ختیځ ادبي بهیر خپله پرلپسې ۲۱۵ مه اونېزه ناسته د روان کال د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه د مثبت بدلون ټولنې په انګړ کې ترسره کړه . دغه ناسته چې سهار شاوخوا ۹ بجې جاوید دلدارد قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل کړه ، مشري یې پرهر ګیله من کوله او کوربه ورسره شفیع الله مصور و. د ناستې په لومړنۍ برخه کې دوست محمد دوست په شعر کې په انځورونو باندې لنډ بحث او مالومات د بهیروالو سره شریک کړه، هغه زیاته کړه په شعر کې انځورونو ته منظوم انځورونه هم وایي او دا هغه څه دي چې موږ د یوې شېبې عیني انځور پرې د الفاظو په زور تر لوستونکو رسوو چې په دې برخه کې یې په ولسي ادب کې په ځانګړي ډول په لنډیو کې د خوږو عیني انځورونو یادونه وکړه ، هغه د بېلګې په ډول په یوې لنډۍ کې یو خوندور انځور ته نغوته وکړه جینۍ د بری بانډې راغله – په تور کمیس یې شومړو لارې کړي دینه همدار راز دوست په معاصره شاعرۍ کې د خوندورو انځورونو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې زمونږ ددې عصر ډیر شاعران له خونده ډک انځورونه په خپله شاعرۍ کې ځایوي هغه د اجمل اند په شعر کې د کلیوالي عیني انځورونو یو خوږ او ژوندی تصویر په لاندی ډول په یوه بیت کې یاد کړ. ګریوان مې چې پرې لوند شي ، نوشي ستړې تنده ماته خوښیږي مې اوبه لکه دهقان په دواړو لپو دوست د بحث په ادامه په شعر کې د انځورونو په ډولونو هم رڼا واچوله او زیاته یې کړه په شعر کې انځورونه په دوه ډوله دي یو یې عیني انځورونه چې په خپلوسترګو یې ګورو او په الفاظو یې تصویري کوو او دوهم ډول یې فکري ذهني انځورونه دي چې هغه تر ډېره د فکري شیانو او یو شمیر فلسفي مفاهیمو یا سمبولونو سره اړه پېدا کوي . دوست د بحث په پای کې د ناستې برخوالو ته ځنې سپارښتنې هم وکړې هغه وویل چې که غواړۍ شعر مو خوږ شي نو د خپل ژوند حقیقي انځورونو ته په کې ځای ورکړئ ، تر څنګ یې په دغه برخه کې د مطالعې لپاره د استاد لعل پاچا ازمون لیکلی تیسیز ( منظوم انځورونه ) ښه او ګټور یاد کړ. د ناستې دوهمه برخه د تېر په څېر یوې ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې په کې لاندې شاعرانو خپل شعرونه او انتخابونه واورل افغان پیوند، خبیب الرحمان زړګي ، دوست محمد دوست ، حضرت یوسف یوسفزي ، شفیع الله مصور ، بصیر تلاش ، انوش عنبر ، میوند درځار ، پرهر ګیله من ، طارق تسل ، ضمیر احمدي، وحدت شهاب ، اکرام الله کمالي ، میرویس وهابزي ، عبدالعزیز شجاع، توحید لحاظ ، احمد جمال جمال ، الله محمد حسنزي ، اسیر مشواڼي ، عبدالوهاب باور ، درویش ازل ، سباوون مشال او دین بادشاه . په پای کې د ناستې مشر پرهر ګیله من ته د ناستې د ارزونې بلنه ورکړل شوه ، هغه په ټوله کې ناسته ښه یاده کړه خو د بریښنا د ستونزې چې لوړغږی یې له امله غیر فعال و یادونه وکړه تر څنګ یې په شعر کې په انځورونو د دوست محمد دوست مالومات خوښ کړل په پای کې د راتلونکې اونۍ لپاره پریکړه وشوه چې میرویس وهابزی به خپل شعر کره کتنې ته وړاندی کوي یاده دی وي چې ددی ناستې د دریځ چارې مرسلین متینزي سمبالولې او ګزارش یې طارق تسل لیکلو ، ناسته شاوخوا د غرمې ۱۲ بجې پای ته ورسیده