خالد پښتون د شور په نوی پړاو د انتشار او فکري جمود په دې دور کې د پښتو شاعرۍ په هغه مقام ولاړ دی چې د سندریزو احساساتو ترجماني هم کوي او د یو فلسقیانه انداز فکر څښتن هم دی.
د شاعرۍ صنف که د هر چا په خیال هر څه ده! خو مطلب او مدعا يې د تخییل او د تخلیق ښکلی امتزاج دی،
د اعلا پايې تخلیقي کاوشونو سفر همیش د معلوم نه نا معلوم طرف ته وی.
د خالد پښتون شعري موضوعات او لهجه په خپلو همعصرو شاعرانو کې یو ځانله انفرادیت لری، د هغه د شعرونو موضوعاتی ساخت د معلوم نه نا معلوم طرفته روان دی سفر کوی، هم د شعر ویلو دغې ادا د هغه شاعري مابعدالطبعیاتي اړخ ته ډېره نیږدې کړې ده.
هرڅو که د خالد پښتون صیب شاعري د حرکت، تغيير او ارتقا د لفظي او موضوعاتي تکرار نه ډکه پکه ده خو هم دغې طبیعي نظریاتو هغه د مابعدالطبعیات موضوعاتی میدان ته نیږدې کړی هم دی، ولی چې دې مادي نظریاتو سره سره هغه د روحانیاتو هم قایل دی،هغه د وجود او د روح دواړو په حقله ډېر واضح تصورات لري .
ایا کایناتي وسعتونو کې صرف ماده حرکت کوي ؟ یا څه مقصد او غاییت هم موجود دی؟
په دغه حواله هغه د مادي حقایقو سره سره د مابعدالطبعیاتي افکارو نمايندګي هم کوي،
هغه په خپل یو نظم ( د تغییر ټپه ) کې وایي،
زه د ګل وجود نه وځم د خوشبو په ورشو ګډ شم
د هوا په څپو باندې د خپل ځان نه لاس په سر شم
یو ناڅاپه تجلې نه کیفیات د بقا راوړم
بیا د سر په خودۍ چورلم د فنا نه لاس په سر شم
فلسفیانه موضوعات په شعري لباس کښې پیوند کول او د هغې بیان د موضوع د صحت سره راوړل بغیر د غور او فکر نه ناممکن وی، بیا د یو داسې انسان د پاره په دغه فلسفیانه لاره تګ نور هم ډېر زړه ستړی وی، کوم چې د خپل دین سره هم مینه محکمه ساتی، ولی چې د کاینات د مادي نظر یې حرکت، ارتقا، د طبیعي توضیحاتو حساس ذهن د تشکیک د مرحلې نه تیر باسی. خالد پښتون دغه مرحلې د غور او فکر په لاره د مابعدالطبعیات غیږې ته رسولي دي او وایي،
د خدای د ذات پیژندګلو نه علاوه ګلابه
د کاینات بله معنا راکه ما وژړوه
خالد پښتون د حقیقت معنا په ماده کښې نه ویني هغه د دې د معرفت لپاره د مابعدالطبعیات لمنه کلکه نیولې ساتي،
سترګې د عقل، په دې ګوا دي
پهنان که نه وی، عیان به نه وی
یا داسی وايي، چې
زه که قانون د جازبې منمه
زه منکر کله د قدرته یمه
شعري جمالیات او فکري تنوع د خالد پښتون د شاعرۍ خاصه ده، هغه د مینې او انساني عظمت یو افاقي تصور لري، هغه د طبقاتي او مذهبي چوکاټ نه ډیر لرې د انسان او د کاينات رشته لټوي،
مونږ د انسان ښیګړه غوښتې ده ګنا مو کړې
زمونږ جوسې د مذهبونو په اور وسوز یدې
په کاینات کښې د انسان د وجود د معنا لټون هغه داسې نظريې ته نیږدې کړی کوم چې د مابعدالطبعیات په بنیاد ولاړه ده،
خالد پښتون ډېر معتدل شاعرانه حثیت لري د هغه فکري زیار او کړاو د تخییل نه تر تخلیق پورې د هغه د ډېر ذهني او فکري مجاهدې ثمر دی، هغه که یو طرف ته په زړه کې حرکت، تغییر او ارتقا ویني نو بل طرف ته يې د دې د مقصد او غاییت سوالونه هم په زړه کې سر وهی، په دغه بنیاد مونږ دا ویلی شو چې راروان وخت کې به د خالد پښتون صیب فکري تنوع، ندارت او افاقیت سره سره به د هغه مابعدالطبعیاتي تجسس هم پراختیا ومومی،
چې ستا د حسن منترونو وخت په ځای اودرو
د ارتقا لحظه لحظه رانه په شا لاړله
تاج بهادرتاج صوابۍ