ودان روښان |
ځینو خبري رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي چې وایي طالبان غواړي د افغان حکومت پرځای له ځینو په اصطلاح مطرح افغان سیاستوالو سره خبرې وکړي. خبري سرچینو دا هم ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو مرستیال وزېرې الیس ویلز سره مخامخ خبرې کړې دي. سرچینې وایي طالبانو مېرمن ویلز ته ویلي چې د افغان حکومت پرځای متحده ایالاتو او د بېلابېلو افغان ګوندونو له مشرانو صلاح الدن رباني، محمد محقق، جنرال عبدالرشید دوستم. کریم خلیلي د خپل ګوند په استازولي، عطامحمد نور، یونس قانوني، صبغت الله مجددي، حامد ګیلاني او ځینو نورو سیاسي سټو سره مخامخ خبرو ته چمتو دي. طالبانو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم خبرو ته چمتوالی ښودلی په داسې حال کې چې کرزي د خپلې واکمنۍ په پیر چې څومره سوال او زارۍ طالبانو ته وکړې، ورونه یې ورته وویل چې په دې سره کرزی د خپلو انډېوالانو له کلکو نیوکو سره هم مخ شوی و خو طالبانو تل هغه ګوډاګی، شاشجاع او ببرک کارمل یاد کړی و اوس دا عجیبه برېښي چې طالبان له کرزي سره هم خبرو ته چمتووالی ښیي؟
په لومړي نظر خو دا ښه خبره ښکاري او باید هم همداسې وي چې د خبرو اترو کړۍ باید پراخه وي او د کینې او کرکې له منځه وړلو په موخه باید هغه لوري خبرې سره وکړي چې د یو بل مدعیان دي. که طالبان له زړه غواړي د رښتینې سولې په خاطر دغه ډول نیت ولري دا په خپل ذات کې د طالبانو په لید لوري کې یو مثبت بدلون دی ځکه چې طالبانو په پخوا کې له خپلې ډلې پرته بل هیڅوک نه منل خو اوس دادی له هغو کسانو سره هم د خبرو چمتووالی ښیي چې ددوی له لیدلوري واجب القتل وو. په دې ډله کې یوازې صبغت الله مجددي او حامد ګیلاني هغه کسان دي چې له طالبانو سره د دوښمني مخینه ځکه نه لري چې دغه خواران وسله وال بړیڅي نه لري، له دغو کسانو پرته نور ټول هغه کسان دي چې طالبان یې له لاسه غرونو ته ختلي، همدغو کسانو طالبان په ډله ییزه توګه وژلي او هغوی ته په هیڅ ډول رول قایل نه وو.
اوس کومه معجزه وشوه چې طالبانو له یادو کسانو سره د خبرو چمتوالی وښود؟ پر دې ټول پوهېږي چې اور او پنبه نه سره جوړېږي دغه کسان د خپل طبیعت او جوړښت له مخې یو بل سره په هیڅ صورت د جوړجاړي نه دي نو ځکه پوښتنه راپورته کېږي چې څه ډول شونې ده طالبان دې له محقق، دوستم، عطا او نورو سره خبرې وکړي؟ که په ځیر سره وکتل شي له دې خبرو او دې څرګندونو د طالبانو خو په اصل کې د ای اس ای موخه داده چې په افغانستان کې واک مشروعیت له منځه یوسي. همدا ټوکه له ډاکتر نجیب سره ببرک کارمل هم کړې وه چې پایله ټولو ولیده. هغه وخت کارمل له دې وېرې چې که واک په سوله ییزه بڼه د ملګرو ملتو پنځه فقره ییز پلان له مخې بې پرې شورا ته ولېږدول شي په دغه وخت کې به له ده( کارمل) سره حساب کتاب وشي چې ولې یې د روسانو ګوډاګي په توګه د افغانستان ورانۍ کې ونډه اخیستې وه؟ نو ځکه خو یې دوستم او متصب جنرالان مسعود ته په نکاح کړلو هغه وخت ده داسې ګڼلې وه چې مسعود به ګډ حکومت ورسره جوړ کړي خو چې کله نجیب له واکه لرې شو نور ددولت په نوم څه شی پاتې نه شول هر څه وشړېدل او پایله یې موږ ټولو د سر پر سترګو ولیده.
ای اس ای د حامد کرزي په واکمني کې هم د لږه کیو ځینو ډلو ټېکه دارانو ته په نږدې کېدو هڅه کوله طالبان له دې ډلو سره نږدې او کرزی بې واکه کړي چې همغه وخت یې هم موخه د واک مشروعیت له منځه وړل و.
د ۱۳۹۲ کال په لومړیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې پاکستانیانو دوستم، احمد ضیا مسعود او حاجي محمد محقق هڅولي وو چې له طالبانو سره جوړجاړي ته ورسېږي. په همغه وخت کې له یادو کسانو سره پاکستانیانو خورا توده یارانه اچولې وه ،پاکستان ته یې وربلل، میلمستیاوې یې ورکولې. ای اس ای د خپلو هڅو پایلو مالومولو له پاره خپل مشهور جاسوس سلیم ساپی کابل ته ولېږه. سلیم ساپي هم د وضعیت مالومولو په موخه پنجشیر، بامیانو او شمالي ولایتونو ته سفرونه وکړل چې د خپل سفر پایلې په اړه یې خپلو امرینو ته داسې رپوټ ورکړی و چې له پښتنو ناپښتانه د پاکستان په اړه ښه نظر لري.
دا د طالبانو خبره نه ده بلکې دا د ای اس ای خبره چې غواړي یو ځل بیا د وینو سیلاو وبهوي او ښارونه پر کنډوالو بدل کړي دا ځکه هغه پرمختګ چې په دغو وروستیو کلونو کې په افغانستان کې شوی، ښارونه ودان شوي په تېره کابل او نور لوی ښارونه دا په هیڅ صورت ای اس ای ته د زغملو نه دي. اوس چې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه په افغانستان کې د سولې هڅې ګړندۍ شوي ای اس ای غواړي چې لږګیان د اوسني حکومت پرضد ولمسوي او یوازې او یوازې د واک مشروعیت پرې له منځه یوسي نور بیا طالبان له دغو خلکو سره پر کړیو ژمنو وفا نه کوي. تېرو تجربو هم ښودلې کله چې طالبان په کندهار کې راپورته شول ترهغو یې چې ګلبدین حکمتیار له مخې نه و پورته کړی په کابل کې له مسعود- رباني او په هرات کې یې تورن اسمعیل سره تودې اړېکې درلودې په خپله رباني هغوی د سولې کوترې بللي وو، د مسعود جیت الوتکو په غزني او وردګو کې د طالبانو په ملاتړ د حزب اسلامي مورچې بمباري کړې وې، خو کله چې طالبان د کابل تر دروازو راورسېدل خبره بل ډول شوه. بیا یې لومړی هرات لاندې او کابل ته مخه کړه. ترهغو یې چې کابل نه و نیولی له دوستم او خلیلي سره یې ددوستۍ تار ځغلولی وو دغه وخت د دوستم جیټ الوتکو د طالبانو په ملاتړ د بګرام هوایي ډګر کې د مسعود الوتکې له له کاره وغورځولې. خو کله چې طالبان کابل ته راورسېدل نو ایله د دوستم او خلیلي وار ورسېد. اوس هم ای اس ای غواړي لږه کیان له دولته جلا او طالبانو ته نږدې کړي او داسې وښیي چې ددولت لویه برخه طالبانو سره ده نو ځکه خو باید دولت هغوی ته پرېښودل شي یا همدغه خلک چې په وسله وال پوځ کې یې غوښنه ونډه درلوده، کودتا ته وهڅوي او بیا وروسته له طالبانو سره جوړ جاړی وکړي، خو که نړیوال ځواکونه په پام کې ونه نیسو د کرزي په واکمني کې یې که چېرې کودتا ته لاس اچولی وی د بري چانس یې ډېر ځکه و چې کرزي وسله وال پوځ جمعیتانو ته ورپه قواله کړی و خو داسې ښکاري چې اوس نور هغه پخوانی انډول نه دی پاتې او هڅه شوې وسله وال پوځ کې سمون راشي نو ځکه خو کودتا تر ډېره بریده ناشونې ښکاري له بله پلوه لاهم نړیوال ځواکونه په افغانستان کې شته او څوک به کودتا ته پرې نږدي.
که بیا هم دغه کسان د لنډ فکري له مخې چې ددوی ځانګړنه هم ده هڅه وکړي ددولت مشروعیت له منځه یوسي تر بل هرچا به دوی خپله ډېر زیان وکړي. دا ځکه چې بیا نو وسله وال پوځ او دولتي جوړښت په دغه حالت نه پاتې کېږي هرڅوک به پر خپله لار روان شي چې له تردید پرته طالبان به د یو ځواکمن لوري په توګه رامخته او دا ډلې ټپلې به له ناچارې ورځې بیا ایله ځانونه ترکولیابه ورسوي ماڼۍ، قصرونه، مزې چړچې او غصب کړي ملکیتونه به ترې پاتې شي. طالبان به هم له ستونزو سره مخ شي بېلابېل لوري به بیا د بدنیته لرې او نږدې ګاونډیو پرمټ وسله وال شي چې دا به بیا د ۱۳۷۱ کال د فاجعې له تکراره بل څه نه وي.
یادو ټکو ته په کتو تر ټولو غوره داده دغه کسان چې نومونه یې یاد شوي له طالبانو سره پسپسک پرځای د ملي او په خپله د ځانونو ګټو په خاطر د سولې په خبرو کې ددولت ملاتړ وکړي په دې کې هم د ملت او هم د دوی خپله ګټه ده بیا هم د طالبانو په پرتله له ولسمشر غني سره ګوزاره ورته اسانه او هم ګټوره ده.