د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوال ي د مخنیوي په موخه کمپاین
افغانستان په تیره یوه لسیزه کې د بیان او رسنیو د ازداۍ دپراختیا په برخه کې اوږد واټن وهلی دی. په دغې برخه کې لاسته راوړنې په واقعیت کې کولای شو د افغانستان دخلکو ترټولو لویې لاسته راوړنې وګڼو. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د شمیرو له مخې په هیواد کې دامهال ۱۰۰ټلویزوني چینلونه،۱۷۵راډیوګانې او شاوخوا دوه سوه چاپي رسنۍ اوویب پاڼې فعالیت کوي.
خو باید له یاده ونه باسو چې دغه لاسته راوړنې دیوه درانه قیمت په بدل کې ترلاسه شوې دي. له ۲۰۰۱کال راهیسې ۳۸خبریالانو او د رسنیو کارکونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.هرکال د خبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالي پیښې زیاتیږي او حکومتي کارکونکي ددغو تاوتریخوالو د یوې لویې برخې مسوول دي. د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټې(AJSC )شمیرې ښيي چې په ۲۰۱۳میلادي کال کې دخبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي شپږ اویا پيښې رامنځته شوې دي چې ۶۸٪سلنه دغو پیښو کې حکومتي کارکونکي مسوول پیژندل شوي دي.
د ۲۰۱۴کال له پیل نه راپه دیخوا دافغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټې دخبریالانوپروړاندې د تاوتریخوالي 17 پیښې ثبت کړې دي چې ددغه شان پیښو په کچه کې دتیرکال دهمدغه وخت په پرتله د ٪۳۰.۸ زیاتوالي ښکارندویي کوي.دافغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه داسې انګیري چې کیدای شي ۲۰۱۴کال کې به دخبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالي کچه دپام وړ لوړوالی ومومي ، چې دغه شان حالت رسنۍ او د بیان ازادي په افغانستان کې له سختو ننګونوسره مخ کوي.
دا دخبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي دختمولو او دخبریالانو دخوندیتوب لپاره دهغوی دهمغږي کولوپه خاطریوانټرنټي کمپاین دی. هیله کوو چې په دغه کمپاین کې له موږ سره یوځای شئ. په دغه کمپاین کې ستاسو ونډه اخیستنه په افغانستان کې د رسنیو دپایښت لپاره خورا ډیرمهم او حیاتي رول لري.
کې د رسنیو دپایښت لپاره خورا ډیرمهم او حیاتي رول لري