څېړنپوه عبدالرحيم بختانی خدمتګار –
د پښتنو ستر مشر او ملي مبارز خان عبدالغفار خان په ١٨٩٠ ز کال کې د پيښور د هشنغر د اتمانزو په کلي کې زيږيدلى ، او په ١٩٨٧ م – ١٣٦٦ هـ ل کال کې د ٩٧ کالو په عمر په پيښور کې وفات او په جلال آباد کې خاوروته وسپارل شو .
د ١٨٩٠ز کال نه تر ١٩٨٧ ز کاله پورې چې د باچا خان د ژوند کلونه دي په افغانستان ، سيمه او نړۍ کې ډېرې مهمې سياسى ، اجتماعي او تاريخي پېښې شوي دي . د ساري په توگه پر ١٩١٤ز کال لومړۍ نړيواله جگړه پيل شوه ، په ١٩١٩ز کال افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه ، پر ١٩٤٠ز کال دويمه نړيواله جگړه پيل شوه ، پر ١٩٤٧ز کال هند خپلواکي ترلاسه کړه او پر همدغه کال پاکستان منځنه راغى .
په دى مقاله کې د پاچا خان د ژوند په مهال کې د پورتنيو سياسي ، اجتماعي او تاريخي حالاتو او هغو واقعاتو په اړه چې باچا خان پورې اړه لري ، معلومات وړاندي کيږي .
د باچا خان د ځوانۍ پر مهال يعنى پر١٩١٤ز کال لومړى نړيواله جگړه پيل شوه . په دغه وخت کې هند او د پښتنو ډيرې سيمې د انگريزانو تر مستقيم کنترول او حاکميت لاندې وې . افغانستان د انگريزانو غير مستقمه مستعمره وه . همدغه مهال په افغانستان کې د امير حبيب الله خان د سلطنت څوارلسم کال و . په لومړۍ نړيواله جگړه کې افغانستان ناپيلى و او دا ناپيلتوب امير حبيب الله خان د انگريزانو مشوره اعلان کړه . په لومړۍ نړيواله جگړه کې د افغانستان د بيطرفۍ اعلان په اړه د مير غلام محمد په کتاب کې داسى يادونه شوى ده : (( امير حبيب الله خان هنگاميکه جنگ جهانى اول ( ١٩١٤ ) مشتعل گرديد ، دست بسته در انتظار دوستى انگليس نشست و در طى يک دربار عام ( بيطرفى ) افغانستان را اعلام کرد . امير در اين دربار منعقد در قصر ستور با حضور سفير دولت انگليس گفت که : خط و ايسرا صاحب هند در خصوص اخبار کيفيت حرب عمومى اروپا و داخل بودن دولت معظمه برتانيه در اين حرب به حضور ما رسيده و ضمناً بطور اشعار دوستانه نوشته اند که : چون دولت عليه افغانستان از زمان اعليحضرت ضياء الملته والدين مرحوم با دولت معظمه بريتانيا عهد دوستى و پيمان مودت داشته و دارد و در مهمات و مظمات امور خارجه پرسيدن راى و استشاره دولت برتانيا از جمله مواد عهد نامه قرار داده شده و تجديد هم شده است . از آنرو بيطرفى دولت عليه افغانستان را در آين حرب حاضره مناسب تر و موافق تر دانسته . امير بيطرفى افغانستان را اعلان کرد ، در حاليکه در افغانستان هيجان عمومى مردم احساس ميشد . و مردم سرحدات آزاد در خزان همين سال بر ضد استعمار انگليس قيام کردند (١) .
له پورتنيو څرگندونونه په روښانه څرگنديږي چې د افغانستان باندنى سياست په هغه زمانه کې د انگريزانو په لاس کې و او هر څه چې هغوى غوښتل هم هغسيې کېدل او امير حبيب الله خان هم په همدې وضعه باندې خوښ و . د امير حبيب الله خان د دغه سياست په مقابل کې که څه هم مشروطه غوښتونکى ځپل شوي وو ، خو هغوى په پټه د افغانستان د آزادي او د مشروطه نظام د منځته راتلو لپاره خپلى مبارزې ته دوام ورکاوه .
د لومړۍ نړيوالې جگړې په دوران کې په هندوستان او پښتو نخوا کې هم د آزادۍ د لاسته راوړلو لپاره مبارزه روانه وه . په هند او پښتو نخوا کې خان عبدالغفار خان په دغو مبارزو کې فعاله ونډه درلوده . په دغو ازاديپالو مبارزو کې د خان عبدالغفار خان او د هغه د ملگرو د مبارزو په اړه په لاندي ډول معلومات وړاندې کيږي : پر ١٩١٤ز کال کې د لومړۍ نړيوالي جگړي له پيل سره سم د شيخ الهند په هدايت د ترنگزو حاجى صاحب او نور ملگري يې قبايلو ته ولاړل چې قبايل دا نگريز د استعمارى حکومت په خلاف را پاڅوي ، خان عبدالفغار خان په خپل کورپاته شو او دا وظيفه ورته وسپارل شوه، چې د دوى او د هندي ملگرو تر منځ روابط وساتي .
د جگړې په بهير کې د هند د نيمى و چې ډير سياسي ليډران د انگريزانو د حکومت لخوا بنديان شول . شيخ الهند د مالتا په جزيره کې بندى شو . مولانا عبيد الله سندهى کابل ته راغى او دراجه مهند را پرتاب تر صدارت لاندې يې د هند لنډ مهالى حکومت جوړ کړ . مولوى سيف الرحمن . مولوى فضل ربى او مولوى تاج محمد هم کابل ته راغلل او مولوى عبدالعزيز سوات ته ولاړ . خان عبدالغفار خان غوښتل چې کابل ته راشى ، خو انگريزانو ورته خنډونه پيدا کړل او جيل ته واچول شو( ٢ ) .
د لومړۍ نړيوالې جگړې په بهير کې هم په افغانستان او هم د پښتو نخوا په بېلابېلو سيمو کې د آزادۍ د تر لاسه کولو لپاره مبارزه روانه وه . خو دغه مبارزې او جگړې تر واحدې قوماندې او لارښوونې لاندې نه وې ، کله په يوه سيمه کې د انگريزانو پرضد پاڅون کېده کله په بله سيمه کې . د لومړى نړيوالى جگړى په بهير او ترې وروسته ددى سيمى د ټولو سياسى قوتونو لپاره مناسب فرصت و ، چې د انگريزانو څخه يې خپله آزادي ترلاسه کړې واى ، ځکه چې په دغه وخت کې د انگريزانو ټول نظامي او اقتصادي قوت او قدرت په نړيواله جگړه کې بوخت وو ، دغه مهال د پښتنو په سيمو کې ددغو ازاديپالو مبارزو او د هغو د نيمگرتياو په اړه خان عبدالغفار خان داسې يادونه کړى ده : جگړه څلور کاله پس ختمه شوه په دې دوران کې به کله نا کله د پرنگيانو او آزادو قبايلو ترمينځ جنگونه کېدل خو د ټولو قبايلو په يوه سلا او منظمه طريقه به نه وو ، نو ځکه پرنگى ته څه نقصان نه رسېده . چې مومند و به پر پرنکي بريد وکړه وزير ، مسعود او اپريدى به په يو ځاى ناست و او که د اپريدو او انگريزو جنگ به و ، مومند ، وزير او مسعود به خبر نه وو او که د وزير و به ورسره جنگ و ، مسعود چې له وزيرو سره په يوه علاقه کې ژوند تيروى جنگ ته تيار نه و ، مومند او اپريدى خولا په ځاى پريږده ، هر يو به ويل چې دا د هغه جنگ دى ، مونږ يې څه کوو ، په کار دا وو
ټول قبايل په يو تحريک کې تنظيم او ښه تربيه ورکړ شوى واى او ټول يو ځل را پورته شوى واى ( ٣ ) .
د خان عبدالغفار خان له پورتنيو څرگندونو څخه جوته څرگنديږي چې په هغه زمانه کې د پښتنو په سيمو کې د انگريزانو پر ضد منظمه او همغږې مبارزه موجوده نه وه او په دغو سيمو کې د آزادۍ د تر لاسه کولو لپاره کومه واحده رهبري او کوم سياسي سازمان او گوند هم نه وو ، ټول کارونه په طبيعي شکل او پخپل سر باندې روان وو . زما په نظر کېداى شي چې ددغو بې نظميو او خپلسريو اساسى علت د انگريزانو پټه مداخله او همدارنگه د پښتنو په مينځ کې قومي او قبيلوي اختلافات ، اغراض او تضادونه وي .
له لومړۍ نړيوالې جگړې وروسته د انگلستان او نورو اروپايي استعماري هيوادونو په مستعرو کې ملي او آزاديپاله له غورځنگونه پيل شول چې په همدې لړ کې په افغانستان کې هم ازاديپاله ځواکونه فعال شول او د امير امان الله خان په مشريې پر ١٩١٩زکال له انگريزانو څخه خپله آزادي تر لاسه کړه . د افغانستان د استقلال د لاسته راوړلو په برخه کى مهم او اساسي رول د دربار سرى گوند يا مشروطه غوښتونکي نهضت ولوباوه . ددغه نهضت له مهمو اهدافو څخه يو هم د بې سوادى له منځه وړل او د استقلال تر لاسه کول وو . کله چې افغانستان خپلواکي اعلان کړه او باندنيو ملکونه د افغانستان خپلواکي په رسميت و پيژنده . په دغه وخت کې خان عبدالغفار خان افغانستان ته راغى او دلته هغه له غازى امان الله خان او د افغانستان له نورو دولتي مشرانو سره وکتل . ددغو ليدنو کتنو او د پايلو په اړه يې خان عبدالغفار خان داسې ليکي : په کابل کې زموږ تعلقات د نادر خان او دده د کورنۍ سره ډير وو ، دى پخپله وزير دفاع و ، او ورور يې سردار عبدالعزيز خان د معارف وزير وو . څو ورځې پس زه نادر خان ته ورغلم ورته مې ووى زما اراده ده چې د باجوړ آزادو قبايلو ته لاړ شم او هلته د تعليم کار شروع کړم او د پښتنو د بچو د روزلو لپاره قومي مدرسې جوړې کړم ، ستاسلاء او مشوره څه ده ؟ هغه زما د ارايه خوښه کړه ما سره يې په دې خبره اتفاق وکړو . زه د يو څو ملگرو سره د کابل نه جلال آباد ته راغلم ، په جلال آباد کې مې د هاشم خان سره هم سلاء او مشوره وکړه ، هغه هم زما ددې کار سره په ډېر خوشحالۍ اتفاق وکړو او باجوړ ته يې زمونږ د تگ انتظام هم وکړ يو آس يې راکړ ( ٤ ) .
ددې سفر او ليدوکتو نه وروسته خان عبدالغفار خان پريکړه وکړه، چې د آزادۍ د تر لاسه کولو لپاره لازم او ضروري ده چې د پښتنو په ټولو سيمو کې خلک د سواد څخه برخمن شي او همدارنگه ددې کار د سرته رسولو لپاره ضرور ده چې يو سياسي سازمان يا گوند جوړ شي او پرته له دې سياسي فعاليتونه ناشوني دي . هغه په پيل کې د پښتنو په مختلفو سيمو کې د ښوونځيو او مدرسو په جوړولو پيل وکړ ، په دې لاره کې هغه ډېر تکليفونه وليدل ، خو په پاى کې يې ډير برياليتوبونه هم تر لاسه کړه ، د مثال په توگه په دې اړه دى پخپله ليکي : د خالونو په کلى کې اخونزادگانو او پراچگان اباد دي دا دواړه کورنئ ډېر روشنفکره او ښه خلک دي ، دواړه قوم پرست او دولتمند وو ، د دوي په مرسته مونږ دلته يوه مدرسه جوړه کړه او دوي ته مو وويل چې ددې مدرســې د
انتظام د پاره مخفي صاحب را وغواړئ او مونږ ترې دير ته لاړو . دې مدرسي ډير زر ترقي وکړه او په لږه موده کې يې شاگردان څلور سووته ورسېدل د ملکنډ پولټيکل ايجنت د پښتنو د بيدارى سخت مخالف و هغه د دير نواب وغوښت ورته يى وويل چې دې مدر سو او تعاليم مونږ ته څومره مشکلات پيدا کړل ته ځانته دا مشکلات مه پيدا کوه دا مدرسه ورانه کړه . د دير نواب راغى مدرسه يې ورانه کړه او ريې ورته کړو ( ٥ ) .
د انگريزانو او د هغوى د پلويانوله مخالفتونو سره سره خان عبدالغفار خان په دې بريالى شو، چې د پښتنو په ټولو سيمو کې ښوونځي او مدرسې جوړې کړي او ددغو ښوونځيو او مدرسو له جوړېدو نه پس په ډېره لږه موده کې ددغه کار مثبتې پايلې څرگندې شوې او ددغو مدرسو له فارغ التحصيلانو څخه لوى لوى سياسي او فرهنگي شخصيتونه جوړ شول . ددغو مدرسو د جوړېد او د هغو د مثبتو نتيجو په اړه احمد کاکا داسې ليکي : . . . باچا خان په دى ټولو خبرو سوچ وکړو او دې نه پس يې ملا وتړله ، را پاڅيدلو اول يې ورله توجه تعليم طرف ته وگرزوله او په اتمانزو کې آزاد اسلاميه هايى سکول يې جوړ کړ ، بلکې دا سکول نه وو ، دا يو نيورسټى وه . دې کې ديني ، مذهبي ، تاريخي او دنياوي ټول علمونه ښودلى شول او هم پکې سياسي شعور پيدا کيده او هم دى سکول لکه د ماسټر عبدالکريم په شان يو لوى عالم او اديب را پيدا کړو چې هغه د مرگ تر وخته پورې د خپل دماغ ، قلم او ژبې په ذريعه خدمت وکړ ، دا هغه مدرسه ده چې د عبدالولي خان په شان يو داسې سياست دادن پيدا کړ چې ټوله دنيا د هغه په سياست قايله ده .په ټول يورپ اوپه ايشيا کې لکه نور ځليږى . دا هغه مدرسه ده چې دى لکه د عبدالغني خان په شان ديوې لوي پايې شاعر ، اديب فيلسوف او سياست دان پيدا کړ . دا هغه مدرسه ده چې دې لکه د عبدالروف قربان په شان شاعر او سياست دادن په درگى ملاکنډکې پيدا کړ . دا هغه مدرسه ده چې دې لکه سعادت خان ، جليل په شان شاعر او يو بيدار مغز زلمى پيدا کړ چې د مرگ پورې يې د فخر افغان لمن پرې نه ښوده . او دا هغه مدرسه وه چې دې په ټوله صوبه کې د وړو مدرسو يو جال خور کړ چې ددغي ټولو مدرسو مرکز دا تمانزو مدرسه وه. هغسې خو ټوله صوبه کې مدرسې وې ولى په خاص ډول صوابۍ تحصيل ، نو ښار تحصيل ، هزاره ، مردان کې او د قبايلو تر ايجنسو پورې دا مدرسې جوړې شوې وې . ددې مدرسو نه چې هر څومره هلکان فارغ شوو . هغوي چاپه شعرونو او نظمونو ، چا په تقريرونو کې د خپله وسه پورې کار کړى دى ( ٦ ) .
لکه څرنگه چې وويل شول ، خان عبدالغفار خان پريکړه وکړه چې د آزادۍ د لاسته راوړلو لپاره ضرور دى، چې يو سياسي سازمان يا يو سياسي گوند جوړ کړي ، کله يې چې په پښتو نخوا کې د ښوونې او روزنې لپاره پلانونه طرح کړل ، نو د ښوونې او روزنې له پروگرام سره متوازي يې د سياسي سازمان په جوړولو هم لاس پورې کړ او د (( انجمن اصلاح افاغنه )) په نوم يو سياسى او اجتماعي سازمان يې جوړ کړ . ددې سازمان د تاسيس د ضرورت او اهدافو په اړه پخپله باچا خان داسې فرمايى : مونږ په ١٩٢١ع کــــــــال کــــــــــــې د دوستانو په امـــــــداد په اتمازو کــــــې د آزاد سکــــــــول بنياد کښيښوده چې په دې سکول کې قاضى عطاؤ الله ، ميا احمد شاه ،تاج محمد خان ، عبدالله شاه او خادم محمد اکبر زما ملگري وو . د مدرسې ترڅنگه مونږ د پښتنو د غلطو رسمونو او رواجونو د اصلاح کولو د تشدد نه د منع کولو او پکې د قامولى د مينې او محبت د پيدا کولو غرض د اصلاح الافاغنه په نامه يو انجمن جوړ کړو ( ٧ ) .
په لومړى سر کې چې (( انجمن اصلاح افاغنه )) تاسيس شو او د ښووني او روزني پروگرام پيل شو ، ددغه انجمن غړي ٣٠ تنه وو ، خو په ډيره لږه موده کې د دوى شمېر دومره ډېر شو ، چې په ټوله پښتو نخوا کې ددغه انجمن دغړو په مرسته ښوونځي او مدرسې جوړې شوې او د دوى له هلو ځلو مثبتې او ښې نتيجي لاس ته راغلې . ددغه پروگرام د مثبتو پايلو په اړه پاچا خان داسې ليکي : د انجمن په کوشش زمونږ د مدرسې په ملک کې ډېر شاخونه قايم شوي وو ، يو ډېر لوى شوق په پښتنو کې د خپلو بچو د تعليم پيدا شوى و ما او خادم صاحب د هغو معاينه شروع کړه . زمونږ د يوسف زو مدرسې په ډېر ښه حالت کې وې او د هغي ټوله وجه د صاحب زاده خورشيد خان صاحب ، د ادينه او نصر الله جان محنت قرباني او کوششونه وو ( ٨ )
پر ١٩٣٩م کال دويمه نړيواله جگړه پيل شوه او دغه جگړه پر ١٩٤٥م کال پاى ته ورسيده . په دغه اوږده جگړه کې برتانيې هم برخه اخستى وه . سره له دي چې چه جگړه د انگلستان او د هغه د متحدينو په گټه پاى ته ورسېده ، خو په نړيوال ډگر کې دبريتانيې په مستعمرو کې ازاديپالو نهضتونو زور آخستى و ، په هندوستان کې هم آزادي غوښتونکى جنبشونه فعال شول او بريتانوى نيواکگر گران مجبور شوو چې هندوستان ته سياسې خپلواکي ورکړي . د دويمې نړيوالې جگړې له پاى ته رسېدونه وروسته (( د هند د خلکو د آزادۍ غوښتنې د غور زوپرزو او د خان عبدالغفار خان په مشرۍ د خدايي خدمتگارو په ملگرتيا د هند د ملي کانگرس د پرله پسې سياسي منظمو او اصولي مبارزو او د وخت د حالاتو او شرايطو پر غوښتنه د انگريز نيواگگو حکومت مجبور شو، چې هند پرېږدي . برتانوي حکومت د خپلې کابينې څلورتنه وزيران هند ته وليږل ، څلورتنه مشران غړي د کانگرس لخوا او څلورتنه د مسلم ليگ لخوا وټاکل شول د کانگرس په غړو کې خان عبدالغفار خان هم شامل و ، د دوي په گډون د شملې کنفرانس جوړ شو . نو په دې صورت د ١٩٤٦م کال دمى مياشتې نه وروسته د هند په نيمه وچه کې د برتانوي حکومت او د هندي حزبونو ، په تېره د کانگرس او مسلم ليگ تر منځ د سياسي مفاهمو او مذا کرو او د سياسي حل لاري لټولو لوبه شروع شوه .
انگريزانو غوښتل چې هند څو برخې يا لږ تر لږه دوه ټوټى کړي او يوه ټوټه يى د مسلم ليگ تر واکمنۍ لاندې راشي . مسلم ليگ له هغوى سره ملگرى و ( ٩ ) .
د ١٩٤٧م کال د جون مياشتې پر ٣ مه نيټه د هندوستان دوېش او ټوټې ټوټې کيدو لپاره ورکنگ جلسه جوړه شوه . په دې جلسه کې د برتانوى هند وايسراى لار ډمونټ بيټن ، د هند کانگرس ، مسلم ليگ ، خدايى خدمتگار و او د هند د يو شمير نورو سياسي گوندونو استازو گډون کړى و . ددې جلسي د مهمو موضوعاتو او فيصلو په اړه پخپله باچا خان داسې ليکي : . . . په غونډه کې چې گاندهي جي هم د تقسيم طرفدارى وکړه ، نو مونږ ټول حيران پاتى شوو . بله مسله په سرحد کې د ريفرنډم مسله وه . دا مسله هم د لار ډ مونټ بېټين په منصو به کې راغلى وه په دغه خبره هم ډير بحث مباحثه وشوه او دلايل پېش شول ، سردار پټيل او راج گوپال اچاريه دلته په ورکنگ کميټي ډېر زور واچولو او اخر ورکنگ کميټې دا خبره هم ومنله او د ملک د تقسيم او صوبه سرحد کې د ريفرنډم خبره دواړه ومنلى شوى . زه حيران شوم چې دوى دا ټولې فيصلې کړې وې نو دا ما سره يى بيا جرگى او مټنگونه ولى کول ؟
په دې وخت کې ما ورکنگ کميټي ته يو پېشنهاد وړاندي کړو او دامې ورته ووئيل چې مونږ هميشه د کانگرس ملگرتيا کړې ده او لاس مو ورکړى دى اوس که کانگرس مونږ يوازې پرېږدي او له مونږ سره امداد ونه کړى نو په صوبه سرحد به ددې ډير خراب اثر پر ېو ځي که کانگرس خدايي خدمتگار د شرمخانو خولى ته همداسي پريږدي نو دا به د صوبه سرحد سره غداري وي ، د گاندهي جى په زړه باندې ددې پېشنهاد زيات اثر وشو او ويى ويل چې زه به د مونټ بېټن سره په دې مسله خبرى وکړم .
په سباله زه او گاندهي جي ، وايسراى لاړ ډمونټ بېڼى ته ورغلو هغه سره مو خبرې وکړې هغه په دې کې د جناح صاحب شرکت هم ضروري وگڼلو ، څه وخت چې جناح صاحب ، گاندهى جى او زه يو ځاى شو ، نو جناح صاحب وويل چې دى زما ورور دى ، زه ده سره ځان له خبره کوم ، نو ما گاندهي جي ته وويل چې دده داسې خوښه ده ، نو که ستا اجازه وي ، نو زه به ورسره ځان له خبره وکړم ، هغه ماته وويل ډېر ښه . جناح صاحب ماته وويل چې تاسو ته به ( صوباى خود مختاري ) ورکوو خو په دې څه عمل ونه شو ، اصل کې ماته تر دغه وخته پورې دا معلومه نه وه چې د مونټ بېټن ، کانگرس او مسلم ليگ تر مينځه ټولى فيصلي شوي دي ( ١٠ ) .
د باچا خان له پورتنيو ليکنو څخه په واضح ډول څرگندل شو چې د هند دويش په اړه انگريزانو ، کانگرس او مسلم ليک گوندونو په خپل منځ کې د باچا خان د گډون او خبرتيا پرته ، لا د مخه هوکړې ته رسېدلي وو او د ورکنگ کوميټې جلسه تش په نامه يوه تشر يفاتي جلسه وه . همدارنگه په دې جلسه کې د پښتنو د برخه ليک په اړه د ريفرنډم فيصله وشوه .
(( دا ريفرنډم په ډېر مضوعي او تصنفي ډول وشول . د پاکستان او هندوستان د رايو پر صند وقونو باندې قرانکريم او د هندوانو مقدس کتاب (( گيتا ))کېښودل شول . د مسلمانانو په صوبه کې به کوم داسى مسلمان وي، چې له قرآنه تېر شي او بل کتاب ته رايه ورکړي ؟ په دى دليل او په تېرو ذکر شويو اصولي د ليلونو خدايي خدمتگارو او د صوېى ډېرو خلکو په ريفرنډم کې برخه وانخسته ، د پاکستان د حکومت لخوا خان عبدالغفار خان او دولس زره خدايى خدمتگاران با مشقتو جيلونو ته واستول شول )) ( ١١ ) .
د هيواد يو معاصر تاريخپوه د هند دوېش په اړه داسى ليکي : (( به تاريخ سوم جون ١٩٤٧ حکومت برتانيه ، بيانيۀ معروف خود را در باب آزادى هندوستان و تقسيم آن بۀ دو دو مينيون اعلان نمود . . . در بيانيه مذکور حقوق ملى افغانها پامال و چنان فيصله شده بود . که ولايت سرحد ذريعۀ يک ريفرندم الحاق خود را به يکى از دو دومينيون هندوستان و پاکستان تصويب کند .
در مقابل چنين يک فيصلۀ دور از انصاف افغانهاى ولايت سرحد به هيجان آمده ، در تحت قيادت پيشوايان ملى خود تصميم گرفتند که با ريفرندم موعود مقاطعه کنند . متاسفانه کسى به اعتراض ايشان گوش نداده ، ريفرندم به بسيار عجله و بر اساس حق راى فوق العاده محدود ، که بيش از ده فيصد نفوس ، در آن شرکت کرده نمى توانست ، صورت گرفت . در اين ريفرندم از جمله تخمين سه ميلون نفوس ولايت سرحد فقط اسماى سه صد هزار نفر در فهرست آراء ثبت و به ايشان اجازه راى دهى اعطاء شده بود ، و آنهم به ترتيبى سنجش شده بود که قسمت بزرگ آراء بمردمان پنجابى و ديگر ولايات هند ، که در شهر هاى سرحد به شغل تجارت مصروف بودند ، تعلق مى گرفت و اکثريت افغان هاى خالص و ساکنين دايمى اين منطقه از اين حق محروم مى شدند .
با وصف اين تقلبات صريح و با وصف آنکه ريفرندم بدون وجود مراقبين بيطرف ، فقط در تحت نظارت مامورين برتانوى صورت گرفت وبه قضيه يک رنگ مذهبى هند و و مسلمان داده شد . باز هم بيش از نصف آراء به طرف الحاق به پاکستان ظاهر نشد و آراى اکثريت بزرگ اهالى مجهول ماند. اما حکومت برتانيه همين نتيجۀ ناقص را کافى شمرده بر اساس آن حکم الحاق ولايت سرحد را به پاکستان اعلان کرد . . . ( ١٢ ) .
خان عبدالغفار خان د هند له وېش نه وروسته له ١٩٤٨م کال نه تر ١٩٥٧م کاله پورې بندي اويا نظر بند وو او بيا بند څخه خلاص شو او پښتو نخوا ته راغى او ديو نوي سياسي گوند په جوړېدو يې لاس پورى کړ ، چې د دغه گوند په شاوخوا کې نور سياسي سازمانونه هم يو ځاى شول . ددغه گوند د تاسيس په اړه على خان محسوب پخپل کتاب کې داسې يادونه کړې ده : (( شپږم ستمبر ١٩٥٦م کال کې يې خپل تاريخى عدالتى بيان په تحريرى شکل کې عدالت ته پيش کړو ، ليکن ددې با وجود ، باچا خان عدالت په جيل کې واچوه ، او بيا ٢٥ جنورى ١٩٥٧م کال کې آزاد شو، او بيا يې A.N.P نېشنل عوامي پارټي جوړه کړه . په دى گوند کې ټول د استعمار ضد گوندونه او تنظيمونه را جمع وو ، سند هاري کميټى ، آزاد پاکستان پارټى ، خدايى خدمتگار ، سند متحده محاذ او سابقه مشرقي پاکستان نه د بها شانى عوامى ليگ شامل وو )) ( ١٣ ) .
باچا خان د پاکستان له جوړېدونه وروسته يعنى د ١٩٤٨م کال نه د خپل عمر تر پايه پورې د پاکستاني واکمنانو پر ضد مبارزه کوله او د خپل قوم د حقوقو د لاس ته راوړلو لپاره په مبارزه کې وو ، د همدې بر حقې مبارزې پر سر هغه خپل ډېر عمر د پاکستاني واکمنانو په زندانو کې تېر کړل، سره
له دې چې د زندان ژوند ډېر تريخ او له کړاوه ډک وو ، خو هغه ددغو تکليفونو په مقابل کې په ټينگه ولاړ وو . باچا خان له زندان نه بهر خپل قوم او خپلو ملگرو ته داسې توصيه کوله : ما پسې د هېڅ قسم غم او فکر مه کوئ ولې چې زه خدايي خدمتگار يم او که چېرې الله ته زما د وجود نه د خپل مخلوق څه خدمت اخستل منظور وي نو ماله به ښه او روغ صورت را کړي . دا څه نوى سلوک نه دى، چې گڼې ما سره يوازې کېږي . دا خو زړه طريقه ده او د دنيا تاريخ ددې قسم واقعاتونه ډک دى .
زما قيد بې شکه د تکليفونو نه ډک دى . ليکن به غير د تکليفونو نه څه کيدى نشى . خلقو چې د الله تعالى په لاره کې څومره تکليفونه تېر کړي دي د هغه په مقابله کې زما تکليف خو څه تکليف نه دى .
دعا راته کوئ چې الله تعالى ما په دې امتحان کې پاس کړي ، صحت را کړي او ددې قابل مې کړي چې د هغه د مخلوق خدمت وکړاى شم ( ١٤ ) .
د خان عبدالغفار خان د زمانى سياسي او اجتماعى حالات او حوادث ډير دي ، او ددې دورې د ټولو حوادثو څېړنه په يوه مقاله کى نا لنډول ناشونې خبره ده په دې مقاله کې هغه سياسي او اجتماعي حوادث چې د خان عبدالغفار خان له ژوند او مبارزى سر مستقيم اړيکې درلودې په ډيره لنډه توگه بيان شول ددى مقالې په ليکلو سره ددې سيمې ددې دورې تاريخ چې د خان عبدالغفار خان د ژوند او مبارزې پورې يې اړه درلوده تر يوې اندازى پورې روښانه شو . ددې مقالې په لوستو سره ددغو موضوعاتو مينه وال او څېړونکي کولاى شي، چې نورې څېړنې هم وکړي او ددې دورې واقعات او حوادث چې د باچا خان او د هغه کورنۍ او د هغه د ملگرو د مبارزو او کوښښونو سره اړه لري نور هم روښانه او واضح کړي .
سرچينې او اخځليکونه
1.غبار ، مير غلام محمد ، افغانستان در مسير تاريخ – کابل ، ١٣٤٦ هـ ش ( ص ٧٣٩ ) .
2.بختانى خدمتگار ، سرمحقق عبدالله – د سولې او آزادۍ قهرمان خان عبدالغفار خان کابل – ١٣٦٦ هـ ش ، ( ٧ مخ ) .
3.خان عبدالغفار خان – زما ژوند او جدو جهد – کابل – کابل – ١٣٦٢ هـ ش ( ١٣٣ مخ ) .
4.پورتنى اثر – ( ١٧٦ – ١٧٧ مخونه ) .
5.پورتنى اثر – ( ١٧٨ – ١٧٩ مخونه ) .
6.احمد، خدايي خدمتگار تحريک ، لومړى ټوک ، کابل ، ١٣٦٩ هـ ل د سرحدونو چارو وزارت، ( ١٧٧ – ١٧٨ مخونه
7.خان عبدالفغار خان زما ژوند او جدو جهد ، ( ١٨٣ – ١٨٤ مخونه ) .
8.پورتنى اثر – ( ٣١٢ مخ ) .
9.د سولې او آزادۍ قهرمان ، ( ٣١ مخ ) .
10.زما ژوند او جدو جهد ( ٧٣٣ – ٧٣٤ مخونه ) .
11.د سولى او آزادى قهرمان ( ٣٤ مخ ) .
12.مجموعه مقالات بنام (( مبارزه خونين مردمان افغانستان در راه آزادى )) – ترتيب کننده گان مجموعه : نجيب الله (( تورو وايانا )) و عبدالشکور حکيم . مقاله سيد مير محمد صديق فرهنگ تحت عنوان : ( مسله پشتونستان ) – چاپ کتابفروشى فضل ، پشاور _ ١٣٨٧ هـ ش- ( صفحات ٢٨٦ – ٢٨٧ ) .
- محسوب – علي خان – له پير روښانه تر باچا خانه پورې د پښتنو ملي مبارزې ته کتنه – پېښور ، دانش خپرندويه ټولنه – ( ٧١٤ مخ ) .
- بختانى خدمتگار – سرمحقق عبدالله – د خان عبدالغفار خان ليکونه ، لومړى برخه ، کابل ١٣٦٣ هـ ش ( ٦٠ مخ ) .
- بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۹) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۸\ ۱۳۹۳