ختیځ ادبي ادبي بهیر د خپلو اونیزو غونډو په لړ کې خپله ۱۹۰مه اونیزه ناسته د ۱۳۹۴ م کال د مرغومې میاشتې په ۱۸ مه د جمعې په مبارکه ورځ د میدیو تیک په انګړ کې د میوند درځار په ویاندویۍ ترسره کړه.
دغه ناسته د سهار په نهو بجو دیدار ساپي د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره پرانیستله. دا اونۍ د ناستې مشري نورعالم نوراني کوله، میله يې هدایت الرحمان غریبیار و او کوربتوب يې فرید ملاتړ په غاړه و.
د ناستې دریځوال، د غونډې ګډوانوال د تېرې اوونۍ ګزارشت ته تم کړل. د ګزارش له اورولو نه وروسته له وعدې سره سم، ضمیر احمدي خپل غزل د کرکتنې لپاره د ګډونوالو مخ ته کېښود.
د غزل مطلع داسې وه:
انډیوالي ده جنجال مه جوړوه
د نفرتونو دېوال مه جوړوه
په مطلعې د خاموشۍ فضا په لومړی سر کې ضیاالدین همت ماته کړه او ويې ویل: د نفرتونو دېوال یو ښه ترکیب دی، خو له بلې خوا که قافیه او ردیف يې دومره زاړه نه دي، خو نوي هم نه دي، د همت مل سره د ناستې نور برخوال هم همغږي وو.
د غزل دویم بیت:
مه رایادېږه او مه ځانګه په کې
زموږ د فکر نه ټال مه جوړوه
په دې بیت اعظم مزل د نقد چاړه کېښوده او زیاته يې کړه د بیت په لومړني نیم بیتي کې مخاطب یو شخص دی خو په دوهم نیمبیتي کې يې بیا جمعه راغلې ده. د مزل خبره وه چې په بیت کې دې ( زموږ ) پر ځای ( زما ) راشي لکه:
زما د فکر نه ټال مه جوړوه
د غزل په دوهم بیت ملګرو نورې خبرې ونه کړې او د مزل د سمونې تایید يې وکړ.
دریځوال دریم بیت داسې وویلو:
هره خبره د کولو نه وي
هرې خبرې نه سوال مه جوړوه
د یاد بیت خیال ایمل مړوند، زوړ او د احمدي نوره شاعري يې، له دې ښه ارزوله، همدا راز همت مل هم ورڅخه د لا ښې شاعرۍ تمه ښودله ، خو له بلې خوا بیا سید حامد روشن بیت ساده او روان باله او همدا یې د بیت ښېګڼه یادوله.
څلورم بیت:
په تېزابونو به بیا نه ورانیږي
زما د وینو نه خال مه جوړوه
دا بیت مړوند په زړه پورې باله خو د تېزابونو پر ځای يې ( د تېزاب ) کلمه جمعه بلله، له بلې خوا بیا میوند درځار دا نیوکه درلودله، چې خال په تېزابونو ورانیدونکی دی، خو چا يې ملاتړ ونه کړ.
پنځم بیت:
چرته مرغۍ مې د زړه ونه نیسي
ګوره له سترګو دې جال مه جوړوه
ددې بیت په اړه، مړوند ویل چې خواري په کې نه ده شوې، خو سباوون مشال بیا بیت تشریح کړ ، وې ویل د زړه تشبېه له مرغۍ سره دومره هنري او شاعرانه منطق نه لري، خو شاعر بیا د بیت په دوهمه نیم بیتي کې بېرته راجوړ کړی دی. په دې بیت له ډېر بحث وروسته ددې بیت وار راورسید:
خبره واروه مخ دې مه اړوه
یوې شېبې نه یو کال مه جوړوه
دا بیت همت مل وستایه، خو مړوند بیا په بیت کې مکالمه خوندوره او تصویر يې په زړه پورې باله، چې د ټولو ګډونوالو د خوښې وړ وګرځيده.
مقطع:
ضمیره نشته دلته قدر د فن
دومره غزل په کمال مه جوړوه
په مقطع د خبرو پیل، مشال وکړ او زیاته يې کړه په بیت کې، د مبالغې صنعت کارول شوی او همداراز د نورو شاعرانو بیتونه يې هم د مثال په توګه وړاندې کړل. همت مل بیا ویل چې شاعر د ځان ستاینه کوي. خو مړوند بیا بیت د ټولنې ترجماني بلله. له بلې خوا بیا احمد جمال جمال د مقطع د لا ښه والي لپاره د دومره کلمې پر ځای ( پرېږده ) کلمه د بدیل په توګه وړاندې کړه، خو چا ورسره ونه منله، له همدې سره د کرکتنې لمن راټوله شوله او احمدي ته د خبرو بلنه ورکړل شوه.
احمدي له ټولو برخوالو نه لومړی مننه وکړه او بیا یې د ټولو نیوکې پر ځای ووبللې او ډاد يې ورکړ چې یاد ټکي به په نظر کې نیسي.
له کرکتنې څخه وروسته یوه ازاده او رنګينه مشاعره ترسره شوه چې په کې حبیب الله افغانپور، هارون رشید خوږیاڼي، اعظم مزل، سباوون مشال، ضیاالدین همت مل، سید حامد روشن، احمد جمال جمال، نهضت الله انتظار، ایمل مړوند، انوش عنبر، عرفان الله بیدار، دیدار ساپی، ضمير احمدي، فرید ملاتړ، هدایت الرحمان غریب یار، نور عالم نوراني او میوند درځار ګډون درلوده.
له مشاعرې څخه وروسته د ناستې مشر مېلمه، نوراني ته د غونډې د ارزونې لپاره بلنه ورکړل شوه، هغه په لومړي سر کې خوښي څرګنده کړه او بیا يې وویل: چې ډېرې نوې خبرې او نوي الفاظ يې هم د نثر او د نظم په چوکاټ کې واوریدل، کرکتنه يې تر ډېره ښه او مثبته وارزوله او زیاته يې کړه، چې ډېر څه ورڅخه زده کیدی شي. د غونډې له ارزونې نه وروسته ګډونوالو د ازادی راديو خبریال شامحمود شینواري د نیکه د وفات له امله د رب په دربار کې د دعا لاسونه لپه کړل.
له دعا څخه وروسته د راتلونکې اوونۍ لپاره پرېکړه وشوه چې نعمان دوست به ادبي درس وړاندې کوي.
شاخوا د غرمې ۱۲ بجې وې، چې غونډه پای ته ورسیده.