تو ژورناليست استی يا قاضی ؟ !

 راډيو ته د راتګ به مې ايله يوه اوونۍ كيده. لا مې دوې مياشتې امتحاني دوره وه . زيار مې اېست، چې ډېر او ښه كار وكړم، څو مسوولين را نه راضي او په کار کې مې کومه ستونزه او خو را پیدا نه کړي.

دا هغه وخت و، چې  د ولسمشرۍ لپاره په لومړي ځل  ۱۳۸۳ ټاكنې كيدې او هر كانديد به ډېر خوشحاليده، چې كوم خبریال ورسره مركه وكړي، ځکه هغه وخت ايله څو د ګوتو په شمير رسنۍ وې، نو په همدې اساس يې ارزښت هم ډېر وو.

په سهارني (مجلس ) كې راته دنده راكړل شوه، چې  دهزاره توکمه او د حزب وحدت ګوند له یوه مشر حاجي حاجي محمد محقق سره مرکه وکړم . ميني ډیسک (ټيپ ) يې راکړ او نوره خبره خلاصه شوه . هیڅ نه پوهیدم ،چې څه وکړم ؟  حتی په دې هم نه پوهيدم، چې محقق چيرته اوسي او څنګه يې پيدا كړم. هغه مهال  ټيلفونونه ډېر كم وو، ماهم نه  لاره ، زموږ يو تن همكار ، چې خپله هم هزاره و دا ستونزه را هواره او د محقق د كورادرس يې راكړ. زه نو نوى دفتر ته راغلی وم او د ډيموكراسۍ هم دومره وخت نه كيده، چې سړی دې له پتلون او نور و بلاو بترو سره بلد وای . ساده کالي او سپنه خولۍ پر سر د محقق د کور پر لورې و خوځيدم . د نوموړي کور د کابل ښار د درېمي کارتې په پل سرخ سیمه کې وو. د محقق کورته ،چې ور نيږدې شوو ، ګڼ کسان يې د کور مخته ولاړ وو، یوه وسله وال زموږ موټر ته د درېدو اشاره وکړه ، زه ورکته شوم .

ـ ژورناليست استم ، كتی محقق  صيب مصاحبه دارم
ساتونكی، چې پلنګي دريشي يې اغوستې وه  او روسي كله كوف ټوپك ور سره و وويل:

ـ ازكدام جای امدی ؟
ازرادیو (     )ـ
ـ امی جا ایستاد باش، مه بريت احوال ميتم
دا د خداى فضل و، چې د دفتر د پيژندپاڼې (کارت) پوښتنه يې ونه كړه، ځكه هغه مې نه لاره .

ساتونکى كورته ننوت، ډېر وخت يې تيركړ، يو بل تن له كوره راووت

ـ محقق صيب در يك جلسه است، اگرمي تواني فردا بيه
ما ورته وويل:

مصاحبه خيلي ضروری است وبه اقای محقق خيلی فايده دارد!
سړى ددې خبرې په اورېدو چورتي شو، څو شيبې وروسته يې وويل:

ـ خو شما باشيد، مه باز می بينيم
له دې سره دا سړی هم كورته ورننوت، لږه شيبه وروسته لومړی ساتونكی په منډه  له كوره راووت

ـ اقای محقق برای شما وقت داد،  اجازه است اول امی بيكیت ببينم ؟
د بكس تر ليدو او تلاشۍ وروسته ساتونكی تر مخ او زه ورپسې د كور دوهم پوړ ته وختو. هلته يې په يوه كوټه كې د كيناستو اشاره راته  وكړه ، په دې كوټه كې ګڼ شمير نورو خلکو هم له محقق سره د ليدو انتظار اېست، ولحظې وروسته يو تن، چې ملكي دريشي  يې اغوستې وه راغی او ويې ويل

ـ ژورنالست كی ست ؟
يوه تن زما  لوري ته د لاس په ښورولو ور وپيژندلم، راته ويې كتل او د ور تلو اشاره يې وکړه. په دهليز کې يې د زينو تر څنګ د يوې كوټې ور راته پرانيست، دا كوټه دمحقق دفتر و. په كوټه كې هيڅوك نه وو، تر كيناستو وړاندې مې له همدغه كس څخه پوښتنه وكړه

ـ شما كی هستين؟
ـ مه سكرتر اقای محقق استم
ـ خيلی خوب
په دې كوټه كې لوكس كوچونه او شيشه يې ميزونه ايښي وو. پريوه څوكۍ كيناستم، څو شيبې وروسته دروازه خلاصه شوه ، محقق، چې شنه چپنه يې پر اوږو اچولې وه، كوټې ته راننوت. تر ستړي مه شي وروسته مې ځان ورو پيژانده. دا نو د خبريالۍ په ډګر كې  زما لومړۍ مركه وه. تر دې مخكې مې حتی كومه امتحاني مركه هم نه وه كړې، لاسونه مې رېږدېدل، له بكس نه مې مني ډېسك، مايك او يوه كتابچه را وايستل او پرميز مې كيښودل

ـ محقق صيب ما در بخش پشتو كار ميكنم ومصاحبه نيزبايد به زبان پشتو باشد
ـ اما مه که پشتوبلدنیستم؟خندا……….
ـ اما ما مجبورهستیم.
ـ يك نفر اينجه است كه پشتو بلد است
سكرتر ته يې وويل

ـ بروفلانی ( …  ) را صدا كو
ما هم خپل شيان (مني ډېسك او مايك) چمتو كړل، لږ مې زړه پيدا كړ، په دې ډاډه شوم، چې كه زما لومړۍ مركه ده نو محقق هم لومړی ځل دی چې پښتو خبري کوي. څو شيبې وروسته يو ځوان راغی، ترسلام وروسته د محقق تر څنګ كيناست. محقق مخ را واړواه

  ـ شروع كو بخير
ـ ولې مو ځان كانديد كړ؟
بخاطری كه مردمم مى خواهد ……………………..نوموړي يو شمير نورې خبرې هم ،چې ياداشت كړې مې نه دي ووکړې.
زما بلې پوښتنې د نوموړي احساسات راوپارول

ـ تاسې د خپلمنځي جګړو پرمهال د يوه مهم ګوند (حزب وحدت ) له مشرانو څخه وئ، چې د ډيرو وژنو تور پرې پورې دی او د ټاكنو كميسیون هم وايي، چې د هغو كسانو نومونه به د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه لرې كړي، چې يا له وسله والو سره لاس و لري او يا هم په پخوانيو جنګونو كې ښكيل وو؟
نوموړي بيا ځوان ته وروكتل، هغه پوه كړ، يو څه په مشكوك نظريې را وكتل

نه خير! درجنګ های  داخلی مه در شمال كشور بودم، هيچكس ثبوت ندارد كه مه دراين جنګها دست داشتیم ـ
ما نو دا ځل بيدون له دې، چې متوجه شم، چې زه بايد پښتو ووايم په ماته دري مې ترې وپوښتل:

ـ خی مردم كه ميګه به نظر شما دروغ است ؟
بلی بعضی مردم مي خواهند مه را بدنام كنند ….ـ
ــ مگر در سر مردم ميخ زدن، آن ها را در كانتنرها سوختاندن كه همه مردم به یاد دارندچتودروغ بوده میتوانه؟
دا پوښتنه نه وه غضب و، محقق له ځايه پورته شو:

_ تو ژورناليست استی يا قاضي؟ والله گه  قاضی امی رقم سوال كنه
د همدې جملې په ويلو سره د دروازې لوري ته د وتلو په نيت روان شو، لا به دروازې ته نه وو رسيدلی، چې غږ مې پرې وكړ

_ محقق صيب ! اگر جواب نه ميتي پروا ندارد، مگر برای مردم امی موضوع گنگ ماند ؟
په قهر قهریې راوكتل، هيڅ يې ونه ويل او له دروازې ووت، ځوان او سكرتر دواړه په غصه وو

سكرتريې وويل

ـ ای چی رقم سوالات بود، اينجا جورنالستان میه یه دستهای محقق صيب را می بوسه تو دیگه چی  جورنالست هستی ؟!
_ بايد حقايق گفته شود
سړی نورهم په غصه شو

ديگه دفعه احتياط كنی كه همین رقم سوال نه  كنی _
_ تشکرازرهنمایتان
خپل شيان مې را واخستل او په بيك كې مې واچول. له كوټې، چې راووتم، دهليز ټول له وسله والو كسانو ډك و، ټولو راته بد بد كتل، ته وايې، چې كوم لوى جنايت مې كړى وي..د محقق له كوره، چې راووتم موټروان راته منتظر و، موټروان د شمالي ټلوالې پخوانی غړی و، چې له حزب وحدت سره يې څو وارې په کابل ښار کې جنگونه كړي وو.

راته کړل يې

ـ خو تو كتې محقق مصاحبه داشتي؟
ـ بلی
په موټركې مې ټوله كيسه ورته وكړه، د كوڅې تر اخر سره مې سترګې ترشا نيولې وې، ډريور، چې ښه پوخ چرسي و، د حزب وحدت او د  دوی ( شمالي ټلوالې ) ترمنځ د جنګ كيسې راته پر ټوله لاره کولې. دفتر ته په رسيدو مې يوڅه د ارام سا واخيسته.

که څه هم مرکه نمګرې وه ، خو د مسوولينو ډېره خوښه او دهمدې ورځې په پنځه بجې دراډيو له څپو خپره شوه. دمرکې په هغه برخه کې ، چې محقق يې ځواب نه وو راكړی يادونه وشوه ، چې محقق ددې پوښتنې په ځواب كې څه ونه ويل او له كوټې ووت .تر دې وروسته مې هم څو ځله له محقق سره مركې وكړې، خو هغه مرکه مې د خبریالۍ په ډګر كې لومړۍ او ډېره جالبه وه . اوس، چې كله محقق پر تلويزيون وينم، هغه خبره يې كټ مټ راياده شي، چي ويل يي (تو ژورناليست استی يا قاضی) ؟ ترڅنګ یې پردې هم فکر کوم، چې زموږ سیاستوال څومره بې حوصلې دي  په نوره نړۍ کې که څوک پر چا بې ځایه تور هم پورې کړي په ډېره سړه سينه ترې دفاع کوي  او په منطقي دلایلو یې ردوي.خوپه افغانستان کې چې چا ته خپلې پخوانۍ کړنې هم وریاده وي ته واداعدام سزا ورته اوروې .

محقق همداسې جنجال برانګيزه څېره ده ، نوموړي نن بیا په دای کنډي کې خپل سيال داکټر اشرف غني ته سپکاوی وکړ ، فکر کوي د خلکو د توجو وړ خبره يې کړې ،خو خلک په دې پوهيږي ،چې انتخاباتي اخلاق يې ډېر ضعیفه دي .

0 thoughts on “د خبریالۍ خاطرې؛ محمد محقق/ شفیق همدرد”
  1. یو کس تردی څومره نور ذلیله کیدای شی چی د ټولو دښمنو هیوادونو د غلامۍ، د هغه هیوادونو د استخباراتو سره د کار کولو او ورته د جاسوسۍ ویاړ ولري؟

    1. شفیق همدرد صا حب ! ډیره په زړه پورې لیکنه مو کړیده خدای (ج) دې خو شاله اوږد ژوند در کړې خو !!! زما په اند ټوله خصوصا دغه ډلې چې دهیواد په ورانولو او اسلا مې جنګونو کښې برخه اخیستې ده او ځان ته یې سوچه مسلما نان او تر نورو یې ځان ته ښه مجا هدین ویل ټو له دګا ونډیانو لاس پوڅې او دخدا ی په غضب اخته وه. دخدای غضب دې پر مزا رې ، محقق ، سیاف ، ګلبدین ، ربا نې او……..پر دوی وشې. زموږ هیواد، زموږ هیواد وال ، زموږ غنې تا ریخ خونخوارو کمونیستانو او دغه دچوکۍ وږې تش په نا مه مجاهدینو تباه کړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *