ښاغلی خالد چې اصلاٌ دکندهار ولایت اوسیدونکی دی او اوس په امریکا کې ژوند کوي شپږ ورڅې وړاندې کندهارته راغلی دی چې نن سهار کابل ته د راتلوپرمهال دکندهار په هوایي ډګر کې د ملي امنیت کارکونکو لخوا ونیول شو. د کندهار د والي ویاند د ښاغلي خالد دنیول کیدو دلیل په بینوا ویبپاڼه کې د والي په اړه د یوشمیرلیکنو خپریدل بولي.
د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه د کندهاردځایي ادارې دغه کړنه په کلکو ټکوغندي او یو ناقانونه عمل یې بولي ځکه چې که په ښاغلي خالد باندې دغسې کومې ادعا وجود درلود نو باید له قانوني لارو یعنې د رسنیزو سرغړونو دکمیسیون او یاهم نورو ورته ادارو له لارې دغه قضیه پرمخ بول شوې وای. د والي په امر د ملي امنیت ادارې له خوا د یوه خبریال نیونه په هیواد کې له نافذه قوانینو سره په ټکر کې عمل دی.
کمیټه دکندهار ولایت له ځایي ادارې نه غواړي چې ښاغلی هادي دې پرته له کوم قید اوشرط نه خوشې کړي او که ورباندې کومه ادعا لري نو له قانوني لارو دې تعقیب کړي.