ختیځ ادبي بهیر خپله پرلپسي ۱۰۵ ناسته وکړه ، د دې ناستي پيل د دیدار ساپي په تلاوت سره وشو ، دریځ چاری له حامد غورځنګ سره وي .
د ناستی مشرانو میلمنو څوکیو ته لیکوال او شاعر عرفان الله کوټوال او خوشال مومند وغوښتل شوه او د کوربه پر څوکۍ ورسره نقیب احمد اتل کیناست .
د تیري ناستی ګزارش ابوبکر علیزي ولوسته ، نقیب احمد اتل په ګزارش د خبرو کولو لپاره پورته شو په لمړیو کې د خپلې غیري حاضرۍ یادونه وکړه ورپسي يي په ګزارش خبري وکړې ، اتل ویل کزارش چټک ولوستل شو ، د ځینو کلمو يي سم تلفظ ونه شو او ګزارش يي وستايي ، ضیاء الدین همت مل ګزارش ډير وستایي یادونه يي وکړه چی د ریکارډر په نشتون کي ښه ګزارش لیکلي دی او ويي ویل چي علیزي لاهم په دغه برخه کي لارښووني ته ضرورت لري او د بهیر د ګزارش په لیکولو يي نوي خو پیاوړي یاد کړ.
باز محمد عابد هم لمړي د ګزارش ستاینه وکړه او د ریکارډ په نشتون کی د ګزارش ټولي جملي په پوره ډول راخیستل يي د یوه پیاوړی ژورنالیست کار یاد کړ ، عابد ویل چې د کره کتنې برخه په ریپوټ کی کمرنګه راخیستل شوي وه ، زیاته يي کړه د ګزارش عنوان باید له متن سره توپير ولري.
کریم باور بیا ګزارش او ګزارشګر دواړه وستایل ګزارش يي له خونده ډک وباله او د ګزارشګر د ویلو لحجه يي وستایله.
محبوب شاه محبوب بیا د نقیب احمد اتل خبری تائید کړی او ستونزي يي په چلاکو ویلو کي په ګوته کړه .
حامد غورځنګ هم ګزارش وستايي او خوندور ګزارش يي یاد کړ، او هیله يي وښوده چي علیزي به په راتلوونکی کي به تر دی هم ښه ګزارش ولیکي .
په ګزارش خبری پای ته ورسیده .
د ناستی دویمي برخي ته وار ورسیده ، نور ولی سید شینواري د بهیر له ملګرو سره ژمنه کړي وه چې دی به په تنقید او د تنقید په ډولونو وغږیږی .
او سید شینواري په دغه موضوع یو پراخ ، خو خوندور درس ورکړ .
دا چي تنقید د ادب څخه سرچینه اخلي نو شینواري لوموړي له ادبه شروع وکړه ، ادب يي تعریف کړ ،ورپسي يي د شعر تعریف د بیلابیلو شاعرانو له خولي وکړ.
شینواري د هر عنوان سره بیلابیل تړلي مثالونه ورکول .تر څو ګډونوال لا په درس ښه وپوهیږي.
باز محمد عابد هم په د درس په نیمايي کي په همدي موضوع وغږیده .
نور ولي سید شینواري بیا شاعري ، ښه شاعري ، او ښه شاعر هم ګډونوالو ته ور وپيژندل.
نقیب احمد اتل دقت ته اشاره وکړه او په دي هر څه کي يي دقت یو مهم څيز یاد کړ.
شینواري درس ته دوام ورکړاو د پښتو نقد په تاریخچه هم وغږیده ، په مجلسي تنقید او غیر مجلسی نقد باندي يي هم خبري وکړي.
شینواري په نقد کي بي طرفۍ ته اشاره وکړه ، په اخره کي يي کډونوالو ته مشوري ورکړی .
مشوري يي تر ډيره د بهیر نوي ګډونوال او نوي شاعرانو ته وي .
سید شینواري په راتلوونکي هم د ګډونوالو سره په نورو مهمو موضوع ګانو د تدریس ژمنه وکړه او ويي ویل چي په راتلوونکي کي به نور ګټور معلومات هم ګډونوالو ته وړاندي کړي.
شینواري له یو اوږد درس وروسته د وامن الله توفیق په جملي ویلو سره په خپلي څوکۍ کیناست .
درس پای ته ورسیده
حامد غورځنګ یو ډیر ګټور او له خونده ډک درس وباله، باز محمد عابد هم درس وستايي خو ويي ویل چي ډیر اوږد درس وه .
ده عابد په خبره لکچر تر ۴۰ دقیقو ډير د کډونوالو لپاره ستړی کوونکي وي .
ده بیا په درس کي لاشعور ته اشاره وکړه ، په لاشعور کلمه يي لاپسي خبري وکړي ، ویي ویل لاشعور کلمه د ډیر پخوا څخه شتون لری ، د انسان له پیدایښت وړاندي موجوده وه .
عابد وویل که وخت ورکړل شي نو دی به هم په راتلوونکی په لاشعور باندی بهیروالو ته یو ښه درس ورکړي ، د عابد دا خبره د ګډونوالو د لاسونو په پړکه باندي بدرګه شوه .
محبوب شاه محبوب له سید شینواري مننه وکړه او د هغه زحمت يي وستايي .
حمد الله ارباب هم درس ګټور یاد کړ خو وویل يي چي په لکچر یا په بله برخه کي باید د چا نوم په پوره ډول واخیستل شي .
دا چي درس ډیر اوږد وه نو په درس ډیري خبري ونه شوي .
ازاده مشاعره پیل شو ، او پیل يي د نقیب احمد په خواږه ترنم وشو .
د غونډي د ارزوني لپاره لیکوال او شاعر عرفان الله کوټوال ته نوبت ورکړل شو ، ده غونډه ډیره په زړه پورې یاده کړه.
ده له لمړي سره غونډه ښه ور ارزوله ، ګزارش يي وستايي ، بیا د سید شینواري له خوا ورکړل شوې درس ډير خوښ کړ .
په خبره يي ګمان يي وکړه چي د یوه پوهنتون په ماحول کي وجود لري .
ازاده مشاعره يي هم بي ستاینی پرینښوده .
غونډه دا ځل په څه باندي ۱۲:۰۰ بجې پاي ته ورسیده .
د دي ناستي ګزارش ابوبکر علیزي لیکه