ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله ۱۱۶ مه ناسته د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۶مه د جمعي په مبارکه ورځ د میدیوتیک په علمي او کلتوري مرکز کې تر سره کړه.
پيل یې محمد زمان سهیل د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت وکړ، ورپسي یې د بازمحمد عابد د خدای بخښلي ماما لپاره چې موده وړاندي وفات شوي وه ، د معفرت لپاره د دعا لاسونه پورته کړل.
دا اوونۍ د دریځ چاري حضرت یوسف یوسفزي پر مخ وړلې، د ناستې مشري زلمي شاعر نقیب احمد عزیزي کوله، میلمه يې واصل وصال و او د کوربتوب ویاړ يې میوند شینواري درلوده.
د بهیر د تیرې ناستې ګزارش ابوبکر علیزي ولوسته.
په ګزارش لومړی خبرې دوست محمد دوست وکړې، هغه د علیزي د ګزارش لیکنې انداز خوښ کړ، وې ویل تر نورو ګزارشونو يې پیل په نوي ډول شوی و، چې دا چاره يې د یو نوښت ګر ګزارشګر کار یاد کړ، خو په ګزارش کې يې د کلمو د تکرار خبره کوله.
قسیم ځیر سره له دې چې ګزارش یې وستایه، خو نیوکه يې دا وه چې ځیني جملي په سم ډول نه دي راخیستل شوي او ځینی بیا اضافي راخیستل شوي دي، زیاته یې کړه په راپور کې ډیر ځای د استاد لکچر ته ورکړل شوی او کابو د ټول ګزارش موضوع درس جوړوله.
د ځير په وینا که په ګزارش کې ډیر تمرکز په ادبي موضوعاتو وشي نو خلکو ته به مو د ناستی اصلي هدف په ښه شکل سره رسولي وي.
یوه بحث جوړونکې خبره یې دا وکړه چې د ادبي ګزارش او راپور ترمنځ کوم ځانګړی توپیر نشته دی او تراوسه يې د توپیر په اړه کوم څه لوستي هم نه دي.
هجرت الله قدردان ګزارش خوښ کړ، هغه د ګزارش لیکونکي د لوستلو انداز هم د ستاینې وړ یاد کړ، په ګزارش کې يې په دې جملې نیوکه لرله چې (( استاد اختیار بیا هم پوښتنو ته ځوابونه وویل )) د قدردان په خبره دلته اوریدونکي ته سوال پیدا کوي چې آیا له دي وړاندي هم استاد اختیار پوښتنو ته ځوابونه ویلي وو.
خو ایمل مړوند يې نیوکې ته د حل ځواب وویلو، مړوند زیاته کړه په ګزارش کې مخکې هم یادونه شوې وه چې استاد د درس په اوږدو کې هم د ملګرو ځينو پوښتنو ته ځوابونه ویل.
دوست محمد دوست د قسیم ځير له دی خبرې سره چې د ادبي ګزارش او خبري رپوټ تر منځ توپير نه شته جوړ نه و او ویل چې د دواړو تر منځ یو توپير دا هم کیدی شي چې په ادبي ګزارش کې منظر کشي کیږي، ادبي لغات پکې کارول کیږی او یو څه هنري لیکل کیږي. خو خبري راپور بیا وچ کلک وي.
نقیب احمد عزیزي هم ګزارش ګر ته داد ورکړ او ګزارش يې خوښ کړ، زیاته يې کړه د فعلونو تناوع په کې په ښه شکل سره شوي وه، دا خبره چې په ګزارش کې اضافي خبري راخیستل شوی وي نه منله، په ادبي ګزارش او تفصیلی رپوټ د توپیر په اړه يې خبري تر ډیره د دوست محمد دوست سره یوشان وي، ویل چې په ادبی ګزارش کې منظر کشي کیږی او خبري رپوټ وچ کلک وي .
د راپور د اوږدوالي په اړه يې وویل، ښه ده چې لنډ ولیکل شي خو په ادبي ګزاش کې اړینه ده چې پوره معلومات وړاندې شي.
میوند شینواري په خپلو خبرو کې د علیزي ګزارش لیکنه وستایله او په خبره يې په ګزارش لیکنه کې يې د تېر په پرتله ډیر تغیر راغلي دی .
میوند قسیم ځير سره دا خبره نه منله چې په ګزارش کې دې درس ته کمه پاملرنه شوې وه، ویل درس د هغې اونۍ د ناستې مهمه او لویه برخه وه نو ضرور وه چې ګزارشګر همدې برخې ته ډېر پام کړی و.
دا جمله یې چې (( په ناسته کې ملګرو خپل شعرونه ولوستل)) ځکه ښه یاده نه کړه چې هر یو ګډونوال به خپل شعر نه وي ویل او یا به یې د کوم بل شاعر شعر ویلي وي، له قوله یې که دا جمله داسي راواخیستل شي چې (( ملګرو شعرونه ولوستل) نو د معني له لحاظه به یې هم وزن پوره او هم به په کې نیوکې ځای نه وي.
قسیم ځير ویل چې د خبرو مطلب یې دا نه وه چې موضوع دي ډیره نه راخیستل کیږی مطلب یې دا وه چې تر څنګ یې باید په ازاده مشاعره او نورو ادبي برخو هم خبرو ډیر تمرکز وشي .
خو په پخپله دې خبره یې ټینګار کاوه چې د ادبي ګزارش او خبري رپوټ ترمنځ توپیر نشته، د ده په خبره چې د ده د مطالعي له مخي چې دی یې لري تر اوسه يې د منظر کشۍ خبره نه ده لوستلې او نه يې هم لیدلې او بیا یې هم ثبوت له پاره د مأخذونو غوښتنه وکړه.
خو ایمل مړوند ورته د ادبي ګزارش لیکنې د کتاب لوستو خبره وکړه، زیاته یې کړه چې ادبي ګزارش یو ځانته ژانر دی، ادبي ګزارش له که څنګه چې د نوم څخه يې معلومیږي، ادبي لیکل کیږي، او ځانګړنه یې داده چې ادبي موضوعات پکی راخیستل کیږي.
دا اوونۍ د کره کتنې په برخه کې لیکوال او ژورنالیست دوست محمد دوست خپله نثری لیکنه د نظرونو ورکولو په موخه بهیروالوته ولوسته
د دوست مقاله د شفیع الله مصور په شخصیت او هنر څرخیدله چې عنوان یې داسې و:
زه ، مصور او د هغه هنر:
فاروق دیدار په لیکنه د خبرو لومړی نوبت واخیست ویل یې چې ښکلي لیکنه ده، ویې ستایله، خو مصور نوم تکرار راتلو ته يې ګوته ونیوله.
عبدالله هوډ لیکنه خوښه کړه، خو د اوږدوالي خبره يې کوله، ویل يې نن سبا دومره اوږدې لیکنې خلک نه خوښوي نو باید بو څه رالنډه شي.
قسیم ځیر هم لیکنه وستایله او ویل یې چې وحدت الوجود فلسفې ته هم په کې اشاره شوي وه، د دوست هنر یې وستایلو خو د ده نیوکه هم د لیکنې په اوږد والي وه .
عماد الدین دوران په ناسته کې مهم څيز تنقید یاد کړ، ویل چې موږ باید دا ویره له ذهن څخه وباسو چې خلک به زما په لیکنه څنګه او څه رقم نظر ورکړي، خو په کره کتنه کې د دوستۍ یو اړخ ته کول هم ځکه مهم وښودل چې دوستي او کره کتنه دواړه په یو وخت کې نه کیږي .
دوران په خبره چې د لیکنې له اوریدو وروسته یې د شفیع الله مصور لیدو ته یو خاصه تلوسه پیدا شوه چې څرنګه سړی به وي .
نفیب احمد عزیزي د دروان د خبرو د تائید تر څنګ د دوست محمد دوست دغه لیکنه وستایله او په خبره يې کاش چې له مصور سره یې لیدنه شوي وه.
عزیزي وویل، په لیکنه کې ډېرې خبرې د مصور په شحصیت شوي، په باور يې که د شحصیت پر ځای يې د دوست په هنریت ډېر ګړیدلی و، نو لیکنه به لا ښکلې شوه وه.
همداراز يې په لیکنه کې د وحدت الوجود په اړه هم وګړیدو، زیاته يې کړه دا ډېره اوږده او پراخه موضوع ده او په مقاله کې يې وړاندې کول له انده ستونزمن دي.
د نوموړي په وینا د لیکنې یو ځای کې يې یو نادر ترکیب واورید، ( د ناسم کلتور یو ارزښت ) چې ارزښت شو نو بیا باید ورته ناسم ونه وایو.
