د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د شویو تاوتریخوالو رپوټ خپور کړ. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د راټولو شویو معلوماتو له مخې د ۲۰۱۸میلادي کال لومړۍ شپږ میاشتې په افغانستان کې د خبریالانو لپاره په وروستیو ۱۷کلونو کې ترټولو خونړۍ موده وه.

په دغه موده د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۹ قضیې ثبت کړي دي چې ۱۱ پکې د خبریالانو د وژنې پیښې دي. دغه ثبت شوي موارد د ۲۰۱۷کال د همدې مودې په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښیي چې هغه مهال کمیټې د تاوتریخوالي ۷۳پیښې ثبت کړې وې. د اپریل د ۳۰مې پیښه چې پکې خبریالان په مستقیمه توګه په نخښه شول له دغو پیښو څخه تر ټولو لویه او درنه هغه وه.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې رییس نجیب شریفي وویل « موږ د ګواښونو او تاوتریخوالو د خورا چټک زیاتوالي په خاصه توګه د ترهګرو له لوري په مستقیمه توګه د خبریالانو په نخښه کولو په تړاو سخت اندیښمن یو. د ګواښونو زیاتیدا نه یوازې دا چې د رسنیو حالت نازک کړی دی بلکې د رسنیو ترمنځ د ځاني سانسور لامل هم شوی په ځانګړې توګه د هغو پیښو د پوښښ په برخه کې چې د ترهګرو ډلو جنایتونه پکې شامل وي. موږ یوځل بیا له ښکیلو اړخونو څخه غواړو چې پر خبریالانو له برید کولو څخه ډډه وکړي ، ځکه چې هغوی په هیڅ یو اړخ پورې تړاو نه لري.»

سره له دې چې دغه رپوټ کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي په اړه خبرې شوي د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مطبوعاتو او بیان د ازادۍ په اړه هم معلومات پکې شته. د معلوماتو د ورکړې په برخه کې د ورځ تر بلې زیاتیدونکو ستونزو په پام کې نیولو سره، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په دغه برخه کې د ستونزو د اواري په خاطر حکومت ته مشخص وړاندیزونه کړي دي. کمیټې له حکومته غوښتي دي چې د پیښو په اړه په ځانګړې توګه د تروریستي پیښو په اړه دې خبریالانو ته ناسم او غیر دقیق معلومات نه ورکوي.

د بیان ازادي د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغان حکومت لویه لاسته راوړنه بلل کیږي، کمیټه د افغانستان له نړیوالو همکارانو غواړي چې افغان حکومت سره د مطبوعاتو د ازادۍ او خبریالانو د امنیت د خوندیتوب برخه کې همکاري وکړي. همدارنګه ددغې لاسته راوړنې ساتنه باید د حکومت او مقابل لورو ترمنځ د سولې د خبرو د اجندا په سر کې ځای ولري ، ترڅو افغانستان وکولای شي د بیان ازادي چې د ډموکراسۍ، ښیې حکومتوالۍ او بشري حقونو په برخه کې یې لرلي وساتلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *