کله کله انسان په خپل نيمگړي عقل دتاريخ کرشمو ته حيرانيږي ۔ دپيښو دوقوع په شيبو کې يې ذهن ته نه راځي  چې دا څه دي  خو چې لږ څه ترې ليرې شي  اوبيا څټ ته گوري  نو ارومرو چې له ځانه سره په تعجب کې کيږي ۔ چې دا څنگه اوولې پيښ شول ؟

خبره مې دپرون د پيښو په هکله کوله :يوه کيسه را ياده شوه ۔ کله چې په کابل کې وو نو زما يو دوست به ټوکه کوله چې په شارارا په يوه سراى کې ددوه کلينرانو  هلکانو تر منځ شخړه وه يو هم دوه درې کسونيولي وو اوبل هم داشان ۔ هر يو به لاپي کولي چې : بمانيد مرا که پوز اش را درخاک بمالم ۔ بل به هم زور واهه اوويل به يې  چې مرا بگذاريد تا روده هايش را بکشم ۔ په همدي گيرو دار کې لاپو له يو ساعت نه زيات وخت ونيوه  اخير يو هوښيار سړى راغي دواړو خلاصوونکو يا سوله گرو ته يې وويل ۔ دواړه پريږدۍ  ۔  دوې جنگ نه کوي ۔ دا لاپي دپرون دريگيستاني اوگل حيدر لاپو ته ورته وي  ۔نابلدو هم فکر کاوه چې اوس به دکابل ښار ټول دخادم الجنايات والاشرار له ارواح سره ورگډيږي  ۔ خو دهمدي جنگ په ترڅ کې يو حکيم جي  غږ  وکړ چې پريږدۍ چې دواړه يې سره مالومه کړي ۔ سوله گرو خبره ومنله ۔ خو دواړه جنگيره سره مخامخ يو بل ته ودريدل ۔ :

لومړي وويل : چه ميگفتي ؟

دويم : هم ورته وويل تو چه ميگفتي ؟

لومړي : مه هيچ .مگر تو چه ميگفتي ؟

دويم وويل : مه هم هيچ ؟ لومړي وويل : برو خير رنگ ات را گم کن .

دوم : تو هم برو رنگ ات را گم کو ديگه گو نه خوري ۔

اول : تو هم ديگه نخوري ۔

جنگ خلاص شو دواړه ډلې په خپله مخه ولاړې ۔ خو هغه حکيم جي اوتجربه کاره سړي مخ را واړاوه ويل يې : ما خو درته ويلي وو چې دا جنگ نه وو دا جنگ تاسو خلاصوونکو جوړ کړې وو۔ کنه نو جنگ خو جنگ نه وو هسى دلاپو مسابقه وه ۔ اومساوي پايته ورسيده۔

خبره دخاد م الجنايات والاشرار په باب وه چې يوه پيړۍ وروسته يې روح  لکه  د  ((ووتان ))   سر راپورته که  اودکابل په ښار  را دبره شو ۔ په  لوړ منزله ماڼيو يې گزمه وکړه ۔ يو وار بيا يې مريدان اوزوزاد را پورته شو ۔ چې څنگه تر لاسه شوې غنايم وساتي .

خو په  پښتو کې يو متل دى چې وايي کله چې خداى کوم مړى شرموي  نو غول يې  دوينځلو په تخته  درومي ۔

ارام اوويده مړې يې بيا له خوبه را پاڅاوه  اودکابل په کوڅو کې يې سرگردانه کړ ۔ دکابليانو په اذهانو کې يې بيا دامانيه دور خاطرې را ژوندۍ کړي چې څنگه يو قطاع الطريق  يوه مشروع پاچا هي ړنگه اودواک په گدۍ کښيناست ۔ دلته نو  ريگستاني هم دشگو دحرامي مرغه په څير په شگو کې ورک شو اوگل حيدر (( دروس سره په مقاومت )) کې بوخت شو ۔ يو پهلوان پرې سترگي راوايستي همدومره يې ورته وويل : ادم ميشي يا نى ؟ اى مرده تان را از جايکه برامده  به همان جا داخل کنيد ۔اوس  په خادم الجنايات والاشرار هم دا کيسه وشوه ۔ په توره شپه يې کنده ورته وويستله اوپه کې گوزار يې کړ ۔

اوس خبره خلاصه شو  دپيښو راويان  مورخان  جغرافيه پوهان  لکه بطليموس، اقليدوس  دقيانوس ، بيروني  ،دروني  اواعظم سيستاني ټول په دې موافق دي چې نو ر نو دا خبيثه روح چې د نادرخان بابا له تپي راپاڅيد او د ېوي بلي تپي په  لمن کې ښڅ شو د ېوي پيړۍ له پاره دلاپو جگړه هم پايته ورسيده ۔ نور به که خير وي دشر اوفساد نه د کابل د خلکو غوږونه ارام شي ۔ نور خلاصوونکي نه راځي چى په غيږ کې يې ونيسي اودوى زور ووهي ۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *