د ځوان او نوښتګر شاعر خالد ریحان شعري ټولګه (وراباڼي) د علمي خپرندویی ټولنې له لورې چاپ شوه.

کتاب ۱۴۶ مخونه لري چې زیاته برخه یې غزل ده، همدا راز څلوریزې او نظمونه او ازاد شعرونه هم لري.

په یاده شعري ټولګه کې د هېواد د تکړه شاعرانو عبدالغفور لېوال، پیرمحمد کاروان او علم ګل سحر لیکنې چاپ شوې چې  د خالد ریحان  د شعر په اړه یې په کې خبرې کړې.

کتاب په ښه کاغذ او ښه کیفیت زر ټوکه چاپ شوی ، د پښتۍ ډيزان یې لمر نیازي او کمپوز او ډیزاین یې انعام الله ګوهر کړی.

خالد ریحان د پکتیکا ولایت اوسېدونکی دی چې اوسمهال په سعودي عربستان کې مسافر دی. هغه  په شعر کې خپله ځانګړې لار لري، په ټولنیزو رسنیو او مشاعرو کې یې شعر له تود هرکلي سره مخامخ کیږي.

د یادونې ده چې علمي خپرندویه ټولنه د پکتیا ولایت په ګردېز ښار کې فعالیت کوي چې تر دې وړاندې یې هم ګټور کتابونه ټولنې ته وړاندې کړي.

1دا هم د ښاغلي خالد ریحان د شعر یوه نمونه :

ستا د غمونو سلسلې دي چې له خوبه یمه
کړې مي ډېري  شوګیرې دي  چې له خوبه یمه

له  زره چاودي انتظاره د بڼو په څوکو
بلې د اوښکو مې  ډېوې دي چې له خوبه یمه

ستا د مړو سترګو د  یادونو د پېریانو اثر
راکړې ڼوله  شپه غوټې دي چې له خوبه یمه

له  اوبو غړپ  سره دې بیا  ترخه بارود  څښلي
رنځورې! ستا مې اندیښنې دې چې له خوبه یمه

ستا د  ورېښمن  مړوند بلا واخلم چې سر پرې  ږدمه
ستا له بنګړیو مې ګیلې دي چې له خوبه یمه

یو څه  ریحانه د زندان د تنهايۍ وېره ده
څه  شرنګیدلې  زولنې  دي چې له خوبه یمه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *