تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ځانګړو ځواکونو شمېر به دوه برابره کړي او د دغو قواوو اوسنۍ فرقه به قول اردو ته لوړه کړي.
د افغان چارواکو په وینا خاص ځواکونه د دولت له وسله والو مخالفانو سره په جګړه کې ځانګړې وړتیا لري او تراوسه پوري د دغو ځواکونو عملیات خورا بریالي دي.
د ناټو جنرالان هم د افغان ځانګړو ځواکونو مهارت او موثریت ستايي او وايي چې دا ځواک د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو او ټولې سیمې په کچه بې ساری دی.
حاضر دمه د ځانګړو ځواکونو، چې د دفاع وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي، شمېر ۱۷ زره دی خو دفاع وزارت غواړی چې د دغو ځواکونو شمېر تر ۳۰ زرو زیات کړي.
ځانګړي ځواکونه لوړ جنګي مهارتونه لري او معاش او امکانات یې هم تر نورو پوځیانو زیات دي.
دا ځواکونه د مهارت ترڅنګ خورا زړه ور دي، هر ځای چې د دولت د وسله والو مخالفانو په لاس کې وي، له هوا دیسانت کېږي، مخالفان ځپي او بېرته ځي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې خاصو ځواکونو په وروستیو ۹ میاشتو کې لږترلږه ۴۰۰ کلیدي او مهم طالب وسله وال، چې اکثره قوماندانان اوسرګروپان ول، وژلي دي.
دا ځواک د امریکا د سمندري ځواکونو په تقلید جوړ شوي او هماغسي جنګي روزنه ورکړای شوې ده.
واقعا
منډی یې مونږه په ګڼو ولسوالیو کی دشاړو طالبانو څخه ولیدی
افغانان دی ، دافغان د پیاوری ملت پانګه ده ورباندی ویارو