امین الله عادل –
د پخواني ولسمشر د حکومت په موده کې ځینې اصطلاحات ډېر په شد او مد کارول کېدل، په لومړیو وختو کې خلک د [اوس په څېر ډېر هیله من وو]، چې په ریښتیا هم [څه چې ویل کېږي هغه به عملي کېږي] خو د وخت په تېرېدو سره د چارواکو ډېرې خبرې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شوې او د هغوی ډېرو اصطلاحاتو خپل اصلی مفهوم له لاسه ورکړ او خلکو ته په تېره دوره کې ثابته شوه، چې دا هسې خبرې دي او عملي ګام نه پورته کېږي. له دې جملې څخه ځینې اصطلاحات په لاندې ډول دي چې په رسنیو کې ډېر تکرارېدل او خلکو اورېدل مګر عملي اړخ یې کمزوری ؤ. همدا لامل ؤ چې خلکو ته یې ډېر خوند نه ورکاوه او څومره چې [شد او مد] پکې زیات ؤ هغومره خلکو د نه عملي کېدو فکر کاوه، یو شمېر اصطلاحات په لاندې ډول دي:
- په شدت سره جریان لري: هر چارواکی چې کله په تلویزون او یا راډیو کې خلکو ته خبرې کوي، نو د خپلې هرې پروژې دجریان په اړه په ډېر شد او مد سره وايي: “په شدت سره جریان لري”. خو ټول ولس ولیدل، چې د حکومت ډېر کارونه او پروژې لومړی خو نه پیل کېږي او که پیل هم شي نو بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ وي او د ځنډېدو ټوله ملامتي په امنیت، د بودجي په کموالي او یا نورو پر غاړه وي. حلقوي سړک، د ګردیز- خوست سړک، د شاه او عروس بند، کمال خان بند او ډېر نور یې بېلګې دي.
- د پلاني هېواد او ادارې لخوا څو ملیونه ډالره مرسته وشوه: داسې به ډېره کمه پېښه شوي وي، چې په خبرونو کې له افغانستان سره د یو هېواد او یا مرستندویه ټولنې لخوا د مرستو اعلان نه وي شوی. هره وخت په رسنیو کې د مالیې وزارت، یا د بهرنیو چارو وزارت او یا هم د بل کوم وزارت چارواکی را څرګندېږي او د ښې غوړې مرستې اعلان کوي او هم دا ورسره غبرګوي، چې دا مرستې به د خلکو د ژوندانه د ښه والي په موخه په دغه شمېر پروژو ولګول شی. خو بیا خبره همداسې ورکه شي.
- د قانون منګولو ته وسپارل شو: هره ورځ غله، داړه ماران، قاچاق وړونکي، سړي تښتوونکي، قاتلین او مجرمین نیول کېږي او په رسنیو کې اعلانېږي. کله کله خو یې څېرې هم د تلویزون په پرده ښکاره کړي خو بله ورځ ګورې چې نوموړی مجرم ژر یا وروسته په یوه بانه خوشې کېږي. نه د قانون منګلې کار ورکوي او نه هم د قانون د پلي کوونکو.
- پوښتنې او ګروېږنې پیل شوی دي: ډېر زورواکي، چارواکي او مجرمین د مختلفو جرمونو له کبله نیول کېږي، خلکو ته اعلانېږي، چې مجرمین ونیول شول او پوښتنې ترې روانې دي مګر د پوښتنو او ګروېږنو پایله پسې ورکه او د ولس دوې سترګې څلور شي خو بیا هم د پایلو څرک نه لګیږي.
- پنځه کلن سترتيژیک پلان جوړ شو: هر وزارت او هره اداره د ځان لپاره پلان جوړ کړی او ډېر لګښتونه یې هم پرې کړي. بې شمېره کارونه یې پلان کړي. هرڅوک چې پلان وګوري نو وایی چې یره پنځه کاله وروسته به افغانستان ګل ګلزار شي خو پنځه کاله وروسته ګوري، چې د اړونده پلان د لومړي کال کارونه هم نه دي پلي شوي.
- د پېښې د څېړنې په اړه عالی رتبه کمېسیون وټاکل شو: داسې اونۍ او میاشت به نه وي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د یوې پېښې په اړه کمېسیون نه جوړېږي ترڅو د رامنځ ته شوې پېښې په اړه نېغه په نېغه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته راپور ورکړي. کمېسیون چې کله لاړ شي بیا یې همغه لار شي، دا پسې ورکه شي، چې آیا اړونده کمېسیون بېرته راغی او که لا تر اوسه په څېړنو بوخت دی او کله چې راپور راوړي نو د کمېسیون د سفر په لګښتونو دې افسوس را شي.
- ملي شورا ته د تصویب لپاره واستول شو او یا د ملي شورا لخوا د… قانون تصویب شو: په ملي شورا کې ډېر مهم قوانین شته، چې د تصویب په تمه یې میاشتې او کلونه تېرې کړې دي مګر د هغوی لخوا پرې کار نه دی شوی. په دې وروستیو میاشتو کې هره ورځ د وکیلانو د امتیازاتو خبره مطرح کېږي خو نور قوانین بیا تر هغو نه تصویب کېږي ترڅو چې په وکیلانو پسې چوکه را وا نه خلې. د پیسو د تطهیر قانون یې غوره بېلګه دي. اما د لوړو زده کړو قانون همداسې پروت دی. همدارنګه کوم قوانین چې تصویب شوي، د هغو کیسه خو همدا ده، چې [قباله دا ده پر چا یې منې]!.
- ګټې اخیستنې ته وسپارل شو: ډېر داسې سړکونه او ودانۍ شته چې له پرانېستې وروسته په ډېره لنډه موده کې بېرته ټول خراب شوي او له پخوانی حالت څخه یې وضیعیت لاډېر بد شوی دی. اکثره ودانۍ او سړکونه په معیاري ډول نه دي جوړ شوي او لګښتونه یې هم څو برابره دي.
- د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا …. ګڼه فرمان صادر شو: د ولسمشرۍ لخوا وخت پر وخت د چارو د سمون په موخه فرمانونه صادرېږي مګر اړونده فرمانونه یوازې دا چې فرمان لیکونکو ته د معاش فرصت برابر کړی نوره ګټه یې نه ده کړې. تر ټولو ښه بېلګه یې د پخواني ولسمشر ۴۵ شمېره فرمان (۵/۵/۱۳۹۱) دی، که په ریښتیا هم عملي شوی وای نو پایلې به یې خامخا څرګندې وې.
- په بېوزله کورنیو مرستې ووېشل شوې: څرنګه چې په هېواد کې بې ځایه شوي او بېوزله خلک ډېر دي نو حکومت د هغوی لپاره د مرستو په اړه اعلانونه کوي، چې په بېوزلو مو دومره مرستې ووېشلې!. خو کله چې له حقیقت څخه خبر شې، د مرستو ډېره برخه حیف او میل شوې وي. د بېلګې په توګه د ارګو او ارګون په پېښو کې ډېرې مرستې را ټولې شوې. که ټولې مرستې په اړونده ځپل شویو وېشل شوې وای نو ژوند به یې خورا ډېر ښه شوی وای مګر چې ورشې و به ګورې چې د اعلانونو په مقایسه خلکو ته له سیند څخه څاڅکی رسېدلی.
- شپه او ورځ هڅې کوي: له امنیتي چارواکو پرته نور حکومتي چارواکی هم چې کله په تلویزون کې کښېني همدا خبره کوي، چې زموږ منسوبین او کارمندان شپه او ورځ هڅه کوي، چې دا او یا هغه کار بشپړ شي. مګر له یوې خوا دا نه معلومېږي چې اړونده کار به کله بشبړېږي او له بلې خوا د چارواکو دېته هم پام نه وي، چې حکومتي مامورين په رسمي وخت کې هم په ډېر تکلیف سره کار کوي او له رسمي وخت وروسته خو د قلم (کښ) هم نه کوي.
- ډېر ژر به پیل شي: ډېر ځله حکومت د مهمو پروژو او کارونو د پیلولو په اعلانولو سره د خلکو زړونه باغ باغ کړي، په نن او سبا یې کلونه تېر کړي مګر اړونده کار او پروژې یې نه دي پیل کړې. حکومت په ۲۰۰۸ کې د نوي کابل د پروژې د پیل اعلان وکړ او الکترنیکي تذکرې خو باید دولسمشرۍ له دې وروستیو ټاکنو مخکې وېشل شوې وای مګر نه د نوي کابل پروژه پیل شوه او نه هم الکترونیکي تذکرې ووېشل شوې.
دې ډول کارونو د حکومت او خلکو ترمنځ فاصله ډېره کړې او هم یې پر حکومت د خلکو اعتماد ته صدمه رسولې. نو لازمه ده چې په اوسني حکومت کې دغه وضیعت بدلون ومومي او څه چې ویل کېږي هغه عملي شي ترڅو عام خلک په دې باوري شي، چې چارواکي ریښتیا وايي.