په فیلسوفانو کې هم عجیب خلک تېر شوي دي. یوه مسلمان فلسفي لیکلي دي، چې یو وخت مې له خدای سره اړیکې پرېښودې. فرضي عبادتونه مې کول خو په مستحباتو کې مې لټي شروع کړه. له خدایه مې غوښتنه بس کړه. سوال مې پرېښوده. له لمانځه وروسته مې دعا کول هم بند کړل. ټولې هغه کرښې او تارونه مې وشلول چې زه او خدای یې سره وصلولو.

ما ځان د یوه دهري په څېر کړ، البته فرضي عبادات مې د ګناه له وجې پرېښودی نشول. د وخت په تېرېدو پوه شوم، چې له خدای پرته ژوند ممکن نه دی. نه یوازې دا چې خدای زمونږ په ژوند کې لویه برخه لري، زمونږ ذات او فطرت هم خدای ته اړ دی. مثلا: د ډېرو سختو ستونزو په منځ کې چې سړي ته ډاډ او اطمینان ورکړي، یا له اسبابو پورته مرسته چې ترې وغوښتل شي، باید یو څوک وي. که خدای نه وی، نو انساني روح به د کوچینیو ستونزو په وړاندې هم مقاومت نشو کولی. وړو ازغیو او کوچینیو خنډونو به یې د ژوند مسیر ته بدلون ورکاوه.

که زه په یوه خبره کلک ولاړ یم او له خپله هوډه نه تېرېږم، ښکاره ده چې یو څوک به مې مرستندوی وي. په یوازې ځان ټولې نړۍ ته تغییر ورکول هېڅ امکان نلري. یو ذات او یو خارجي قوت شته، چې بشریت یې د زړورتیا او جرات تر پولو رارسولی دی.

حمزه بابا فرمایلي دي چې د خدای نه په انکار کې هم اقرار دی. د بابا منظور له دې خبرې دا دی چې که څوک ووایي چې خدای نشته، نو ده اول دا اقرار وکړ چې خدای شته، بیا یې وویل چې نشته. یعنې که زه د یوه شي له شتونه انکار کوم او وایم چې فلانی شی نشته. په دې فلاني لفظ کې ما د هغه شي شتون ومانه.

هسې وایي چې یو وخت فریډرېش نېچه د خدای د مرګ اعلان کړی وو، وروسته بیا خپله لېونی شو. ده د خپل ژوند وروستي یوولس کاله په لېونتوب کې تېر کړل او بیا مړ شو. که نېچه لږ نور هم د تصور او فکر نیلې زغلولی وی، ممکن خدای یې منلی وی.

عجیبه نه ده؟ هغه عقل چې ډېرو ورته د انساني ژوند اصل او منشا ویلي، کله کله سړی په داسې کږلېچونو سر کړي، چې تصور یې هم ګران وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *