تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: د هرات ولایتي ادارې د کورونا د درملنې لپاره د هغه روغتون د ۷۰ سلنه چارو بشپړېدو خبر ورکړ چې په ۲۰ ورځو کې د بشپړیدو ژمنه یې شوې وه.

د دغه روغتون د بنسټ ډبره یوولس ورځې مخکې په ۲ زره متره مربع ځمکه ایښودل شوې وه او نن یې د هرات والي قیوم رحیمي د چارو لیدو ته ورغلی و.

د هرات والي ټینګار وکړ چې د ودانۍ په جوړیدو سره به د کوویډ ۱۹ یا کورونا ناروغانو درملنې ته د لاسرسي ځینې روغتیايي او طبي ستونزې حل شي.

د دغې روغتون د پروژې مسوول ویس حیدري هم ډاډ ورکوي چې د ۱۰۰ بستریز روغتون لپاره د اړینو تاسیساتو جوړول به په راتلونکو اوو ورځو کې بشپړ شي.

نوموړی وایي، دوی به روغتون ته د روغتیایی تاسیساتو جوړولو سربیره طبي اسانتیاوې هم چمتو کړي.

هرات تر دې دمه په هیواد کې د کوروناویروس ۸۲ مثبتې پیښې لري او له ایران سره د ګاونډیتوب له کبله ورته لا زیات ګواښ متوجه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *