له محور ورځپاڼې په مننې

په هر هېواد کې د وسله والو ځواکونو دندې معلومې دي او په څو برخو وېشل کېږي. د هېوادونو د سرحدونو ساتل، د بهرني تهدید له منځه وړل، د قانون تنفیظ او ثبات ساتل دي. دا دندې په استخباراتو، پولیسو او اردو وېشل شوې دي.

د سرحدونو ساتل او د بل هېواد یرغل د اردو دنده ده. که څه هم زموږ په هېواد کې سرحدي پولیس هم د سرحدونو ساتنه کوي، خو د هېواد دفاع د اردو دنده ګڼل کېږي. د هېواد په سرحدونو کې سرحدي پولیس او په دویم قدم کې ملي اردو ځواکونه پراته دي.

سرحدي پولیس پولې ساتي او کوچني تهدیدونه له منځه وړي، خو لوی بریدونه او یرغلونه بیا د ملي اردو دنده ده چې له منځه یې یوسي او یا یې په مقابل کې دفاع وکړي.

تېره اوونۍ پاکستاني هوايي ځواکونه د افغانستان حریم ته را ننوتل او لږ تر لږه درې څلور ساعته یې افغانستان په وقفه يي ډول بمبارد کړ. د پاکستان دا عمل په ښکاره یو یرغلیز برید و او دفاع یې د ملي اردو په غاړه وه، خو کله چې زموږ د دفاع وزیر ښاغلي بسم الله محمدي ولسي جرګې ته خبرې کولې، د دفاع په اړه یې ډېرې بې مسوولیته خبرې وکړې او وویل چې موږ ته ولسمشر د برید امر نه و کړی.

دا نو اوس په کوم قانون او منطق جوړه خبر ده؟ دا داسې معنا لري لکه یو چا چې د کور په دروازه کې ساتونکي ګمارلي وي، غله کور ته را اوړي او غلا کوي، خو ساتونکي څه نه ورته وايي او د کور د مالک امر ته په تمه وي. نو د دې ساتلونکیو دنده څه شی شوه؟ ښاغلی د دفاع وزیر! ستا ځواکونه چې په سرحد کې پراته دي، ښه فوق العاده اعاشه ورته حواله ده او تنخواګانې پر خپل وخت اخلي او ستا په ګډون قوماندانان دې له بېلابېلو مدرکونو څخه میلیاردر شول، دنده مو څه ده؟

که په هر وخت کې د ولسمشر امر ته منتظر یاست، نو پراته ولې په سرحد کې یئ، کابل ته راشئ خپلو کورونو کې واړوئ، ولسمشر چې امر وکړي بیا له کابله هم ورتلی شئ، هسې خو هم د ولسمشر امر اوونۍ نیسي.

تر کومه چې موږ پوهېږو وسله وال ځواکونه په دا ډول مواردو کې حتا د ملي دفاع له وزیر څخه هم د برید امر نه اخلي. د ځواکونو دنده د خاورې او حریم ساتنه ده، کله چې څوک پر حریم تېری کوي باید ځواب ورته وویل شي. په بل هېواد برید، د جګړې پیل او دې ته ورته لوی مسایل د وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان (ولسمشر) امر ته اړتیا لري، اما د خاورې ساتل د هېچا امر ته اړتیا نلري دا د هر سرتیري دنده ده.

که دلیل د وسلې نشتوالی وښودل شي، بیا هم پر ځای ځکه ندی چې چورلکه په آر پي جي راکټ هم را نسکورېدی شي. زموږ ملي اردو د چورلکې د را غوځولو وسلې (مدافع هوايي) لري چې په ډېرې اسانۍ سره هغه رانسکورولی شي.

د ښاغلي محمدي له وینا څخه دوې خبرې ښکاري؛ لومړی خو دا چې هغه یو غیر مسلکي دی، په پوځي اصولو نه پوهېږي یا خو دا چې له ګاونډي سره هغه د (دال)اړیکې اوس هم لري. که نه نو باید جدي ځواب ووايي، که دی پکې ښکېل نه وي له خپلو سیمه ییزو قوماندانانو څخه وپوښتي چې ولې دوی حداقل یو فیر هم پر چورلکه ونه کړ؟

ولسي جرګې ته پکار ده چې موضوع هسې پرې نېږدي او تعقیب یې کړي، سیمې ته پلاوی ولېږي، څېړنه وکړي او حقیقت ځان ته معلوم کړي. دا کوچنی موضوع نده، دلته د یوه غیرتي ولس د ناموس مساله مطرح ده. د دې خاورې هر بچی هره دقیقه چمتو دی چې د خپلې خاورې او ناموس په خاطر هر ډول قرباني ورکړي. د چارو مسوولین مو که په دندو کې غفلت یا خیانت کوي د خلکو استازي باید جدي پوښتنې ګروېږنې ترې وکړي.

که ورته پېښه په کوم بل هېواد کې شوې وی، نه یوازې د دفاع وزیر به یې استعفا کړې وی، بلکې لومړي وزیر او ولسمشر به یې هم له ملت څخه بښنه غوښتې وی. خو زموږ هغو بیا پخپلو چوکیو دومره مین دي، چې نه خپل او نه د هېواد حیثیت ورته اهمیت لري. ولس له حکومت څخه د ورته برید غوښتنه نه کوي، بلکې حد اقل دومره خو دې وکړي چې د برید پرمهال غبرګون وښيي او هغه سیمې چې برید ترې کېږي په نښه کړي او یا یې چورلکې ر�� وغورځوي.

دا عمل هېڅ ډول امر او هدایت ته اړتیا نلري، د ځان دفاع د هر چا مسلم حق دی او دوی هم کولی شي له دغه حق څخه استفاده وکړي. که دا بریدونه همداسې بې ځوابه پاتې شي، د پوځ په سر کې مو داسې بې زړه او مذبذب مشران واکمن وي، وېره دا ده چې د اردو په لیکو کې د ځوانو سرتېرو مرال به کمزوری شي او د هېواد د ساتنې په لار کې به یې احساس ته صدمه ورسېږي.

هره تکراري پېښه اهمیت له لاسه ورکوي او کلیشه کېږي، خدای مکړه پر افغانستان بریدونه زموږ سرتېرو ته کلیشه جوړه نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *