ټاکل شوې وه، چې دغه اونۍ به د ځوان او خوږ ژبي شاعر بختیار ساحل په شعري ټولګه ( په خپلو زړونو باندې خیال ښه دی ) مخکتنه ترسره شي، خو په هیواد کې د ټاکنیز بهیر له امله وځنډيدله.

دا ځل محمد محمد زمان سهیل خپل غزل کرکتنې ته وړاندې کړ، چې مطلع يې وه:

څه زه یم غلی غلی او څه یار غلی غلی

ژوندون دی بس تیریږي او قرار غلی غلی

بازمحمد عابد مطلع وستایله او وړاندیز يې وکړ که دوهمه نیم بیته داسې شي:

ژوندون په منډه درومي او قرار غلی غلی

ښه به وي. ضیاالدین همت مل وویل، مطلع مې ځکه خوښه شوه، چې د غلي غلي تکرار ورته موسیقي او ښکلا وربښلې ده. محمد اغا احمدزی بیا په دې نظر و که دوهمه نیم بیته په دې ډول راشي ښه به شي:

ژوندون دی بس تيریږي په قرار قرار غلی

لومړی بیت یې داسې و:

زه ګوته په غاښ ناست یمه، درانه غږ ته يې څک یم

له غره سره غږیږي یو چینار غلی غلی

مړوند بیا ددې بیت خیال تکراري یاد کړ، په خبره يې چې چینار په غره کې نه وي، په کلي کې وي.

عابد د مړوند خبرې ته په اشارې سره وویل، دا ټول غزل د کاروان صیب! د دې غزل په تاثر لیکل شوی دی:

په زړه کې مې نری نری  سیتار غږیده

غوږ غوږ ومه چې غلی غلی یار غږیده

د هغه له نظره، که ټول بیت داسې شي:

زه ګوته په غاښ ناست یم سندریز غږ ته يې څک یم

د باد سره غږیږي یو چینار غلی غلی

ښه به راشي.

دوهم بیت و:

د ستورو په چشمو کې به له لرې ورته زیر وم

د چا ښکالو مې اورېده په لار غلی غلی

باز عابد یې په اړه وویل، د ستورو چشمې شاعرانه ترکیب نه دی، همدا راز ښکالو منث او غلی غلی مذکر دی. د هغه په نظر که دغه بیت په کې له منځه لاړ شي ښه به وي.

د دویم بیت همدې نیمګرتیا ته په کتو د بهیر نورو ملګرو هم د عابد صیب نظر تایید کړ.

د غزل دریم بیت داسې و:

شبنم په هره شپه د ګل په شونډو راوریږي

خو کډه ترینه بار کړي هر سهار غلی غلی

مړوند دغه بیت هم د تېر بیت په څېر له ستونزو ډک وباله او ویې ویل، دلته د شبنم او ګل انځور په خپله بڼه راغلی، په وینا يې دا د شعر هنر نه دی ځکه هغه هر څوک لیدلی شي.

څلور بیت ولوستل شو:

جل وهلې ټپې راشي او چینه کې ورته ناست یم

څه نرم شانتې جوړ کړو یکزار  غلی غلی

عابد دغه بیت له پیله ټکنې وباله، زیاته یې کړه چینه کې سړی نه کینې او همدارنګه یکزار غلی نه وي، ده وړاندیز وکړ، که دا بیت دغسې شي ښه به وي:

هغه راشي او غلي د چینې په غاړه کینو

څه ښکلی شانتې جوړ کړو یو بنډار غلی غلی

د عابد دا وړاندیز نورو ملګرو هم خوښ کړ.

پنځم بیت داسې و:

په یو نظر کتو یې تش کالبوت له مانه جوړ شي

نو څنګه ورته وکړمه اظهار غلی غلی

 دغه بیت په غزل کې ملګرو خوښ کړ.

مقطع وه:

زما کمال همدا وي چې د شعر ښاپېرۍ راشي

سهیل پرې د قلم وکړم، ګزار غلی غلی

مړوند وویل، د قلم ګزار راته شاعرانه الفاظ نه ښکاري او د دوهمې نیم بیتۍ لپاره عابد نظر وړاندې کړ، که داسې شي:

سهیل يې کړم په خیال کې راایسار غلی غلی

مړوند بیا ویل، په پاسنۍ نیم بیته کې ښاپيرۍ راغلې که چېرته لاندې راایسار راشي نو سم نه راځي. همت مل د همدې ستونزې د حل لپاره وړاندیز وکړ، که ښاپېرۍ الهام شي سم به شي.

د  محمد اغا اخمدزي په نظر که لومړۍ نیم بیته په دغه شکل ولیکل شي:

زما هنر همدا وي، چې د شعر الهام راشي

ښه به وي.

په غزل تر خبرو ورسته محمد زمان سهیل دریځ ته وبلل شو، هغه د ټولو ملګرو له مننې ترڅنګ وویل: (( دا ما او نورو ځوانو شاعرانو ته د ویاړ خبره ده، چې بهیر کې د عابد صیب په څېر نور ملګري شته چې موږ ته زموږ په شعرونو کې کې نیمګرتیاوې را په ګوته او اصلاح کوي یې. د سهیل په خبرو د کرکتنې برخه پای ته ورسیده.

د دغې غونډې پیل د ضیاالدین همت مل له لوري د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره ښکلی شو.

د تېرې ناستې راپور مخمد زمان سهیل ولوستلو او په اړه يې خبرې همت مل پیل کړې. هغه په ګزارش کې د ځينو کلیمو ډېر تکرار یوه نیمګړتیا وګڼله او زیاته يې کړه که د استاد محمد بشیر دودیال ټولې خبرې په یوه پرګراف کې راخیستې وی ښه به وای.

جلال جمال ګزارش وستایه او راپور کې يې د ټول ادبي درس پر ځای د مهمو ټکو راورړل ښه وګڼل.

مړوند بیا د همت مل د نظر په ځواب کې وویل، د استاد دودیال ټولې خبرې په یوه فراګراف کې ځایول ناشونې وو، په باور يې د کزارش لیکونکې کمال همدا وي چې ډېرې خبرې په لږو ټکو کې راونغاړي.

د غونډې وروستۍ برخه د مینې، زخمي خیالاتو او سپېڅلو احساساتو د اظهار لپاره ځانګړې شوې وه ( مشاعرې ته) چې ځوانو شاعرانو په کې د ژوند د پسرلي رنګونه، دردونه، د نارج ګل د ښکلا انځورونه او وږمې د مینوالو په ستړو ذهنونو وشیندلې او مشاعره کې دغو شاعرانو شعرونه وویل:

صحت الله ناصرزي، محمد زمان سهیل، محمد اغا اخمدزي، حضرت علي شباب، بختیار ساحل، همت مل ، خالد بېچاره، دیدار ساپي، مړوند، مجیب جمال، عزیز شجاع، رحیم همراز، عبدالله هوډ، محمد انور دانشیار، قاری عبدالله سهار او حضرت یوسف یوسفزي، جعفرالماس، اکرام بیا د ترنم په خوبولو خومارونو د میدیو تیک په حویلي کې ناست بهیروال وزنګول مشاعره د ویاند کریم باور په دغه بیت پای ته ورسیده.

په زړګي اوبه اوبه یمه ملنګه

زه همدغه شانته ښه یمه ملنګه

د دې ناستې میلمه، صحت الله ناصرزی، کوربه عزیز شجاع و. دویم ویاند الفت پاڅون اروزنې ته د غونډې مشر خواټول ته بلنه ورکړه، هغه دغه ناسته ټوله خوندوره وګڼله خو د کره کتنې برخه ورته ډېره ګټوره ښکاریده.

دغه جعمه، چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري د میاشتې ۲۲ مه نېټه وه د غونډې راپور جلال جمال لیکه، په پای کې د ټولو بهیروالو  په مشوره پریکړه وشوه چې بله اونۍ به د تکړه شاعر او ژورنالیست بخیتار ساحل په شعري ټولګه د مخکتنې غونډه په سپین هوټل کې د ماسپښین په دوه بجو ترسره شي.

دا ناسته نږدې ۱۲ بجې له څوکیو د ټولو ملګرو په پورته کیدو پای ته ورسیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *