ختیَځ ادبي بهیر ملګرو خپله ۱۱۳مه ناسته د ۱۳۹۳ کال د میزان میاشتي په ۲۵ مه د جمعي په مبارکه ورځ د میدیوتیک په انګړ کې تر سره کړه .
د ناستې ویاندويي الفت پاڅون په غاړه وه او د میرحسن حواټول په تلاوت سره پيل شوه .
دا اوونۍ د غونډې مشري عبدالرحمن درد کوله ، میلمه يې شاعر کاکړ و او کوربتوب يې رحمت الله زیارمل کاوه.
د معمول سره سم د تیري ناستي ګزارش ابوبکر علیزي ولوسته .
په ګزارش خبرې زیارمل پیل کړې او په تېره ناسته کې يې د مړوند په هغه خبرو نیوکه وکړه، چې د ټول غزل ارزونه يې پر لومړي بیت د خبرو پر مهال کړې وه، د زیارمل خبره وه، چې پر ټول غزل خبرې باید د کرکتنې په پای کې شوې وی.
باز عابد د علیزي ګزارش لیکنه وستایله، خو دا اوونۍ يې د هغه د لوستلو په انداز نیوکه وکړه، زیاته يې کړه چې ګزارش ډېر په تېزۍ سره ولوستل شو او ځای ځای په کې ستړی ستړی کیدو.
ورپسې يې له دې امله د همت مل پر غزل خبرې وکړې چې په تېره اوونۍ کې نه و، باز د غزل په اړه وویل، همت مل کمال کړی او ډېر ښکلی غزل لیکلی دی، وې ویل که چېرته د غزل قافیې سره د ( ه ) توری زیات شي په باور يې لا به ښکلی شي او موسقیت به يې هم زیات شي.
دا چې حامد غورځنګ په تیره ناسته کې د ګډونوالو سره د فوټو ژورنالیزم د تدریس ژمنه کړي وه، نو په درس یې پیل وکړ.
غورځنګ په سر کې د تصویر اخیستي په ارزښت او هنر خبرې وکړې او بیا د درس په بلې برخې ته لاړو هغه ویل تصویر په درې ډوله دی:
۱) خبري
۲) هنري
۳) یادګاري
غورځنګ د خبري، یادګاري او هنري تصویرونو په توپیر او ډولونو برخوالو ته رڼا واچوله او بیا يې د انځور اخیستنې په مسلکي شاټونو معلومات ورکړل، نوموړي وویل په عمومي توګه په فټوګرافي کې مسلکي تصویر اخیستنه په اوو شاټونو ویشل شوې ده:
1) EXT WID SHOT
2) EXT VERY WID SHOT
3) EXT CLOSE SHOT
4) CLOSE UP SHOT
5) EXT VERY CLOSE SHOT
6) MIDUME SHOT
7) CUT AWAY SHOT
غورځنګ د انځوراخیستنې په اوو ډوله مسلکي شاټونو د بهیر ملګرو ته په تفصیل سره خبرې وکړې او یاد شوي اوو ډوله شاټونه يې تشریح کړل.
هغه وویل: (( ښه کمره هغه ده چې تر شاه یې یو ښه تصویر اخیستونکی ولاړ وي .)) هغه د کیمرې د جوړښت په اړه هم لنډې خبرې وکړې. د درس په اوږدو کې غورځنګ د ګډونوالو ځينو پوښتنو ته هم ځوابونه ویل.
د درس په پای ته رسیدو سره ایمل مړوند لومړی له حامد غورځنک مننه وکړه، خو زیاته کړه چې غورځنګ باید خپل لیکچر په پروجیکتور وړاندې کړی و او یا یې له دوی سره خبره شریکه کړې وه چې دوی ورته د پریجیکټور غم کړی و.
د مړوند په خبره د غورځنګ ورکول شوی درس یوازي د کمري او د کیمرې تر شاټونو پورې محدود و، حال دا چې په فټو ژورنالیزم یا فټوګرافۍ کې ډېرې زیاتې خبرې دي او باید د انځور اخیستنې په ځينو نورو برخو هم ګړیدلی و.
مړوند له غورځنګ غوښتنه وکړه چې راتلونکې په پوره امدګۍ سره راشي او یوه پوره اوونۍ د انځور اخیستنې لپاره ځانګړې کړي چې ملګري پرې ښه پو شي.
غورځنګ هم ژمنه وکړه، چې خپل ټول انګلیسي نوټونه به پښتو کوي او یو بله اوونۍ به په تفصیل د انځور اخیستنې په هنر خبرې کوي.
باز عابد هم د مړوند سره په یوه خوله و او په راتلونکې کې يې پر پروجیکټور د بیلګو سره د انځور اخیستنې په اړه د معلوماتو ورکولو غوښتنه وکړه.
رحمت الله زیارمل هم ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به د تشریح شوي شاټونو ویډیویي بیلګي به له ځان سره راوړي، هغه د عابد خبري یې تائید کړې چې د فوټو ژورنالیزم د درس لپاره دې یو ورځ ځانګړې شي.
زیارمل د تصویر د زوم ZOOM(نزدیکیدونکي) په اړه چې وړاندې غورځنګ پرې خبرې کړې وې خپل معلومات شریک کړل او دا حالات یې نهایې کمزوري حالت یاد کړ.
حمدالله ارباب په درس کې د انګلیش لغاتو زیات استعمال ته اشاره وکړه، نوموړي په انځور اخیستنه کې د انځور اخیستونکي اخلاقي رول هم مهم یاد کړ.
عبدالله هوډ بیا د CUT AWAY SHOT شاټ په اړه د غورځنګ په خبرو یو څه نور معلومات هم ورزیات کړ او برخوالو ته يې نور هم روښانه کړ.
د انځور اخیستنې په اړه د پیل شوي درس برخه پای ته وروسته او ازاده مشاعره د عبدالله هوډ په شعر ویلو پیل شوه، په مشاعره کې دغو ښاغلو هم خپل شعرونه وویل:
ایملیار ساجد، واحدالله سعیدي، لیاقت لایق، درویش زمان، حقمل سروري، دوست محمد عارف، نعیم جان نعیم، داکرالله احساس، میرحسن خوټول، عبدالله هوډ، عرفان الله بیدار، ملاخیل، ضیاءالدین زلمی، جمال ثاقب بشرمل کاموال، حامد غورځنګ کاکړ، سعیدشینواری، هجرات الله هجران، صفي اثر، دوست محمد وحدت، صادق الله صادق، ضیاءالدین همت مل، ایمل مړوند، شیرحسن کمالزي، رحمت الله زیارمل، احمد جمال جمال، عبدالرحمن درد، عبدالصبور وطنوال، دیدار صافی، سیلمان ځاځي، قسیم سالارزی، او ابوبکرعلیزی .
له مشاعري وروسته لومړی باز محمد عابد او حمدالله ارباب د پښتنو په ځينو کلتوري ارزښتونو وګړیدل چې یو شمېر د کم رنګه کیدو په حال کې دي، همدارنګه يې د پګړې د ارزښت او په ټولنه کې يې د پګړۍ د درناوي او ورسره د پښتون قوم د پېژندګلوۍ په اړه هم خبرې وکړې.
دوی دواړو پګړۍ د افغان او په ځانګړي توګه د پښتون قوم د کلتوري ازرښتونو څخه یو مهم ارزښت یاد کړ او له ځوانانو يې غوښتنه وکړه چې د خپلو کلتوري ارزښتونو د ژوندي ساتلو لپاره دې مبارزه وکړي.
ناسته شاوخوا ۱۲:۰۰ بجي په داسي مهال ختمه شوه چې ګډونوال د حمدالله ارباب په لاس د جوړ شوي تصویرونو چې د پګړۍ د اونۍ لپاره یې جوړ کړي نندارې ته رهي شول.
د دی ناستي ګزارش ابوبکر علیزي لیکلو.