دختیځ ادبي بهیر غړودروان ۱۳۹۲کال د۳میاشتېپه ۲۴مه نیټه خپله ۴۷مه ناسته دجلااباد ښار اړوند دمیدوتیک په انګړ کي وکړه .
یاده ناسته چي مشري يي امید حیران کوله اودکوربنو ویاړ دنیازعلي خاکسار اوبازمخمد عابدپه برخه و،دسید مصلحالدین قادري له خوا دقران غظیم شان په مبارکو ایاتونو شروع شوه.ددریځ چاري احمدجمال جمال پر مخ وړلې.
دتلاوت وروسته دریځوال عرفان الله بیدار دګزارش دلوستلو لپاره دريځ ته وبللو.دګزارش دلوستلو سره سم په ګزارش نقد دجمال ثاقب لخوا وشو.ثاقب وویل چي بیدار تېره غونډه کي موجود نه و،نو ځکه یي په ګزارش کي دتیرې ناستېانځور تت ښکارياو دغونډېپوره حال يي نه دی راخستی .
ورپسي بازمحمد عابد وویل چي دانه ژورنالیستیکي اصول دي او نه ادبي اصول دي،چېګزارش لیکونکی دي غونډه کېموجود نه اوسي اوګزارش دېپه غیاب کي چمتو کړي.نوموړي د ګزارش لیکونکي شتون غونډه کي اړین وبللو، خوهمت مل دعابد صیب سره همغږی نه و،نوموړي وویل چېکه ګزارش لیکونکي ته موادپه وخت ورسي کولی شي چي ګزارش په خپل وخت چمتو کړي.
د ګزارش تر ارزونې ورسته زلمي شاعر الفت پاڅون خپل غزل کره کتني ته وړاندي کړ،چي مطلعه
يي داسې وه:
دزړګي درد غم دجانان ولا خفه کړي سړی
دځوانۍ عمر په هجران ولا خفه کړي سړی
مخمود خران لومړنینیم بیتیصحي وباله،خو دوهم نیم بیتییېداسېسم کړ: ((دځوانۍ عمر کي هجران ولا خفه کړي سړی)).احمد جان حقیقت هم دخزان صیب دلارښونېملاتړ وکړ. بازمحمد عابد وویل که داسي راشي غزل به نور هم اهنګین شي :
(( دزړه درد غم دجانان سړی خفه کړی
داځواني او دا هجران سړی خفه کړي)).
دویاند لخوا دغزل لومړی بیت داسي ولوستل شو:
په سخت سعات کي دي چي ځان تهپه میدان کي پریږدي
دادمطلب انډیوالان ولا خفه کړي سړی
جمال ثاقب وویل چي بیت کي هنریت نه تر سترګوکیږي اويواځېپیغام دځان سره لري،همت مل صیب بیت روان وبللو او ویي ویل:چي دپاڅون صیب عمر ته په کتلوسره باید وویل شي چي که پاڅون صیب راتلونکي کي هڅه وکړي لا ښکلي شعرونه به ولیکي.
ویاند دریم بیت ولوستلو چي داسي و:
چي ددولت په هوس ژوند دمظلومانو اخلي
دا بعضېبعضېانسانان ولا خفه کړي سړی
مصور صیب وویل: که دبغضوبغضوپرځایکه ځنېځنېراشي په وینا یي ښه به شي. خوجمال ثاقب بیا داسېرا جوړکړ:((داسي بېرحمه انسانان ولا خفه کړي سړی )) . ځواپ صیب بیا داسي نظر درلود ، چي یاد بیت کي شاعر شعاري بڼه اختیار کړي اوبیت ورنه سیاسي شوی، نوموړي وویل چي شعر کي باید هیله او امید خلکو ته ورکول شي.
دویاند له خوا پاتي بیتونه هم ولوستل شول،چي دغونډېګډونوالو وستایل.ورپسي دشعر څښتن الفت پاڅون ته بلنه ورکړل شوه.پاڅون دټولو ګډونوالو مننه وکړه او دبهیروالو مشورېيېاغیزناکېوبللې.
تر کرکه کتنې ورسته یوه ازاده مشاعره وشوله، چي دغو ښاغلو په کي خپل شعرونه وویل:
سیدمصلحالدین قادري،هنیت صیب،اخمدجان حقیقت،محمودخزان،جمال ثاقب،شفیع الله مصور،بصیراحمد تلاش ، نیازالدین پاچا ،خالد خالقیار،عرفان الله بیدار، الفت پاڅون، ضیاالدین همت مل، اسدالله ملاخیل ، عزت الله ځواب ،فرزان صیب، نیازعلي خاکسار،نقیب اخمد اتل، فهیم رخیمزی، هشام صیب ، حسیني صیب، ریاض الله شفق،امیر صالح دیدار،صافی، خیرالله حیال ، داودعربزی،شیرحسن کمالزی،جانان زمری،زکریاهمت،اکمل ظاهر،فریدالله ملاتړ،بازمحمدعابد ،نصرت ارمان ، او امید حیران .
دمشاعري وروسته دغونډي مشر امیدحیران دریځ ته وغوښتل شو.حیران صیب په ټوله کي غونډه ښه وارزوله،خو ځني لارښوني یي هم دبهیروالو ترغوږو ورورسولې،حیران وویل چي ټول ګډونوال باید په خپل ټاکلي وخت غونډي ته راشي ددی ترڅنګ باید دغونډېګډونوال بېله غزره بیرون لاړ او رانه شي نوموړي زیاته کړه ننې يې ولیدل چې د ناستې کوربانه څو ځله بهر لاړل او راغلل.
د دېترڅنګ نوموړي د راپورپه وخت نه لیکل جدي ستونزه وبلله او زیاته یي کړه که ګزارش لیکونکی غونډه کي موجود نه اوسي هرهغه څوک چي ګزارش لیکونکي ته مواد چمتو کوي باید دنوم یادونه یي ګزارش کي راشي د دې ترڅنګ خیران صیب دکره کتني برخه ډیره عادلانه وبلله او دویاند دشعرونو انتحاب یي هم وستایلو.
دارزونېوروسته دراتلونکي اونۍ لپاره امید حیران ژمنه وکړه چي ادبي درس به وړاندېکوي.
غونډه غرمه ناوخته پاي ته ورسیده
مننه
عرفان الله بیدار