تاند- وسله والو موټرسایکل سپرو د خامه پریس خبري اژانس د فارسي برخې پر مدیر رویین رهنوش د چاقو وارونه وکړل او نوموړی یې ټپي کړ.

د خامه پریس له یوې خبرپاڼې سره سم دا پېښه پرون ماښام پنځه نیمې بجې د کابل ښار د څلورمې ناحیې د مارکیټ څلورلارې ته نژدې داسي مهال وشوه چې ښاغلی رهنوش له خپل کارځایه کور ته روان و.

خامه پریس د پېښې په اړه سمدستي څلورمې امنیتي حوزې ته خبر ورکړ او له پولیسو څخه یې د دې پېښې د عاملانو د تعقیبولو غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *