ځدران درویش

د حکومتدارۍ هر نظام د رهبري د روزنې ځانګړې لارې لري. په شاهي کې د پاچا اولادونه روزل کیږي، په دیکتاتوري کې د واکمنې ډلې سیاسي بیورو روزل کیږي، په یو ګوندي نظام کې د سیاسي کمېټې غړي روزل کیږي، په پارلماني کې پارلمان د راتلونکې صدراعظم مکتب وي، په ریاستي کې سیاسي شخصیتونه په څو لسیزو خدمت کې وده کوي او پخیږي.

د افغانستان ریاستي نظام دومره نوی دی چې رهبري مو په جګړو کې رامینځته شوي ده.

اوسنی انتخابات ولس په داسی میړانه وکړه چی جهان ورته حیران شو، په انتخاباتو کی يي داسي ګډون وکړو لکه سليزي دیمکراسي نه چی تیر شوي و، دري ګوني قواء مو د امنيت په برخه کی داسي تمثيل وکړو لکه د نړۍ مجهز په وسلو سنبال هيوادونه يي چی کوي، د اوسنيو سختو شرائطو ته په کتو داسي تمثيل يي وکړو چي د دغه هیواد امنیتي بنسټ لسګونه کالونه پخواء په داسی حالت قرار ولري چی د هري قواء سرتيري تر میليون زیات وی، اګر که د ټول هيواد د امنيتي ځواکونو شمیر تر نیم میلیون هم نه دی، هغه مشران چی په تيرو څلور لسيزو خونړيو جګړو کي ښکيل وه، د پايتخت کابل په شمول يي د څلور دیرش ولایتو لویشت لویشت خاوره يي ټپي کړه په دغه پروسه کي يي ګډون درلودو، دغه ولس د دوی په تیرو جرمونو سترګي پټي کړي، څوک يي د يوه او څوک يي د بل ګوند د رهبر په صفت اومنل او څوک يي د ولسمشری د نوماند په نوم راتلونکی احتمالی ولسمشر اومنلو، د دی لپاره چی په افغانستان کي نور د وینو بهيدو، قوم پرستي، جیهل او انساني قدر ناورین ختم شي، افغانانو د يوه ښه راتلونکي لپاره دا هرڅه په ځان اومنل په انتخاباتو کي يي برخه واخیسته او هر چا د خپلی خوښي نوماند ته رايه ورکړه.

ولس بیا هم د خپل راتلونکي سرنویشت شپي او ورځي په انتظار تیره وي، خو د واک هغه تږي چی په تیرو خونړيو جګړو کي ښکیل وه او د جګړي په زور يي د واک واګي لاسته راوړي هغه اوس هم ګواښونه کوي، که د واک واګي لاسته رانشي ناورین سره بیا افغانستان مخ شي، تل يي په خپلو تلويزونو، راډيو او چاپي ورځ پاڼو د خپلو پلویانو او ویاندویانو شعار ورکول کيږي.

خو دوی ته د نوي نسل پيغام !

مونږ په ډير زبر ځواک د تشدد او د مخالف لوري د خبداري سره سره په انتخاباتو کي ګډون وکړو، زمونږ د ولس رایو، پراخ ګډون او د سیمی استخباراتو د جنګسالارانو د وحشتناک خبرداري برسیره د ولس پراخه ونډه د انتخاباتو په مرکزو کي پوره احترام وکی.

کنه نوی نسل نسبتاً د پردیو هیوادو له کډوالی سره بلد دی، د نړۍ له موډرین وسلی په استعمال پوهيږي، په افغانستان کي ستاسو په شان د شيشو قصرونه، غټ جائدادونه نلري، د حکومت نه په مافیائي پیسو بلدیت نلري، که ورکونکی شعار مو بدل نکړی داځل به له نوی نسل توند غبرګون سره مخ شی، د هیواد دري ګوني قواء د نوی نسل جوړه دی، په سلو کي اتیا فیصده واکمني د دوی په لاس دی، هغه غونډي چی لکونه پلویان مو درلودل اتیا په سلو کي له همدغه نوی نسل تشکیلی ده.

هیله مند يم چی هم خپل شعار بدل کړی او هم د ولس ميړاني ته احترام وکی، هر هغه څوک چی ولس په رایه راغلو د اخطار په ځای د هيواد د ابادی پیغام ورکی، د ولس د هیلو پوره کیدو پیغام ورکی، په حکومت کي د خپلو برنامو د پلی کیدو د هغو برنامو چی د ولس او هیواد په ګټه وی غوښتنه وکی او پری عملی يي کی.
په درنښت
ځدران درویش”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *