتنو سربیره، خپله دې ضیا مسعود د لاندې موضوعاتو په اړه ولس ته په ویښ وجدان وضاحت ورکړي:
اول: فراه ولایت ته چا عربان د پیسو او موټرو په بدل کې د غیرقانوني ښکار لپاره راوستي وو؟؟ د کومو اصولو له مخې؟ ولې په ناخبرۍ کې د مادیاتو په بدل کې پټه معامله کړې وه چې خدای رسوا کړه! ولې ددې جنایت له کبله په خپله له ولسه بښنه نه غواړي؟
دوهم: د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر کې څوک له میلیونو ډالروبکسونو سره لاس په لاس ګیر شو؟ د نړیوالو قوانینو له مخې د هغو پيسو قانوني مدرک څه و؟ ولې یې سپیناوی ونشو؟ که هغه پيسې د افغان ولس د وینو او حقونو بیه وه چې تا شخصي معامله پرې کول! ایا په تا کې د شرم او وجدان په نوم څه شته؟
دریم: په هرات ولایت هوايي دګر کې د عربانو الوتکو ته چا په پټه د ناستې اجازه ورکړې وه، کومه معامله وه چې د مقاماتو له اجازې پرته د عربانو الوتکې راغلې او قضیه افشا شوه؟!
ایا ستا د ورور، خسر او ستا خپله د دومره جنایاتو او غیرقانوني نارواوو په یادولو سره کافي نه ده چې د حکمتیار پر ځای خپله د ولس د محکمې پر وړاندې په نره ودریږې او په مړو سترګو بښنه وغواړې!
مطمین یم چې وجدان ویده دی او هیڅکله به راویښ نه شي! که وجدانونه بیدار وئ او یا تا د وجدان په نوم څه پيژندلی، نن به وطن د یوې دردمنې ۴۰ کلنې غمیزې مرګونې غمیزه کې نه و پروت.
dear you add two more thINGS;
1-AHMADSHAH MASOOD SABOTAGE THE PEACES PROGRAM BETWEEN DR NAJIBULLAH &UNITED NATION,MASOOD DID CONTRACT WITH SOME
MEMBERS OF DEFENSE MINISTARY LIKE ULOOMY/NABI AZIMI/WAKIL/,,,,,,
2-USTAZ RABANI WAS PRESIDENT FOR FOUR MONTHS/
BUT HE STAY FOR THREE YEARS,
FINALLY REPLACED BY TALIBS/
3=EIGHT THOUSAND 8000 HAZARAH WITH MARKHUM MAZAREEI KILLED IN AFSHAAR/QARGHA/ PULTEKHNIK KABUL THANK YOU
BY NIZAR SHURA MASOOD ETC
که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي.
رابه شو هغو سیمو ته چې نظار شورا پرې حاکمیت درلود او یا یی د خپل حاکمیت لپاره تر کونډۍ ونې جار کړل :
د کابل ښار لومړۍ ناحیه له پل ارتله تر سر چوک پورې د لعنت الله محسنی د بانډ په لاس کې وه ولې ورانه شوه ؟ د دې ناحې په نورو ټولو برخو د نظار شورا مطلق حاکمیت و . د شهزاده سرای دوه ځله د شورای نظار له خوا چور شو. د ښار ټول دکانونه لومړۍ چور او بیا اور ورته کړل شو.
د کابل ښار دریمه ناحیه له دهمزنګه تر میرویس میدان پورې ، له پوهنتونه تر علاوالدین درې لارې پورې ، دریمه او څلورمه کارته ، سرای غزني ، شپږمه ناحیه او بیا له سیلو نه تر دارلامان پورې د حزب وحدت او شورای نظار په خرمستیو کې لوټې لوټې شوه ، کورونه چور ، خلک یی ووژل شول ، په سرونو یې میخونه ورټک وهل شول ، رقص مرده ، د ښځو تیونه پریکول ، د ماشومانو د تولد ویدیوګانې ، غلا ، خلک موضیع کیندونو ته مجبورول ، د تلویزیون له غره نه هرې خواته د توپ، ټانک ، ډول ډول توغندیو او دافع هوا مرمیو ویشتل د شورای نظار او حزب وحدت له تاریخي جنایتونو نه دي مونږ یی محاکمه کول غواړو،
د کابل ښار پنځمه ناحیه د کابل پولیتخنیک او د پولیسو له اکادمی تر قرغې پورې او تر کمپنې بیا تر میرویس میدان پورې د شورای نظار ، اتحاد اسلامی ، حرکت محسنی ، حزب وحدت مزاری خلیلی ، محقق اکبری په غوبل کې وران شو . د افشارو جنوساید او قتل عام د هیچا هیر ندي چې ټول مسوولیت یی د نظار شورا ، حرکت محسنی او حزب وحدت ته متوجه دی..
د کابل ښار اومه ناحیه له ګلباغ ، قلعه فتوح ، چهلستون او ګذرګاه پورې او همدا راز د کابل ښار اتمه ناحیه ، خصوصا د شاه شهید او کارته نو سیمې بیا د حزب اسلامی ، جنبش دوستم ، شورای نظار په سیاسی نظامی رقابت کې ورانې شوي ، دوی هلته مشترکا مسوول دی خو زیات مسولیت د نظار شورا ته متوجه ده چې له ټولو دولتي امکاناتو نه یی استفاده وکړه ، هغه سلاح چې د خارجي دښمن پرضد باید استعمال شوی وای د کابل ښاریانو پرضد یی استعمال کړه،.
پدې اساس هر څومره سیمې چې د مجاهدینو د مختلفو ډلو له خوا ورانې شويدی دوی هلته ولس ته ځواب ورکوونکی دی، په ټولو جنایتونو ،ورانیو ، غلا چور او چپاول او هر مسوولیت کې شورای نظار شریک دی .
د چهار آسیاب په مختلفو سیمو خصوصا بازار باندې د شورای نظار بمباری ، د کلیو ، دوکانونو ورانول ، د مظلومو ښاریانو وژل په هیڅ ډول د بښلو نه ده . بنا که څوک محاکمه کیږی مونږ د ټولو مساویانه او د خپل مسوولیت او جنایت په اندازه محکوموو. پدې جنایتونو کې د طالبانو او شورای نظار دوه دری کلنه جګړه په کابل کې او پنځه کلنه جګړه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د هېرولو نده . .
دا خلک خو لومړی د وجدان په نامه څه پېژني نه ،او پل دا چې دې بیغیرتانو ته یوازی همدا په میراث پاتې ده چې فقط پر بل انتقاد وکړه او خپل عیب خو دولیو مینځ وي .
ګلالیو سیاسیونو او تنظیموالو!
راځی د استاد سیاف دا خبره ومنو چی تیر په هیر، اوس نوی پاڼه د صلحی پرانیزو ، تیرو باندی وخت مه ضایع کوی، والله چی کار ،خدمت او عبادت مو کم دی .
راځی نور په خیرات او حسناتو کی مسابقه شروع کړو، جاهلی تعصبات ،انحصار، منفی رقابتونه او معاملی هغه څه دی چی ډیر ازمویل شوی ، آزموده را آزمودن خطاست.
راځی منحیث مسلمان په خدمت ، صداقت او فی المجموع سړیتوب کی مسابقه وکړو کوم چی د انسانی او اسلامی مقام سره شایسته وی.
زه نه پوهیږم چی دا ناولی په کوم جرآت دا خبره کوی دوی خو تل د بل مزدوری او غلامی کړیده دوی تل د روسانو لوی قطارونه کابل ته سی سلامت رسول. نو دا میکروب زامن بیا راپاڅی او وایی داسی خبری کوی خو خیر دوی دیر زیات ورخطا دی چی څه وکړی او حه ووایی ځکه ددوی څخه هم لار ورکه ده چی اوس په کوم ګودر ورګډ شی خو دا خبره چی ددوی خو په شرم حه کار نشته او نه شرم پیژنی که نه نو دا د پردیو مزدوران باید د ولسه بخښنه وغواړی او دا خاوره صلح دوست وطنوالو ته پریږدی په هغه پلار مو.. چی داسی ناولی بچی ییی زیږولی دی