ختن د اوسني چين د سين کيانګ برخه ده، چې ايغور قبايل پکې اوسېږي. په لرغوني پېر کې د دې ځای خلک ساکان توکمه وو، چې وروسته يې بودايي دين منلی و.
د دې ځای خلکو د آرياني کورنۍ په يوه ژبه خبرې کولې، چې ختني ورته وايي. ختن د ورېښمو پر لار پروت مهم ښار و، چې ترکان يې ورته متوجه کړل. د لسمې زېږدې پېړۍ په دويمه نيمايي کې چې مسلمانو قراخانيانو(ايلک خانيانو) ختن لاندې کړ، د بودايي مذهب راهبان تبت ته وتښتېدل.
د ختيځ ترکستان دې برخې ته د ترک نژادو راتګ ډېر مهم نقش ولوباوه. د ترک نژادو په راتګ دا سيمه د ختيځ ترکستان په نامه ياده شوه او وروسته چې چينايانو ورمخه کړه؛ نو د آريانا له خاورې بهر ووته؛ خو بيا هم دا سيمه د مغولستان، چين، منځنۍ آسيا د هېوادونو، افغانستان او هند ترمنځ پرته سيمه وه، چې د ترک نژادو د واکمنۍ پر مهال يې ډېرې سيمې رانغاړلې.
دا سيمه د ترک نژادو مهم مرکز و. په ترک نژادو کې سامانيان، غزنويان او مغول شامل وو. دې ترکانو په افغانستان، فارس او هند کې لويې واکمنۍ او فرهنګونه جوړ کړل، چې يوازې سياسي نه، بلکې هنري واک يې هم لاره.
د مغولو د وخت مصوريو ته که ځير شو، مغولي څېرې پکې وينو، کلچه مخونه، غټې سترګې، نرۍ ملاوې او غوښن لاسونه يې مهمې ځانګړنې دي. په دې کې داسې انځورونه هم شته، چې له درباره بهر جوړ شوي؛ خو بيا هم پکې د مغولي دربار د مصوريو تقليد له ورايه ښکاري.
د انځورګرۍ د هنر دې ځانګړنې شاعرۍ ته هم مخه کړې. په کلاسيکه پارسي شاعرۍ کې د غټو سترګو، نرۍ ملا، سروې قد ستاينه وينو او که چېرته د هغه دور په شاعرۍ کې د راغلې ښځې(محبوبې) څېره(سکېچ) وباسو، له مصوريو سره به يې چندان توپير ونه وينو. ښايي د دې يوه مانا دا وي، چې هنرونه يو بل اغېزمنوي. شونې ده، چې شاعر او انځورګر د يو بل له پنځونو استفاده وکړي؛ خو يو بل څيز ته مو هم متوجه کوي او هغه دا چې په دې دواړو کې د ښکلا د ماډل د يوشانوالي تر شا يو ځواک لاس لري او هغه مغولي دربار دی.
داسي شاعران او انځورګر هم وو، چې له دربار سره يې تړاو نه درلوده؛ خو بيا يې هم په شاعرۍ او انځورګرۍ کې مغولي ښايست وينو او دا راته وايي، چې د يوه څيز په ښايست کې ځواک لاس لري. د ځواکمن او واکمن پوړ ښکلاييز ذوق پر ټولنه اغېز شيندي. خلکو ته هغه څيز ښکلی ښکاري، چې لوړ پوړ او مسلط فرهنګي جريان پکې ښکلا ويني او هغه څيز ورته بدرنګ برېښي، چې ځواکمن ترې کرکه کوي.
په پارسي شاعرۍ کې د ختن ترکې، مشک او هوسۍ ستايل شوې دي. حافظ وايي:
يا رب آن آهوی مشکين به ختن باز رسان
و آن سهی سرو خرامان به چمن باز رسان
دل آزرده ما را به نسيمی بنواز
يعنی آن جان ز تن رفته به تن باز رسان
سعدي:
آن کيست کاندر رفتنش صبر از دل ما می برد
ترک از خراسان آمدست از پارس يغما می برد
شيراز مشکين می کند چون ناف آهوی ختن
ګر باد نوروز از سرش بويی به صحرا می برد
خبره دا ده، چې ښايسته نجونه ګنې يوازې په ختن کې دي؟ يا دومره ښايسته دي، چې د بلې هېڅ سيمې ښايست نه وررسېږي؟ او همدا راز د هوسۍ او د مشکو کيسه هم. د دې پوښتنو ځواب يوازې همدا دی، چې د ختن تر شا ځواک ولاړ دی او بيا چې د ترک توکمو دربارونو له لارې شاعرۍ ته راغلی؛ نو په يوه ادبي دود(روايت) اوښتی. هر شاعر د تېرو شاعرانو د ښکلا د ماډل په کاپي کولو کې هنر ليدلی. البته د پخوانۍ شاعرۍ يوه مهمه ځانګړنه مبالغه وه. شاعر به هڅه کوله، چې تر تېر شاعر په مبالغه کې يو ګام مخکې لاړ شي، چې ښه شعر وليکي؛ نو ملا يې د مېږي تر ملا پوري نرۍ کړه. نرۍ ملا د مغولي ښايست نښه وه.
په پخوانۍ شاعرۍ کې “ترک” د “ښکلي” په مانا کارېده. حافظ وايي:
اګر آن ترک شيرازی به دست آرد دل ما را
به خال هندوی اش بخشم سمرقند و بخار را
دا “ترک” له “ترک قوم” سره اړيکه لري. د سامانيانو په وخت کې ترکي غلامان او وينځې خرڅېدي، چې ډېرې ښکلې به وې. وروسته دې غلامانو واک ترلاسه کړ او د ترکو د ښايست ستاينه د وخت غوښتنه وګرځېده، ځکه نو “ترک” د “ښايسته” انډول شول او د ډېرو ژبو په ادبياتو کې دا ماډل د معيار په توګه ومنل شو.
په پښتو شاعرۍ کې هم د ختن د ترکو ستاينه وينو. څرنګه چې پارسي درباري ژبه وه؛ نو پر سيمه ييزو ژ بو يې اغېز جوت و. پښتو شاعرانو فکر کاوه، چې ښه شاعر هغه دی، چې د ښکلا په ماډل کې د پارسي شاعرۍ دقيق تقليد وکړای شي. شاعرانو هنر په ژوند کې نه، په روايت کې ليده؛ خو خوشال داسې شاعر و، چې روايتونو ته يې د شک په نظر وکتل او د ختن د ترکو ماډل يې کټ مټ ونه مانه، بلکې د خپل فرهنګ د ښکلا ارزښتونه يې راڅرګند کړ:
پښتنې جونه مې وليدې په سترګو
څوک چې ترکې د ختا ستايي خطا دي
د خوشال په شعر کې د درباري ښايست پر وړاندې بغاوت وينو. نوموړی دې خبرې ته متوجه کوي، چې شاعران چې څوک ستايي هغه د ختا ترکې دي، پښتنې نه دي او خطا دي.
پښتو شاعرۍ ته د ختن د ترکې راتګ د پراخ فرهنګي اغېز کيسه کوي، چې يو مسلط فرهنګ چې له سياسي واک او اقتصادي ځواک برخمن وي، څرنګه له دربار نه راوځي او واړه فرهنګونه اغېزمنوي او څرنګه واړه فرهنګونه د ښکلا د خپل ماډل پر ځای د مسلط فرهنګ ماډل ته اهميت ورکوي. په دې ترتيب په دې پوهېږو، چې د هر ارزښت تر شا ځواک حاکم وي؛ خو بيا د خوشال غوندې يو لوی سړی پيدا شي، دا تابو ماته کړي، د حاکم فرهنګي جريان پر مخالف لوري لاړ شي او خپلو تجربو ته اهميت ورکړي.
سلامونه،
د ښیراز سعدي دا بیتونه هم ډیر مشهور وو.:
سعدیا روز ازل حسن به ترکان دادند++ زلف پرچین،کمر نرمه به ایران دادند
ادب و ناز و کرشمه همه با مردم هند +++ ڼنګ و ناموس و شهامت به افغان دادند!
*پښتو ژباړه ېې:
ای سعدي! د ازل ورځې څخه ېې ښایست تُرکانو ته ورکړ++ پریشانه زلفې ، پَسته “نرمه” ملا ېې ایران(فارس) ته ورکړه
ادب،ناز و اداګانې ېې ټولې د هند خلګو ته ..+++ ڼنګ او ناموس او غیرت ېې افغان ته ورکړل!
په درنښت ؛ شنبه ۳/نومبر=۲۵ صفر المظفر= ۱۲ لړم=عقرب / بروسل