تاند- په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ به د سولې مخامخ خبرې د روان مارچ په نیمايي کې وشي.
مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي و چې مخامخ خبرې به د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې پیل شي. (نور)
خو زاخېلوال وايي، ډاډه دی چې له طالبانو سره به مخامخ خبرې یوولس ورځې وروسته وشي.
دا خبرې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو له لوري په څلورو څلور اړخیزو غونډو کې د لارې د ترتیب شوې نقشې پر اساس کېږي.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري رسنیو ته نه دي ویلي چې په خبرو کې برخه اخلي او که یې نه اخلي. د طالبانو ویندویانو د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې هڅه کړې چې په واضح ډول دریځ څرګند نه کړي.
افغان سفیر وویل، پاکستان ژمنه کړې چې د روانې جګړې پر ضد د فتوا د صادرولو لپاره به د افغانستان او پاکستان د لویو دیني عالمانو د ګډې غونډې جوړولو ته لاره هواره کړي.
«موږ هیله لرو چې د دیني عالمانو دا ګډه غونډه به په راتلونکو دوو میاشتو کې جوړه شي، دوی به په دې غونډه کې په افغانستان کې د روانې جګړې پر ضد فتوا صادره کړي، او حتي حرامه به یې وبولي.»
پخوا یو شمېر پاکستاني او افغان دیني عالمانو په خپلو هیوادونو کې جګړه حرامه بللې وه. خو دا به لومړی ځل وي چې د دوو هیوادونو عالمان په ګډه جګړه ناروا اعلانوي.
وروڼو دقاطلینو او اشغالګرو په مخ جګړه هيڅ حرامه نده او په هيڅ اسماني دين او عنعناتو کې بنده نده
!!نو که فتوا وشي دا به د زور او یا ددالرو فتوا وي