تاند- په کابل کې د خان سټیل د فابریکي د دوهم فاز د بنسټ ډبره نن /سې شنبه/ د یو شمېرافغان چارواکو په حضور کې کېښودل شوه.

د خان سټیل یا د وسپنې ویلې کولو د فابریکې څښتن خان محمد وردک وویل چې د دې فابریکې دوهم فاز به په افغانستان کې د ۵۰ سلنې تعمیراتي سیخونو اړتیا پوره کړي.

د خان سټیل فابریکې لومړی فاز ۳ کاله پخوا په کار پیل کړی و او تراوسه د افغانستان د اړتیا په سلو کې ۳۰ تعمیراتي سیخونه تولیدوي.

د خان سټیل فابریکې خاوند ښاغلی وردک وايي چې سربېره پر دې چې لومړي فاز یې د افغانستان د ودانیو لپاره ډېر سیخونه تولید کړي، ۱۰۰۰ تنو افغانانو ته یې په خپل هیواد کې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

ده وویل، پر دوهم فاز ۲۰ ملیون ډالره پانګونه شوې او د تعمیراتي سیخونو ترڅنګ به تعمیراتي ګاډر هم هم جوړوي.

د خان د سټیل فابریکې د دوهم فاز د بنسټ اېښودو په مراسمو کې د اجرايي رييس دوهم مرستیال انجنیر محمد خان، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا، د معادنو او پټرولیم سرپرستې وزیرې نرګس نهان او یو شمېر نورو دولتي چارواکو او د خصوصي سکټور مسوولانو ګډون کړی وو.

خان محمد وردګ د ملي یووالي حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر محمد اشرف غني له هر اړخیزې همکارۍ او توجه څخه مننه وکړه او زیاته يې کړه چې دولت باید د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره په ورته وارداتو مالي تعرفې لوړې او د حاجي ګک اوسپنې په کان چې اوسمهال یې په داوطلبۍ کې یوه هندي کمپنۍ ګټونکې ده له نوموړې کمپنۍ سره تر خبرو وروسته دوی ته د ګډ کار زمینه برابره کړي.

ښاغلي وردګ همدارنګه و ویل د خان سټیل صنعتي فابریکې تولیدات اوسمهال د ورځې ۲۰۰ ټنه دی چې د دویم فاز په رغیدو سره به ۴۰۰ ټنو ته لوړ شي او د بازار د اړتیا وړ ۵۰ سلنه تعمیراتی سیخ به تولید او د دولت بودیجې ته به د کال تر یو ملیارد افغانیو پورې مالیه ورکړل شي

ښاغلي وردګ وايي، د خان سټیل صنعتي فابریکې تولیدات اوسمهال د ورځې ۲۰۰ ټنه دي چې د دوهم فاز په رغیدو سره به ۴۰۰ ټنو ته لوړ شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا د خان سټیل دا اقدام وستایه او ویې ویل چې اوسمهال په اوسط ډول په کال کې د ۲۳۰ ملیون ډالرو په ارزښت سیخ له پاکستان، ایران، چین، روسیې او نورو هېوادونو څخه را وړل کیږي چې د خان سټیل د دویم فاز په جوړیدو سره به افغانستان تر ډېره په ځان بسیا شي.

د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجينیر محمدخان د خان سټیل پانګونه وستایله او دا یې د هېواد په ځان بسیاینه کې یو مهم ګام وباله او په افغان پانګه والو يې غږ وکړ چې د خان محمد وردګ په څېر په هېواد کې پانګونه وکړي او د کورنیو تولیداتو تر څنګ د حکومت سره اوږه په اوږه خپل مسوولیت ادا او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ښاغلي انجينیر محمدخان د کانونو د را ایستو په برخه کې د یو جامع او هر اړخیز قانون د جوړیدو خبر ورکړ او ویې ویل چې د دغه قانون د جوړیدو په بنسټ به پانګوالو ته د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *