د ختیځ ادبي بهیر غړو دا اونۍ د کلیزي پر جوړیدو بحث وکړ، یاده غونډه د قاري بهرام زي له خوا د قران  کریم دڅو مبارکو ایاتونو تر تلاوت پرانستل شوه.

 د تیري اونۍ ګزارش غرفان الله بیدار اولوست په ګزارش د خبرو پیل ضیالدین همت مل وکړ ویي ویل بیدار له پخوا ډیر ښه شوی او طمعه لرم چي راتلونکي کي به لا ښه ګزارش چمتو کړي.

 بازمخمد عابد وویل په ګزارش کي نیټه او وخت ډیر مهم دی باید د هجري تاریخ تر څنګ په ګزارش کي عیسوي تاریخ هم ذکر شي. اکمل ظاهر بیا دګزارش د لوستلو انداز خوښ نه کړ. په ګزارش تر خبرو وروسته د کلیزي په جوړیدو پراخه بحث وشو چي ډیری بهیروالو پکي برخه واخسته په پاي کي ټول په دي سلاح شول چي ۶۰ مه غونډه به د کلیزي لمانځلو ته ځانګړي کوي.

 ورپسي یوه ازاده مشاعره وشوه چي دغو ښاغلو پکي خپل شعرونه وویل:اکمل ظاهر، عرفان الله بیدار،

فضل ربي میاخیل، نهضت الله شیزاد، ګران مخمد ګران ، احمد بختیار ساحل، ضیاالدین همت مل ،رحیم الله همراز، خواجه نور انوري، محمد اغظم صدیقي، بصیر اخمد تلاش، شفیق الله نایل، بلال ظاهر وزیري هدایت  الله ستانکزی، مخمود خزان، بازمحمد عابد ،احمد طارق منهاش، سلیمان ځاځی، احمد جمال جمال، یوسف ظریفي ،غمجن سردارمحمد، محمد کریم باور، جمال ثاقب ، ایمل مړوند،  عبدالله هوډ او بهرام زي .

د دې ترڅنګ  دشعر او ادب مینوالو هم غونډه کي ګډون کړی او یاده غونډه د مبارکي جمعي په ورځ چي  د۱۳۹۲ کال د وږي د میاشتي د ۷ نیټي سره سمون خوري سهار ۹ بجي د احمد جمال جمال په ویاندیۍ تر سره شوه میلمانه یي ګران حمد ګران او احمد طارق منهاش ول او کوربه ورسره اکمل ظاهر و. د غونډي ارزوني لپاره ګران محمد ګران دریځ ته پورته شو ګران محمد ګران سر کي د افغان ادبي بهیر د غړو سلامونه بهیروالو ته واورول او زیاته یي کړه خوښ یم چي نن بیا داسي یوه مشاعره کي ونډه اخلم،  چي ټول شاعران یي زما د خوښي شعرونه وايي نوموړي په ټوله کي غونډه ښه وارزوله .

د راتلونکي اونۍ لپاره پریکړه وشوه چي مخمود خزان به خپل غزل کره کتني ته وړاندي کوي غونډه غرمه ناوخته پاي ته ورسیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *