میرویس جلالزی

افغان خبریالانو او د خبریالانو د ملاتړ افغاني ټولنو په کابل کې د یک ټلویزیون د خبریال وهل ټکول په شدیدو الفاظو وغندل.

افغان پولیسو او نورو امنیتي کسانو د سې شنبې په ورځ د کابل په فروشګاه سیمه کې د یک خصوصي ټلویزیون فلم اخیستونکی کلیوال نیازی په دې جرم، چې ولي يې په سیمه کې له چاودنې وروسته عکسونه او فلمونه اخیستل، وهلی ټکولی او په شدیدو الفاظو یي ګواښلی دی.

ویل کیږي چې د ښاغلي کلیوال کمره او ورسره نور وسایل د امنیتي کسانو له لوري مات کړای شوي دي.

د یک ټلویزیون یوه چارواکي عبدالله خنجاني ویلي چې د دوی خبریال په داسي حال کې وهل شوی چې د کابل امنیه قوماندان هم په سیمه کې موجود وو.

د افغانستان د خبریالانو د خونديتوب کمیټې او د خبریالانو ملي ټولنې دا پیښه غندليې او پر حکومت یې غږ کړی چې د دې خودسریو مخه ونیسي.

د خبریالانو د مصونیت کمیټې ویلي اوسني برید ته په کتو داسي ښکاري چې له دې پس به خبریالان د حکومتي چارواکو په مخکې د خپلې مقدسي دندې د اجرا کولو پر مهال وهل کیږي.

د یادې کمیتې له لوري یوه خپره شوې اعلامیه وايي چې د ورته بریدونو دوام او له خبریالانو سره د حکومتي چارواکو او ټیتپوړو مامورینو ورته کړه به په ملک کې دننه د خبریالۍ وضیعت نور هم پیچلی کړی او خلک به له هغه حق څخه محروم کړي چې د بیا آزادۍ ته خپلواک لاس رسی ورته ویل کیږي.

تر اوسه پوري د کابل امنیه قوماندان جنرال رحیمي او د نورو هغو اورګانونو چارواکو چې د کلیوال سره یې بد برخورد کړی په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان خبریالان په ناحقه د پیښو په ځای کې وهل کیږي.

افغانستان د خبریالانو لپاره د خطرناکو هیوادونو په کتار کې مخکښ ځای لري او تیر کال بیا هم پکې له خبریالانو سره د زور زیاتي ډیري پیښي ثبت شوي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *