د افغانستان د متحد ملت ګوند مشر عبدالرحیم ایوبي د حکومت پر هغه تګلاره نیوکه وکړه چې ګواکې د سولي پر ځای به د جګړې لاره تعقیب کړي او دغه کار ېې له خطرونو ډک وباله
نوموړي چې په خوست ولایت کې د متحد ملت ګوند په ولایتي څانګې په پرانست غونډه کې خبري کولې دغه راز د ولسي جرګې د ټول ټاکنو د ژر ترژره د ترسره کیدو غوښتنه هم وکړه .
عبدالرحیم ایوبي د افغان حکومت پر هغه تګلاره کلکې نیوکې وکړې چې له دې ورسته به د وسلوالو مخالیفینو پر وړاندې د سولې پر ځای جګړې ته ترجیح ورکړي .
ایوبي د خپلو خبرو په ترڅ کې د ولسي جرګې پر غړو هم نیوکه وکړه چې ګواکې په غیري قانوني توګه خپلې دندې پرمخ وړي
نوموړي ولسي جرګه د حکومت له وسلوالو مخالیفینو هم خطرناکه وبلله چې د وزیرانو او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو په ټاکنه کې له هغوي څخه د رایو په بدل کې پیسي اخلي .
نوموړي د هیواد په کورنیو چارو کې د بهرنیانو په تیره د امریکا د کورنیو چارو د وزیر مداخله هم وغندله او د هیواد سترو مسایلو او ستونزو د حل په برخه کې يي دودیزه لویه جرګه ګټوره او اړینه وبلله .
د متحد ملت ګوند مشر او په ولسي جرګه کې د خلکو استازي عبدالرحیم ایوبي چې په خوست ولایت کې يي د دې ګوند د ولایتي څانګې په پرانست غونډه کې خبرې کولې په هیواد کې نا امني د ډیریدو او بیکاري د پراخي کچې له امله هم اندیښنه څرګنده کړه او له حکومت او اړونده ادارو څخه يې په دې اړه د جدي هلو ځلو د ترسره کولو غوښتنه وکړه .
محمد شریف شریفي