تاند- د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو استازو نن په ناروې کې د جګړو د پای ته رسولو د لارو چارو په اړه په یوه نړیواله غونډه کې ګډون وکړ.
د کولمبیا ولسمشر یان مانویل سانتوس، د ایران مرستیال ولسمشره معصومه ابتکار او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر ریتنو مرسودي هم د ۱۵۰ نورو شخصیتونو ترڅنګ په دې غونډه کې ګډون کړی و څو د سولې د خبرو په اړه نظرونه سره شریک کړي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر یویرګ بریندې د غونډې په پیل کې له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان د سولې مذاکرو ته په اشارې وویل:«د سولې د رسمي خبرو پلان نشته. خو که څوک غواړي چې سوله وکړي بیا نو هغوی چې مخالفت لري باید خبرو ته کښېني.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی وویل چې کابل د ناروې د پلازمېنې اوسلو په ۲۰ کیلومترۍ کې د لوسبي کنفرانس ته شپږ کسیز پلاوی لېږلی دی.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل چې د دوی له لوري درې تنه په دغه کنفرانس کې برخه لري. ده دا خبره رد کړه چې ګنې دواړه خواوې په دې غونډه کې د جګړې د ختمولو لپاره د سولې خبرې اترې کوي.
مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«دا ادعا ناسمه ده. د سږ کال د کنفرانس برخوال د یمن، سوډان، سومالیا او افغانستان د شخړو او ستونزو په اړه خپل نظرونه څرګندوي.»
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه چې تر دې مخکې د وسله والو طالبانو استازو په اوسلو کې د افغانستان د ښځو او مدني ټولنې له استازو سره خبرې کړې وې.