هغه وړاندې وویل په دې وروستیو کې ځينې ملګري ډېرو ته د فلسفي شاعر کلمه کاروي، په وینا دی نه پوهیږي چې فلسفه چوپتیا ، ګونګتیا ته وایې او که نور څه هم پکې شته ؟
میوند شینواري هم د لیکنې د ستاینې تر څنګ د مقالي اوږدوالې ته اشاره وکړه، د شینواري په خبره دوست په لیکنه کې یوازې د شاعر ستاینه کړې خو که په تنقیدي نظر يې ورته کتلي وو او داوړه خواوې يې راخیستل شوې وې، نو يوه ښه میعاري لیکنه به وه.
د خپلې خبرې د کروالي لپاره يې د دوست په لیکنه کې د مصور یو شعر د سعود تر اغېز لاندې یاد کړ، چې باید لیکوال دا موضوع راخستې وه.
ضیاء الدین همت مل هم نوبت واخیست فکر کیده چې په لیکنه به خبرې وکړې، خو هغه له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې په وروسته څوکیو کې ناست کسان مخکې ولاړ شي او په لیکنه خبرې وکړي.
عماد الدین دوران :- شخصیت او هنر وغږیده ویل یې چې شخصیت د هنر معیارې حقیقت دی او شخصیت په هنر کې ډير مهم رول لري.
قسیم ځیر هم په هنر او شخصیت خبرې وکړي هنر د خیال زیږنده ده ، خو له دې خبرې سره جوړ نه وه چې شفیع الله مصور د سعود تر تاثیر لاندي دي او د هغه تر شاعرۍ لاندي شعر لیکې.
میوند شینواري د کره کتنې په ډولونو خبرې وکړې چې بیلابیلو ډولونه لري، د ده په خبره چې یو شمیر شاعران د نورو مشهور شاعران تر تاثیر لاندې شعر لیکې او که بحث پري ونه شي نو د هغه شاعر سره ظلم دي د کوم شاعر چې خیال په بیت کې راخیستل شوي دی.
عماد الدین دوران بیا د الهام او د نورو څخه د اغېزمندیدو په اړه خبرې وکړې، وې ویل ضرور نه ده چې ضرور به یو څوک د چا تر تاثیر لاندې وي، هغه وویل د ادبیاتو یو برخه ده کله چې شاعران د نورو شعرونه لولي او لیکې، نو یو فکر او خیال ورسره پیدا کیږي ، شعر لیکې او موضوع ځانته د شعر لیکلو لپاره پیدا کوي .
له دې ټولو خبرو او نظرونو وروسته دوست محمد دوست د دریځ ته وبلل شو.
دوست له ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې د ده لیکنه یې په مینه واوریده او ورسره یې پرې دومره خبرې هم وکړې .
ویل یې چې هیڅ باور یې نه کاوه چې په لیکنه به یې دومره خبرې وشي، خو ښې خبرې یې پرې وکړې.
ویل یې هڅه یې کړیده چې د شفیع الله مصور په مثبت اړخ خبري وکړي ، دوست د نورو څخه د اغیز خبره هم وکړه، په وینا ډېر کم به داسې وي چې د کوم چا تر اغېز لاندې نه وي.
دوست له ټولو ګډونوالو یې مننه وکړه چې د ده په لیکنه یې خبرې وکړي او نظرونه یې پرې ورکړل.
د لیکنې تر اروزونې وروسته حضرت یوسف یوسفزي د سید شاه سعود په څو بیتونو بانداي د ازادې مشاعرې پیل وکه، نور ګډونوالو هم په ناسته کې په خپل نوست سره شعرونه وویل او په پای کې د ناستې د ارزونې لپاره نقیب احمد عزیزي دریځ ته وبلل شو.
ده د ختیځ ادبې بهیر فعالیتونه وستایل ، زیاته یې کړه د ناستو په کیفیت او کمیت دواړو باید کار وشي، د بهیر کارونه یې ښه وارزول، ده بهیر د هر قسم سیاسي او نورو فعالیتونو پاک یاد کړ.
د هغه په خبره چې د کره کتني لپاره ادبې موضوعات او یا هم د تدریس لپاره راوړل شوي مواد په ورقو کې چاپ شې او په ټولو ګډونوالو وویشل شي نو مؤثر به تمام شي.
د راتلوونکې اونۍ لپاره وټاکل شوه چې د کابل پوهنتون ځوان محبوب شاه محبوب د داستانې ادبیاتو په اړه ادبي درس وړاندې کوي.
ناسته شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې پاي ته ورسیده.