د غزل پسرلی له دې نړۍ لاړ

په ډېرې خواشینې سر خبر شو ، چې د هېواد نامتو او وتلی شاعر استاد محمد صدیق پسرلی ورپېښې ناروغې له امله د تل لپاره له دې نړۍ سترګې پټې کړې .

انا لله و انا الیه راجعون..

ختيځ ادبي بهیر ملګري د استاد په مړینه ځانونه غمجن بولي ارواښاد ته د فردوس جنت، کورنۍ او مینه والو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي .

جوته ده ، چې استاد پسرلی د پښتو غزل هغه سرلاری و ، چې په خپله شعري ژوند کې یې ډېرې ستړې وګاللې ، خو د شعر روح ته یې ډېر خواږه ور ډالۍ کړه .

اروا دې ښاده وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *