ژباړن: خالد ملکزی-

په ګډ ژوندانه کې ځیني (routine) یا ورځیني کارونه او عادتونه دخاوند او مېرمنې تر منځ پر عاطفي اړیکو باندې بدې اغېزې شیندي، او د دواړو ژوند د اندېښنو او کړاوونو سره مخامخ کوي، چې  ددې شونتیاؤ په نیتجه کې کې د دواړو تر منځ مینه او محبت ورځ تر بلې مخ په کمیدو او ورکیدو شي، په ځانګړې توګه د خاوند مینه له مېرمنې سره، نو کله د خاوند او مېرمنې تر منځ خپلمنځي مینه او یارانه ورکیږي؟   

غواړو  دلته په دې لیکنه کې د ۵ هغو بنسټیزو او مهمو نښو نښانو په مناسب لنډیز سره یادونه وکړو چې له کبله ئې د دواړو تر منځ د محبت بله ډيوه تته او خاموشه کیدلای شي.

1: هر کله که خاوند مېرمنې ته ارزښت ورنه کړي:

هر کله که یوې مېرمنې  دا وانګیرله چې خاوند ئې په کورنۍ چارو کې مرسته ورسره نه کوي، د درندو څیزونو  په بارولو کې ورته د مرستې لاس نه ورغزوي، د بیماریدو او رنځورتیا پر مهال ئې کلک مراقبت او څارنه نه کوي، او په نورو ژوندنیزو چارو  کې هم کوم ځانکړې ځیرنه او پاملرنه نه ورته کوي….. دا او دیته ته ورته نورې کړنې د دوي ترمنځ په عاطفي فقر باندې دلالت کوي، او دا په حقیقت کې دخطر هغه څراغونه دي چې ترمنځ ئې د دمینې د فقدان لوري ته اشارې کوي.

۲: هر کله که خاوند د مېرمنې په خپلسري چارو هیڅ نیوکه ونکړي:

نوو څیړنو دا جوته کړیده چې نارینه د خپلو احساساتو او مشاعرو د څرګندولو لپاره له حیرانونکو  او خندونکو اسلوبو څخه کار اخلي، په ځانګړې توګه د هغه چا سره چې بې کچې مینه او لیوالتیا ورسره ولري.

دغه څېړنې وائي  چې نارینه د خپلې مېرمنې سره د میني او عاطفې د څرګندولو لپاره د هغې پر کړنچارو  نیوکه کوي، او  دهغه نارینتوب غیرت دا نه مني چې د مېرمنې د خپلسري چارو او سلوکو په وړاندې دې اعتراضانه برخورد ونه کړي، چې ددې کړنې څخه ئې اساسي موخه  ځانپالنه نه، بلکې د مقابل لوري پاملرنه  د ځان په لوري را اړول وي. نوکه  خاوند د مېرمنې د یو لړ تصرفاتو په وړاندې چوپتیا غوره کړي، دا ئې ورسره د میني پر کمښت یو کروړلې دلیل دی. 

۳: هر کله که ځان ته  ډیره پاملرنه کوي:

 کله کله خاوند د نورو پر ځای ځانته ډیره پاملرنه  کوي، چې  دا لورینه او پیرزوینه ئې پر ځانپالنې دلالت کوي، او ددې ښودنه کوي چې دخاوند مینه ئې د مېرمنې سره مفقوده او تر منځ ئې د عاطفې غوړیدلې لمن مخ په ټولیدو ده.

۴: ځیږې خبرې:

هر کله که خاوند خپله مېرمن په خپل اصلي نوم سره راوبولي، پر وړاندې ئې  د میني او عاطفې څخه ډک او خواږه کلمات ( زما ګرانی….) ونه کاروي، ناز ئې پر اوږو  وانخلي، او ددې ټولوپر ځاې ورته  زیانمنې او ځیږي خبرې وکړي، نو دا ئې ترمنځ د مینې د ګراف په راټيټیدو باندې دلالت کوي.

۵: هر کله ورسره د ګډ چکر او سفر څخه انکار وکړي:

هر کله که خاوند د کور پر ځای بهر وخت تېرولو ته ډېر لیواله وي، تل له دوستانو سره په چکر او سفر کې بوخت وي، د مېرمنې د خپلو خپلوانو د ډلئیزې لیدنې کتنې څخه بیزاره وي، او ددې پر ځای د دوستانو په لټون پسې لالهانده وي، نو د خاوند دا ډول امتزاج د مېرمنې سره په عاطفي فقر باندې دلالت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *