دا ناول د هند نامتو ليکوال (کرشن چندر) د (غدار) په نوم په اردو ژبه ليکلی او نسيمې باري د (خاين) په نوم په پښتو ژباړلی او تازه په کندهار کي د ميوند کلتوري ټولني له خوا خپور سوی دی. دا يو تاريخي ناول دی چي په اردو ادب کي خورا مشهور او د هند د نيمي وچي د وېش کیسه بیانوي. کله چي پاکستان د انګرېزانو په لاس جوړېږي، نو سمدلاسه په پاکستان کي د مذهبي او سياسي سوداګرو په لمسون پر هندوانو، سيکانو او نورو مذهبي اقليتونو باندي ډول ډول ظلمونه کېږي، هم سر، هم مال او هم يې عزت لوټېږي.
په هند کي هم ورته بشري ناورين جوړېږي. پر مسلمانانو باندي د هندوانو، سیکانو او نورو نامسلمانانو مذهبي مشرانو په لاس د لوچه ګانو جنګي ډلي جوړېږي او پر مسلمانانو باندي ډول ډول ظلمونه کوي. په نتيجه کي مسلمانان او نامسلمانان سخت په تکليف کېږي، نامسلمانان له پاکستانه هند او مسلمانان له هنده پاکستان ته کډي کولو ته اړایستل کېږي، خو د کډي کولو پر مهال تر دې هم له ستري فاجعې په منګولو کي ښکېل کېږي.
د کډوالو قافلو ته وسله والو لنډغرو لاري نيولي وي، ځوانان يې وژني، پر ښځو جنسي تېری کوي او مالونه يې لوټي. په کتاب کي د لاهور (هيرا منډه يي) هم ښه انځور شوې ده. يو هندو په لاهور کي د ځان ژغورلو لپاره ځای لټوي، يو مسلمان کبابي يې انډيوال وي، هغه ورته وايي چي ستا فلانی، فلانی او فلانی مسلمان انډيوال د فلانۍ فاحشې په کور کي مېله جوړه کړې ده. هندو د خپلو پخوانيو مسلمانانو انډيوالانو د نومونو په اورېدلو ډېر خوشاله کېږي او د فاحشې کور ته ورځي. کله چي فاحشه هندو ويني، نو د جهاد وینه يې په جوش راځي او غواړي چي هندو له دې امله ووژني چي کافر دی.
ليکوال دې وېش او مذهبي افراطيت ته له انساني زاويې ګوري او په منصفانه ډول دواړي غاړي ملامتوي، د دې چټلي او سپېرې سياسي سوداګرۍ پړه د هغه وخت پر مزدورو سياسيونو او مذهبي دوکاندارانو ور اچوي او د عام ولس پر بېچاره ګۍ اوښکي تویوي. د يادوني وړ ده چي تر دې مخکي د نسيمې باري دوه نور کتابونه هم چاپ سوي دي. يو د (بلا سيوری) لنډي کيسې او بل (د خاورو ډېوه) په نوم لنډي کيسې دي چي له اردو ژبي څخه راژباړلي سوي دي.