د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د سیمه ییزو ارګانونو خپلوکه اداره

خبر پاڼه

2013-12-16

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د بشري سرچینو لوی رییس عزیز الله قاضي خېل وایي، چې د سیمه ییزې حکومتوالۍ د یوه روزنیز مرکز یا انسټټیوټ د جوړولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي. قاضي خېل دا خبرې په هغه غونډه کې وکړې، چې د روان میلادي کال، د ډسمبر میاشتې پر ۱۶ نېټه، د لویدیځ زون د یوشمېر ولسولانو لپاره، د مهارتونو د لوړونې په هدف د ثبات د ټینګښت د برنامې له لوري جوړه شوې وه. د قاضي خېل په وینا د دې انسټټیوټ له جوړیدو سره به د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې  ټولو مامورینو ته د لنډمهالو، منځ مهالو او اوږدمهالو زده کړو ښه فرصتونه برابر شي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د بشري سرچینو لوی رییس وویل، چې دا انسټټیوټ به د حکومتوالۍ په برخه کې د نړۍ له معتبرو مرکزونو سره توامیت ولري او له تجربو او تګلارو به یې ګټه اخلي.

د ښاغلي قاضي خېل په خبره، د دې انسټټیوټ د جوړیدو لپاره یې د حکومت له نورو نهادونو سره تخنیکي بحثونه او سلا مشورې پیل کړې دي او ډېر ژر پایلې ته ورسېږي.

د یادولو وړ ده، چې زیاتره هېوادونه د ملکي حکومتوالۍ لپاره ځانګړي روزنیز مرکزونه لري. د فرانسې د حکومتوالۍ ملي مرکز یا اېنا په تېر یوه کال کې، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې شاوخوا شلو تنو مرستیالانو ته د لنډ مهالو زده کړو زمینه برابره کړې ده.

دا مهال د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، له هندوستان، کوریا او فرانسې هېوادونو سره د مامورینو د ظرفیت لوړونې تړونونه لري، چې له مخې یې شاوخوا دوه نیمو سوو تنو ولسوالانو او د ټولو ولایتونو مرستیالانو ته په یادو هېوادونو کې د لنډمهالو روزنو زمینې برابرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *