شک نسته چې په افغانستان کې جګړه یوازي په پاکستان، طالب او کورنۍ بې مسولیته ملیشو منحصر نه ده بلکې نور مرموز ځواکونه او نور هیوادونه هم په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول ښکېل دي له همدې کبله یوازې پاکستان نسي کولای له افغان حکومت سره په تفاهم سوله رامنځ ته کړي. سربیره پر لویو قدرتونو سیمه ییز ځواکونه، عربي هیوادونه او کړۍ هم په افغانستان کې د جګړی په دوام کې په مختلفو اندازو سهم لری. نو ځکه اړینه ده د افغان حکومت پالیسی د سولی په هکله تکامل وکړی او تر پاکستان ها خوا نور هیوادونه د دوی د موثریت په تناسب د سولی او تفاهم په بهیر کې سهیم کړی په دی صورت کې چی عینی بڼه رامنځ ته کوی یوازی پاکستان ته اړتیا نسته او نه یوازی پاکستان د جګړی د مهار کولو توانمندی لری کېدای سی پاکستان صرف یو د ټوپ اچولو تخته وی نو ځکه اړینه ده چی د تفاهم او خبرو اترو دایره وسعت کسب کړی البته چی دا وسعت په دوو استقامتونو کښی موثریت لرلای سی.
لمړی : د افغانستان او پاکستان د خبرو په بهیر کې امریکا باید د دریم با مسولیته اړخ په توګه مستقیم شریک و اوسی د دی ګډون یا شراکت لپاره موجه دلایل هم شتون لری. په روانه جګړه کې د امریکا د مستقیم او بالفعل ګډون ، امریکا او ناټو په ملیارډونه ډالر په سیمه کې یوازی په پوځی برخه کې لګولی دی، امریکا په تیرو دیارلس کلونو کې مستقیم د یوه جنګی اړخ په توګه په روانه جګړه کې ښکېل ؤ، امریکا په افغانستان کې وسولی او ټیکاو ته په کراتو ژمنتیا څرګنده کړی او بالاخره امریکا د افغانستان سره پر پوځی حضور برسیره امنیتی توافقنامه لری نو ایا د ده د حضور پرته امکان لری چی افغانستان او پاکستان سوله تامین کړی؟ همدا اوس امریکا پر افغانستان او پاکستان ږغ وکړ چی د تفاهم له لاری د سولی لاری چاری ګړندۍ کړی مګر بهتره به داوی چی د یو سمبولیک ږغ کولو پرځای مستقیم دری اړخیزه خبرو اترو ته کښینی ترڅو متوقع پایلی ترلاسه سی.د یادونی وړ ده چی غربی متحد هیوادونه هم په خپل منځ کې په جلا جلا برخو کې مختلفی ګټی لټوی او داسی بیلګی تر سترګو سویدی چی د امریکا او انګلستان تر منځ د ګټو تضاد په ګوته کوی په داسی حال کې چی انګلستان هم د افغانستان په جګړه کې د انسانی تلفاتو تر څنګ اقتصادی ضایعات په کافی اندازه زغملی دی نو ایا بهتره به نه وی چی برتانیه هم د یو موثر ښکېل اړخ په توګه د خبرو اترو بهیر ته انکشاف ورکړی او د څلورم اړخ په توګه ګډونکونکۍ اوسی؟ په دی صورت کې به بی له شکه توازون او همږغی د ګټو رامنځ ته سی او د یقینی سولی لاری به همواره سی.
دوهم : بله لاره هماغه د خبرو اترو د دایری کافی پراختیا ده چون دا دایره ډیر هیوادونه په ځان کې را نغاړی نو بهتره به وی د افغان سولی بهیر د ملل متحد په چوکاټ کې تنظیم سی ترڅو چین ، هند ، روسیه او ایران هم ګډون ولری په هغه صورت کې به له یوی خوا د مرموزو ښکېلو شبکو هویت محفوظ پاته سی هغه چی ځینی هیوادونه یی د افشا سره موافق ندی او هم به د لویو هیوادونو حیثیت نه چلینج کېږی مهمه لا داچی نننۍ نړۍ ته به یو مثبت پیغام ورسیږی چی ګواکی ستر هیوادونه د نړۍ و امنیت ته ژمن پاتی او لکه څنګه چی د جګړو د تنظیم توان لری د سولی راوړلو توانمندی هم لری په نتیجه کې به سوله د مطمینو بنسټونو په لرولو واقعی رنګ خپل کړی. که پر پورتنیو دوو جهتو کار و نسی یوازی پاکستان او پاشل سوۍ طالب سوله هیواد ته نسی راوړلای او تجربو ښوولی ده چی پاکستان د خپلی تل پاتی پالیسی پر بنسټ هیڅکله په دیپلوماسی کې صداقت او ښه ګاونډیتوب ته ځای نه دۍ ورکړۍ نو ځکه په کلونو د وخت ضیاع د جګړی نوی ډولونه او نوی ابعاد زیږوی.
پورتنۍ دوی لاری د ځواکمن سیاست یا فعاله دیپلوماسۍ په نتیجه کې ممکن کېدای سی تر هرڅه وړاندی افغانستان باید ښکېل اړخونه په سوله باورمند کړی په دوهم قدم کې د لویو سیمه ایزه او فرا سیمه ایزه قدرتونو اعتماد کسب کړل سی او دا اعتماد هغه وخت ممکن کېدای سی چی افغان حکومت خپل د جوړښت یو والی ، مظبوط والۍ او و ملی ګټو ته عملا وفاداری په ډاګه کړی په هغه صورت کې به ددی زمینه برابره سی چی افغان دیپلومان خپلی ملی ګټی د نړۍ د ښکېلو هیوادونو د ګټو سره همږغی یا هماهنګه کړی او شک نسته چی د دی فکتورونه عملی کېدل ځواکمن او په ځان متکی سیاسیون غواړی. که په اداره کې د اختلافاتو ځولۍ ورځ تر بلی ډکېږی که په خپل سری ملیشی د حکومتی چارواکو تر سیوری لاندی سامبالیږی که چور چپاول، غصب ، فساد، تجاوز او موازی سلطنتونه پراخیږی که کار نا اهله او کم سواده افرادو ته سپارل کېږی که د مالیاتو څخه سرغړونی د مشرانو په دود بدلیږی نو هیڅکله به ګاونډیان ،سیمه او نړۍ د افغان حکومت پر پالیسی باور منده نسی.
مهم سوال دادۍ چی ایآ پاکستان په خپل مټ او ټټر کولای سی چی د طالب په تجهیز او اکمال ټوله ناټو د امریکا په ګډون یوه لسیزه چلنج کړی؟ ایا پاکستان د ناټو په وړاندی د طالبانی جګړی د تمویل توانمندی لری؟ پداسی حال کې چی لکۍ یی د امریکا او انګلیس تر پښو لاندی ده او د کاله یونیم ملیارده دالره امریکا د پاکستان د پوج د تجهیز او تکامل په موخه هغه هیواد ته ورکوی نو دا جګړه د چا په پانګه تمویل کېږی؟ خلاصه باید دی نتیجی ته ورسیږو چی سوله او جنګ په افغانستان کې د پاکستان په لاس نه بلکه یو لوی او مرموز سیمه ایزه برنامه ده چی پاکستان یی د امتیاز په مقابل کې مخ ته بیایی.
که سوله یوازی په پاکستان او طالب منحصر و ګڼل سی نو پایلی به ځکه قاطع سوله رامنځ ته نکړی چی یو اړخ د جنګ به پاکستان سولی ته راوبولی اما نور نوی اړخونه به د جګړی بهیر ته په تفاوت دوام ورکړی چی په نهایت کې به نه ملی ارمان پوره سی او نه به په سیمه کې ټیکاو تضمین کړی. سر له اوسه له یوی خوا په طالبانو کې انشقاقونه رامنځ ته سول او هره ډله د سولی په وړاندی په مختلفو دریځونو وویشل سوه او له بلی خوا د نوی جګړه ایزه جوړښتونو ګنګوسی ورځ تر بلی زور اخلی چه هغوی بیا د پاکستان د توان څخه بهر عمل کوی . ایا د داعیش ظهور په افغانستان کې د نوی جګړو سامبالښت ندۍ؟ ایا د طالب منزوی کېدل او د داعیش ظهور چی د پاکستان او ورسره هیوادو نوی ستراتیژی ګڼل کېدای سی کوالی سی سوله په یقینی مفهوم تامین کړی ؟ نو ځکه د پاکستان څخه د سولی طمع یوازی د ځان غلطیدل او یا تسکینول دی نه موخی ته رسیدل. افغانان باید درک کړی چی جنګی حالت یوازی د طالب په وجود کې نه خلاصه کېږی بلکه کورنی جګړه ایزه جوړښتونه چی دری لسیزی د جنګ اصلی عامل تشخیص سویدۍ هم و هیواد او ولس ته ګواښ دۍ .
ګران عارض صابه، څرګه چه تاسی هم اشاره کړی ده ، خبره په دی کشی ده چه که چیری زموژ وینه تویه نشی او جنګ دوام ونکړی، نو دا اسالحه چه تولیدیږی نو چیری به مصرف شی؟ او تر هغه چه موز خلګ هوشیاریګو ګوندی چه پیړیو ته ضرورت وی. اوس کله د یوو نوم او ورپسی به بله نامه توطیی به جوړیږی او خصوصا دا د اروپایانو توطیی دی چه اسناد ءی هم زما په لاس کښی دی. شپون صاحب ته معلوم دی چه له ۱۹۸۰ نه را په دی خوا می لیکونه کړی دی او مهم خلګ می لیدلی دی، خو اول دا چه د اروپا اقتصادی ګټه یوی خوا نه او بلی خوا نه اروپا د دویم جهانی جنګ نه را په دی خوا هڅی کوی چه امریکا ړنګه کړی او خپله د جهانی لوی قدرت وګرځی. کیسه اوږده کیږی خو دری یا څلور کاله مخ کی د آلمان ریس جمهور چه د اقتصادی ګتی اعتراف یی وکړ ورپسی مجبور کړای شو چه استعفا دی وکړی. تر هغه چه موږ هوښیاریګو وینه زموږ تویږی! دا طالب یا داعش یا القاعده او نور یی ټول اروپایی تولید ات دی څرنګه چه مخ کښی له دی مارکسیزم او لینینیزم یی منځ ته راوسته. تاسی به خبر شوی یاستی چه ۳۱»۲ کاله پخوا په داګه شوه چه خبیث لینن د آلمان جاسوس وو.
سلام
حا فظ واېې چې :
الا ايها الساقي ادر کاسا و نا ولها
که عشق اسان نمود ولې افتاد مشکلها
د مشکلها په دې برخه کې داسې نور فکتورونه شته چې د خبرو اترو له بحثه اوړي هغه داچې کوم فکتورونه چې ضروردي ، هياتي، مهم دي، او هېڅ ډول پلمه نه مني
ولس مشر وويل چې کار به اهل کارته سپارل کيږي اوس د رباني له ځوي هسابوه
ولس مشر وويل چې سهامي شرکت به نه وي اوس دشرکت برخي په بهرنيو هېوادونو کې ګوره
ولس مشر وويل چې سوله اوس د سولې مکانيزم ته ګوره
ولس مشر وويل چې امن او امنيت اوس ېې ګيلو او ګذزارو ت ګوره
همدارنګه ګونګ خلک د سولې په شورا چې اصلا د سولې په پروسه هېڅ نه پوهيږي
په پاى کې سياست د افغانستان په قضاياوو کې د يوه ابزار په توګه ډير زيات دخيل دى او دا هېڅکله د افغانستان د ولس درد، رنج، کړکېچ، نشي حل کولاى ښه به داوي چې رښتيا سره ووايو او هغه فکتورونه غوره کړو کوم چې دولس د پرمختګ، سولې، سوکالي، يووالي، رىښتني عزت خبره وي
فساد، سهامي شرکت، نا اهله او اپورتونيست وزيران، فاصلې او خالي وعدې، د دولت او خلکو تر منځ فاصلې هغه لاملونه دي چې د حافظ شعر ېې لا مثال نه دى خو بيا هم د مشکلها خبره د همدې ډلو ټپلو په ذمه کې دى