غزنی – نیټه ۲۲ – مرغومې – ۱۳۹۳ هـــ ل
نن ورځ دغزل ستوري او زموږ د ښونکي خدای بښلي استاد صدیق پسرلي صیب لومړی تلین دی. استاد له نن څخه یوکال وړاندې په همدې ورځ د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ وکوچید.
إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ ط
دا خاطره د استاد د لومړي تلین په مناسبت له تاسو لوستونکوسره شریکوم .
له نن څخه پوره شپږکاله وړاندي د ۱۳۸۷ هـــــ ل کال په اوږدو کې د ژمې په یوه یخه خو لمرینه ورځ د افغان ادبي بهر دغونډي ګډون وال وم. له وعدې سره سم په دې ورځ باید ما خپل یوغزل کره کتنې ته وړاندي کړی وای .
ښه مې یاد دي ګران ملګري هارون حکیمي دریځ ته وغوښتم په دریځ مې خپل دا غزل په دې مطلع پیل کړ.
ستړي یو رښتیا خو له کاروانه سره ځو
له یو بل سره مله یو له جهانه سره ځو
اوپه لاندې مقطع مې ختم کړ.
سلامه چې د سترګو له بڼوڅخه جلاسوې
دوو اوښکو ویل موږ به له ګریوانه سره ځو
وروسته په غزل کره کتنه پیل سوه او ډيری شاعرانو ملګرو ورباندې خبري وکړې کله چې مې دا بیت ولوست.
لمنې مو له ستورو څخه ډکې نه یې وینو
د یوې سپوږمۍ لپاره له اسمانه سره ځو
د بي بي سي نوموتي ژونالیست او شاعرمصطفی سالک په دې بیت ټینګ نقد وکړ.
سالک صیب وویل، د شاعرله نظره سپوږمۍ ډیره مقدسه ده او ډير وخت شاعران سپومۍ ته شعرونه لیکي نو درناوی باید ورته وسي نه دا چې په سپکو الفاظو یاده سي او له ما څخه یې غوښتنه وکړه چې له خپل غزل څخه دا بیت لري کړم .
کله چې د سالک صیب خبرې خلاصې سوې د غزلستوري او زموږ درانه استاد خدای بښلي صدیق پسرلي صیب د څه ویلوغوښتنه وکړه .
پسرلي صیب زه مخاطب کړم چې د سلام د ټولې غزل مالګه همدا بیت دی او سالک صیب ته یې وویل چې .
سالکه: سپوږمۍ خپله ستوری دی او سلام په دې بیت کې بیل نوښت کړی، فرض کړه سلام وایې چې زموږ په لمنو کې هرهغه څه سته چې زموږ ورته اړتیا ده خو بیا هم موږله هغو ګټه نه پورته کوو اما له بده مرغه چې د بل چا په داسې توکیو پسې منډي وهو چې زموږ ورته اړتیا هم نه وي اویا هم بل مثال سلام وایې چې موږ په خپله لمنه کې د مدیریت او رهبریت وړ کسان لرو خو ګټه نه ترې پورته کوو اما له بده مرغه چې په پردي پالو پسې تل روان یو.
خدای بښلي استاد له پورته دلیلونو ویلو څخه وروسته ما ته وویل بچیه پام کوه چې یاد بیت له خپل غزل څخه لرې نه کړې.
له هغه وروسته د خدای بښلي استاد زوی، استاد اوتکړه لیکوال ښاغلي اسدالله غضنفرصیب د خبروکولو غوښتنه وکړه .
غضنفراستاد هم د خدای بښلي پسرلي صیب خبره تایید کړه او ویې ویل چې لالا ښو ټکو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې غزل ټول ښکلی دی خودا بیت یې بیل خوند کوي .
الله پاک دې خدای بښلي استاد ته برین جنتونه ورپه برخه کړي الله دې د خدای بښلی استاد دعلم برکت په افغان بچو واچوي، په رښتیاچې استاده اوس دې په ټولنه کې کمی محسوسیږي .