ګاندي

 ژباړن: حیات‌الله ژوند –  

د خدای قوانین ازلي، تلپاتي او نابدلېدونکي دي او د هغه له وجود نه مجزا هم نه دي. دا د هغه اړین شرط او کمال دی.

خدای د خپلو قوانینو بیاليدنې ته اړ نه دی او دغه کار ته اړتیا هم نشته. هغه مطلق قادر او پر هر څه عالم دی. خدای له ستونزې پرته پر اوس او راتلونکي خبر دی؛ نو د هغه د اقتدار پر خاورې بیاکتنې او تعدیل ته څه نشته.

موږ د خدای له ټولو قوانینو او د هغه د ټولو قوانینو له څرنګوالي نه خبر نه یو. خدای ته د لویو عالمانو علم او د لویو عارفانو عرفان د کوچنۍ ذرې په شان دی. که ما ته خدای د ځمکني پلار په شان نه دی، تر ده بې کچې لوی دی.

خدای زما په هره سا کې دی او د ژوند پر خورا وړو چارو مې هم واکمن دی. د ونې يوه پاڼه هم د خدای له ارادې او تقدیر پرته نه خوځېږي او زه چې هره سا اخلم، د خدای اراده پکې ده، پر دې مې کلک ایمان دی.

هغه او قوانین يې یو دي، هغه چې په هر صفت ونوموو، یوازې يو صفت نه دی. خدای حقیقت دی، عشق دی، قانون دی.

د طبیعت قوانین تلپاتي او نابدلېدونکي دي او د معجزې په نوم داسې څه نشته، چې د خدای قوانین دې نقض او تر پښو لاندې کړي؛ خو موږ چې کم وسي او محدود علم لرو، د هر څه په اړه تخيل کوو او کمزورۍ او محدودیتونه مو په خدای پورې تړو. موږ ښايي له خدایه تقلید وکړو؛ خو هغه له موږ نه تقلید نه کوي. موږ د خدای زمان کوچنی کولی او وېشلی نه شو. د خدای زمان ابدیت او موږ ته تېر‑ اوس او راتلونکی دی. د انسان سل کاله ژوند د خدای د ابدیت په پرتله د يوې کوچنۍ ذرې غوندې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *