تاند- د پاکستان له لوري حقاني مدرسې ته د ۳۰۰ ملیون روپیو د بودجې اختصاص یو شمېر افغانان اندېښمن کړي دي ځکه چې د دوی په وینا په دغه مدرسه کې د افغانستان د ورانولو ګڼ شمېر عاملان روزل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیر شاه فرمان روانه اوونۍ صوبايي اسمبلۍ ته وویل:«په ویاړ اعلان کوم چې د نوښار حقانیه دارلعلوم ته ۳۰۰ ملیون روپۍ بودجه د کالني لګښت لپاره ځانګړې شوې ده.»

ده همداراز وویل چې د عمراخان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند حکومت نه یوازې دا چې پر مدرسو او دیني مرکزونو بریدونه نه کوي بلکې مرسته ورسره کوي او مالي کومک ورکوي.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان د ۲۰۱۶- ۲۰۱۷ مالي کال په بودجه کې تر ټولو کمه برخه بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته ورکړای شوې ده.

بلوچستان ته د پاکستان د ټولې بودجې په سلو کې ۹ اعشاریه صفر ۹ او خیبر پښتونخوا ته ۱۴ اعشاریه ۶۲ فیصده ځانګړې شوې ده.  خو د دغو دواړو ایالتونو په پرتله یوازې د سند ایالت بودجه زیاته ده.

سند ته ۲۴ اعشاریه۵۵ او پنجاب ته د ټولې بودجې تر نیمايي زیاته یعني ۵۱ اعشاریه ۷۴ په پام کې نیول شوې ده.

2حقانیه مدرسه، چې د جهادیانو د روزنې په خاطر د جهاد پوهنتون هم بلل کېږي، د ملا عمر او جلال الدین حقاني په شمول ګڼ طالب مشران روزلي دي.

د پکتیا او خوست قومي مشرانو، مخورو، د ولایتي شورا وکیلانو او مدني فعالانو حقانیه مدرسې ته د ۳۰۰ ملیون روپیو پر اختصاص کېدا اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې عمران خان مدرسو ته د پیسو په اعلانولو سره غواړي چې حقاني شبکه پیاوړې کړي او په ختیځ زون کې جګړه وغځوي.

سمیع الحق د جمعیت علمای اسلام د یوې څانګې مشر دی. نوموړی د دفاع پاکستان کونسل یا شورا مشري هم په غاړه لري.

3 thoughts on “د ختیځ زون مشرانو حقانیه مدرسې ته د ۳۰۰ ملیون روپۍ بودجې پر اختصاص کېدو اندېښنه وښوده”
  1. ساعت یا گھړئ یې رانه خلاص او لغته یې راکړه!
    کله چې زه سفیر وم د پاکستان ډیر فوزیان مې ملګري و. کله چې زه ونیول شوم او د تورو شیشو موټرانو کی یی اسلام اباد هوایی ډګر (ائرپورټ) ته ورسولم.
    یو تن مې سترګې راخلاصې کړی ګورم چی یو پاکستانی منصبدار (فوجی آفیسر) ملګری می لګیا دی دلاس څخه مې لاسی ساعت خلاصوي.
    مخ یی راته جهاز طرف ته کړ او شاته یی یوه لغته راکړ او طیاری ته یی تړلی وخیژولم.
    دملا عبدالسلان ضعیف صیب له کتاب څخه, په پاکستان کې د طالبانو سفیر ـ

    .

  2. Dagha hagha shabaka pa tola ke hewad de che na pa sat sharmigi aw na pa makh imran hagha lastooni mar che de pakhatoon pa nama e taba kral dagha andekhna pa zai da islam moqadas ta khedmat nashta ter de nama landi halta de afghanoo aw mkhkom Afghanistan pakhtoonkhwa tabahi aw qatal programoona jorigi de Afghanistan talibano bandi lanat we che dui ta fakistan sha taliban wai zaka che che isi sa wai hagha dui kawe kher bayad afghanan khpal azali doshman wapezhani hagha panjabistan.

  3. ساعت یا گھړئ یې رانه خلاص او لغته یې راکړه!
    کله چې زه سفیر وم د پاکستان ډیر فوزیان مې ملګري و. کله چې زه ونیول شوم او د تورو شیشو موټرانو کی یی اسلام اباد هوایی ډګر (ائرپورټ) ته ورسولم.
    یو تن مې سترګې راخلاصې کړی ګورم چی یو پاکستانی منصبدار (فوجی آفیسر) ملګری می لګیا دی دلاس څخه مې لاسی ساعت خلاصوي.
    مخ یی راته جهاز طرف ته کړ او شاته (……. کې)یی یوه لغته راکړ او طیاری ته یی تړلی وخیژولم.
    دملا عبدالسلان ضعیف صیب له کتاب څخه, په پاکستان کې د طالبانو سفیر

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ–
    ملا ضعیف خو په رښتیا ضعیف دی
    وربه شې خبر به شې
    عجب درس یی ورکړی خو افسوس چی دا درس په ملا عمر اومنصور هم تطبیق شوی
    !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *