د اکبر پاچا په زمانه کې د هندوستان د بنګال ایالت اګره پور سیمې ته نوی حاکم وټاکل شو. دې حاکم د اګره پور په تخت له کیناستو وروسته د ټولو سیمو ملکان، حکومتي منصبداران او جاګیرداران را ټول کړل او ورته ويې ویل، چې زه په یواځې ځان ټول کارونه نه شم کولی. تاسې ټول به له ما سره د دې سیمې په امن او نظم کې برخه اخلئ. بیا یې له حکومتي مامورینو، ملکانو او جاګیردارانو څخه وغوښتل چې دوی باید معلومات ورکړي، چې په راتلونکو سلو ورځو کې څه کوي؟
حاکم په سرکاري چارو کې ښه ماهر او تکړه سړی و، ځکه خو په هندوستان کې د لودیانو د واکمنۍ یواځنی غټ مامور و، چې په مغولي واکمنۍ کې هم د مقام او منصب خاوند شو. خو دا ځل حاکم په دې ځان پوه کړی نه و، چې ایا زما مامورین او جاګیرداران د دې وړتیا لري چې پلان په سمه توګه برابر کړي او د ولس ستونزې حل کړي. نوي حاکم په ناپوهۍ کې په خپلو مامورینو باور وکړ او یو ډېر ستر کار یې ور وسپاره. ټول سرکاري مامورین او ملکان په دې فکر کې وو، چې څنګه به پلان جوړوي او څنګه به یې عملي کوي؟!
کله چې د پلانونو د تشریح ورځ را ورسېده، حاکم په خپل تخت کېناست او پلانونه یې واورېدل، خو دا فکر ورسره نه و، چې په پلان کې نیول شوي مسایل څومره مهم دي او عملی کول یې امکان لري او که نه؟!
د یوشمېر منصبدارانو په پلان کې داسې مسایل و، چې که عملي شوي وای، ولس ته یې خیر رسېده، خو یو شمیر مامورینو او ملکانو داسې مسایل په پلان کې ځای کړي وو، چې عملي کول یې خیالي او بې ګټې وو.
د پلانو د تشریح مراسم پای ته ورسېدل، حاکم د اکبر پاچا د قلمرو نور حاکمانو او مشرانو ته هم خبر ورکړ، چې ما خو داسې یو شهکار وکړ. د اګره پور خلک هم له حاکم څخه سخت خوشاله وو، ټوله ورځ به یې د حاکم په صفتونو خوله نه ستړې کېده، خو له هغو کسانو لاره ورکه وه، چې سل ورځني پلانونه یې جوړ کړي وو، ځکه دوی مجبور وو، چې خپل پلانونه عملي کړي.
د یوه کلي جاګیردار په خپل پلان کې ليکلي و، چې زه به په راتلونکو سلو ورځو کې سل اوښان له زمیندارو څخه راولم او د مالیې په بدل کې به یې د اکبر پاچا سلطنت ته وسپارم. هغه د خپل کلي په خلکو غږ وکړ، چې هر بزګر دې یو یو اوښ د مالیې په بدل کې راولي، خو په دې کلي کې سل اوښان څه چې سل بزګران هم نه وو. زمیندارانو د جاګیردار د سل ورځني پلان د عملي کولو لپاره یاد شمېر اوښان په پیسو واخيستل او هغه ته یې تسلیم کړل.
یو بل حکومتي مامور په خپل پلان کې ویلي و، چې زه به سلطاني ځمکې خړوبوم، ترڅو خلک په کې کرنه وکړي او بیا به دولت ته غله هم ورکوي. دې مامور ولس ته لارښوونه وکړه چې ټولې دښتې او ویجاړې ځمکې به ابادې او هر ډول کرنیز بوټي به په کې وکري.
ولس مامور ته په ځواب کې وویل، چې مونږ په خپل کلي کې د څښاک او به نه لرو نو شاړې دښتې په څنګه ابادې کړو، دښته خو له همدې امله شنډه پرته ده. د حکومتي مامور ځواب دا و، چې ما د اګره پور حاکم ته په سل ورځني پلان کې دا ویلي، چې زه به شاړې ځمکې ابادوم، د اوبو خبره مې نه ده ورسره کړې، اوبه په تاسې؛ خو ځمکه اباده کړئ.
ولس حیران و، چې د حکومتي مامور ناممکنه خبره به څنګه ممکنه کوي. بل خوا حاکم هم د پلان په تطبیق کې جدي و، هغه ځکه چې باید اکبر پاچا ته یې د دې پلان په اړه خپل راپور ورکړي او د هغه له خوا ونازول شي. حاکم له هر کار څخه ځان خبراوه او د خپلې حمکرانۍ له نېږدې سیمو به یې له سرکاري مامورینو سره یوځای لیدنه کوله، خو په دې فکر کې نه و، چې پلان په کوم ډول تطبیق شوی او څه ګټه یې ولس ته رسولې، که نه؟!
پوره سل ورځې تېرې شوي، د حکومتي مامورینو، ملکانو او جاګیردارانو پلانونه عملي شول، حاکم هم ښه خوشاله و او انتظار یې ویست، چې له اکبر پاچا سره کله د ملاقات وخت ورسیږي؛ خو ولس هماغسې په بدبختیو کې ډوب پاتې شو.