د ختیځو ولایتونو د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو شمېر زیات شوی

تاند- د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې له لوړو زده کړو سره د نجونو لېوالتیا د تېرو کلونو په پرتله څو ځلي زیاته شوې ده.

سږ کال د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو د ښوونکي د روزنې په موسسو یا دارالمعلمینونو کې تر ۲۰۰ زیاتې نجونې شاملې شوي دي.

که څه هم دا شمېر له مرکزي او شمالي ولایتونو سره د پرتلې نه دی خو د ننګرهار ولایت د ښوونکو د روزنې د موسسې رييس محمد داوود ابراهیم خېل وايي چې په دې دارالمعلمین کې د نجونو محصلانو شمېر په سلو کې ۶۰ زیات شوی دی.

د نورستان، کونړ او لغمان ولایتونو د پوهنې د ریاست چارواکي هم په خپلو ولایتونو کې د نجونو محصلانو د شمېر د زیاتېدو خبره کوي.

د افغانستان په ښوونځیو کې ښځینه ښوونکو ته زیاته اړتیا ده. یو شمېر کورنۍ نه غواړي چې لوڼو ته یې نارینه ښوونکي درس ورکړي. د طالبانو د واکمنۍ په موده کې نجونې له تعلیمه محرومې کړای شوې ځکه اوس د افغانستان په ښوونځیو کې د نجونو ښوونکو شمېر لږ دی.

ډېری کورنۍ وايي، که د سختدریځو ډلو وېره نه وي د اکثرو خلکو فکر بدل شوی او غواړي چې د هلکانو په شان پر نجونو هم زده کړه وکړي.

د افغانستان په اکثرو پښتني سیمو کې تعلمیي وضعیت خراب دی، په ځانګړي ډول په ډېرو جنوبي سیمو کې نجونې له زده کړو بې برخې دي.

همدااوس په ننګرهار کې ۱۶۰۰ نجونې په پوهنتونونو او دارالمعلمینونو کې په زده کړو بوخت دي. په کونړ کې ۵۰۰، په لغمان کې ۶۰۰ او په نورستان کې ۱۰۰ نجونې لوړې زده کړې کوي.

One thought on “د ختیځو ولایتونو د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو شمېر زیات شوی”
  1. دا تصویر زموږ د انستیتوت دي چي د کندهار انستیتوت په نامه یادیږي په کندهار کي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *