فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

  اکثره کسان د کوڅه ډبو، ناروغو یا لیونیو سپیو وژونکو ته په ښه سترګه ګوري خو څنګه وژل؟ د ماشومتوب په وخت کې مې یو کس یادیږي چې ستن یې په ډوډۍ کې کیښوده او کوڅه ډب سپي ته یې ورکړه چې ورباندې ومري. د ده په طریقه هیچا اعتراض ونکړ او هیچا ونه ویل چې عذاب کشه کول اخلاقي عمل نه دی. د سپي نیول او په دار کول مې هم یادیږي. کلیوال د توت تر لویې ونې لاندې ولاړ وو او په خوند خوند یې د سپي د زندۍ کولو ننداره کوله.

  د ګاندي دا خبره مشهوره ده چې د یوه قوم د اخلاقو سویه له حیواناتو سره د دوی له چلنده معلومولای شو. که خپل اسلامي کلچر ته وګورو ، له ژویو سره د نرم چلند په اړه د مثالونو کمی نه وینو.

  افضل خان خټک په تاریخ مرصع کې د یوه سړبن ولي الله، شیخ شهاب بختیار ذکر کوي، لیکي: «نقل دی چې یو سړي اس ګرزاوه. دوه کروړې یې په سبب د شوخۍ وواهه. هر ګاه چې اواز د چابک و غوږو ته د شیخ ورسېده، آه یې وکړ. حاضرانو د مجلس عرض وکړ چې یا شیخ باعث د دې آه څه دی؟ شیخ قمیص له تنه مبارکه ورته کړ، نخښې د دواړو کروړو په صورت د ده ښکاره وې.» له دغه حکایته او په سلګونو او زرګونو نورو حکایتونو او روایتونو ثابتیږي چې په اسلامي کلچر کې له ژویو سره نرمه رویه د اخلاقي برتري او کرامت ښووندویه ده. قرآن عظیم الشان د دنیا د مخ ژوي د انسان په څیر د خدای  امتونه بللي دي چې روزي ورته ټاکل شوې ده. د بخاري شریف حدیث دی چې یو څوک په دې وجه دوزخي شو چې پیشو یې بندي کړې او له لوږې، تندي وژلې وه. په دیني لحاظ دې نتیجې ته رسېدل اسانه دي چې حیوانات حقونه لري او دغو حقونو ته نه پام کول د ګناه سبب کیږي.

  شاوخوا شل کاله پخوا د عراق او ایران د جګړې په زمانه کې د حیواناتو د حقونو یوې ادارې خواشیني څرګنده کړه چې د بمونو په وجه په فارس خلیج کې د دلفینونو ژوند ته خطره پیښه ده. په هغه وخت کې، چې جګړه ماران د انسانانو په قتل عام بوخت وو،  ماته د دلفینونو په مړینې خپګان مازې یو اخلاقي نمایش او تظاهر ښکاره شو او یوه لنډه کیسه مې ولیکله چې لیکوال ماخوستن  ناوخته  په خبرونو کې همدا رپورټ اوري او قلم را اخلي چې د دلفینونو د ژوند د ژغورلو په باب مقاله ولیکي. دغه وخت د لیکوال د کور دروازه وډبول شي. دی خپله میرمن چې ویده ده، راویښه کړي او ورته ووایي، ورشه که هر چا بللم،ورته ووایه چې هغه نشته. میرمن یې اندېښنه څرګندوي: ګاونډی نه وي، ښځه یې امیداره وه، موټر به یې پکار وي چې روغتون ته یې ورسوي. لیکوال په قهر ورته وایي: که هر څوک وي ما به نه ورښیې چې وخت نه لرم، ډیره مهمه مقاله لیکم.

 د ښځې اټکل سم وي. د ګاونډي د ښځې صحي حالت خراب و او موټر ته یې اړتیا لرله چې روغتون ته یې ورسوي.

 د موټر په پیدا کولو کې ځنډ د ناروغې د میړنې سبب شو. د ګاونډي په کور کې چیغې سورې شوې او لیکوال له دلفینونو سره د خواخوږي مقاله بشپړوله. مقاله بشپړه شوه خو ورځپاڼې ته یې رسول سخته وو ځکه په کوڅه کې خلک راټول وو. لیکوال د کور په شاتني دیوال بلې کوڅې ته واوښت چې مقاله ورسوي.

 دغه کیسه رانه ورکه شوه او په ورکېدو یې اوس چندان خپه نه یم ځکه د ژوند تجربو راوښوده چې له انسان سره د مینې زړی په هغه زړه کې ښه زرغونیږي چې له نورو ژویو سره نرم سلوک نرم کړی وي.

 هره وړه بې رحمي لویې بې رحمي ته لار اواروي. که موږ په کورنیو او ښوونځیو کې خپلو کوچینیانو ته ور زده کړو چې له حیواناتو سره نرم چلند ولري، هاله  ورڅخه دا توقع اسانه ده چې د انسان په مقابل کې بې رحمه ونه اوسي. د متکررو قاتلانو په باره کې څيړنو ښودلې ده چې دوی د حیواناتو د ځورولو مخینه لرله.  په پرمختللیو ټولنو کې د حیواناتو د ځورولو په خلاف قوانینو یو اصلي مقصد دا دی چې خشونت کم او په زړونو کې رحم زیات شي. د شیخ شهاب بختیار په اړه په تاریخ مرصع کې لولو:«… او همیشه به دوه خلطې ورڅخه وې. په یوه کې سپاري او لاچي او په بله کې تورې پیسې. هر ګاه چې سوالي به سوال وکړ، یوه پیسه به یې ورکړه او نور هر څوک چې به ورته راغی، سپاري او لاچي به یې ورکړه.» شیخ محتاجانو ته پیسې او نورو خلکو ته لاچي او سپاري ورکول چې تش لاس پاتې نه شي او د محبت په پیغام ونازول شي. دی چې د حیوان په درد راضي نه و، د انسان مینې یې زړه ته په اسانه لاره کوله.

 د نولسمې پیړۍ په دویمه نیمه کې ساینسپوه چارلز داروین یوه مهم ټکي ته پام شول. ده ته معلومه شوه چې د ژویو انواع یو بل کنټرولوي او د دغه توازن ساتل د حیات په ګټه دي.

 پخوانو متل کړی دی چې توتکۍ بې ازاره مرغۍ ده خو د خوړ چینجي یې ټول وخوړل. مانا دا چې توتکۍ د خوړ د چینجو د ناانډوله زیاتېدا مخه نیسي. زه نه پوهېږم چې د توتکۍ د ناانډوله زیاتیدا په مخنیوي کې د طبیعت کوم عوامل شامل دي مګر د کابل ژوبڼ یوه صحنه مې هیڅ وخت نه هیریږي. د دیارلس سوه اته پنځوسم کال د اوړي یو مازدیګر و چې په ژوبڼ کې د باز نندارې ته ودریدم. د باز په پنجره کې د هغه د خوراک لپاره اچول شوې کوترې وزرونه رپول. ترخه صحنه وه او څو کاله پس چې مې د پلار په یوه غزل کې ولوستل:

 تیری جرم نه و ویاړ و د دنیا په بحر و بر کې

 باز د زرک په سینه ناست و، موج د موج په اوږو سپور و

نو سمدستي د ژوبڼ د باز فاتح انداز را په یاد شو.

 د ژویو ژوند د زنځیر د کړیو غوندې له یو بل سره غوټه دی. دلته که هره کړۍ ماتیږي، ټول زنځیر صدمه ویني. انسان چې د ساینس او ټکنالوژي په برکت په وروستیو پیړیو کې ډیر زورور شو ، په اوله کې یې دې ته چندان پام نه شول چې که کبان په بم وژني او ځنګلونه په چارتراشو پسې له یوې مخې اره کوي، انجام به یې څه وي؟ خو اوس چې خپلې خطا ته متوجه شوی دی، د چاپیریال ساتنې ته یې توجه مخ په زیاتیدو ده. زموږ په وطن کې تر څه مودې پخوا پورې سیند ته بم اچول او د څو لویو کبانو لپاره په سلګونو واړه کبان وژل،  ډیره بده چاره نه ښکارېده مګر اوس له دا رنګه ښکاره نفرت عام شوی دی. زه چې ماشوم وم خړه کوتره (= بغدادۍ کوتره، ګوګوشتکه) بنیادمانو ته نه رانژدې کېده او اوس ګومان کوم ډیره نه ویرېږي.

 له ځناورو سره مسولانه چلند نه یوازې اخلاقي مسولیت دی بلکې د چاپیریال د ښایسته پاتېدو لپاره هم ورته ضرورت لرو.

 د کندز په چاردره کې به زموږ د کلي مشرانو د دښتي چرګ کیسې کولې. ویل به یې غاړه یې سپینه او وزرونه یې سره، زیړ او نور ښکلي رنګونه لري. لکۍ یې لکه په تیز لاجورد چې د طلا ګرد پاشل شوی وي، په عین شین والي کې زیړه لمبه کوي. دغه مرغه تر سل، ده سوه متره ډیر نه الوزي خو د جنګي الوتکې په شان ناڅاپه ګړندی تېر شي. دښتي چرګ له پښو هم ډیر چټک دی. څنګه چې زمکې ته ورسېږي، په سترګو رپ کې د پټو په منځ کې پنا شي ځکه خو یې ښکاریان په هوا کې ولي.

 زموږ سیمه اوس دغه ښکلا نه لري او که رحم ونه کړو خدایزده څومره نورې ښکلاوې به ووژنو!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *