ای قوم به حج رفته کجایید کجایید
معشوق همین جاست بیایید بیایید
معشوق تو همسایه دیوار به دیوار
در بادیه ګم کشته وسرګشته چرایید
(مولانا جلال الدین بلخي)
نن عمر جان خورا خوشحاله وو ،ځکه خدای (ج) ېې حج ته د تللو دعا قبوله کړې وه . زوی ېې د حج په ټولو لګښتونو برسیره له حجه د ګرانبیه سوغا تونو او ډالیو د راوړلو پیسې هم په واک کې ورکړې وې چې څنګه د ما ښام له لمانځه کور ته راستون شو او د نا ستي په خونه کې ېې په زوی سترګې ولګیدې وار له مخه قبلې ته ودرید ،لاسونه ېې لپه او پورته ونیول:
ـ خدای خو دې ستا نصیب هم په کې وکړي .
زوی ېې په رضا یت ور غبرګه کړه:
ـ بس ستا دوعا په کار ده که سوداګري مې همداسې روانه وی بل کال ته دې بیا له مور سره جوړه لیږم .
د بیا تګ په اوریدو عمرجا ن نور هم له خوښۍ وغوړید او بې واکه یی دوهم وارهم لا سونه ددوعا لپاره لپه او پورته ونیول :
ـ خدای دې په کار کې نور هم برکت واچوه چې هم مې دهمزولو سیال ګرځوې او هم مې په حج کړي ګنا هونه مینځې .
زوی یی بیا ددوعا هیله وکړه :
ـ بس ښه ډیره دوعا راته وکړه .
ددوعا په اورید د عمر جان لاسونه بیااتومات پورته شول :
بس خدای دی دین او دنیا روښا نه لره زویه.
د عمر جا ن کوچني لمسي چې د پلار او نیکه تر منځ نا ست او ددوی مرکه یی په غور څا رله نا ببره نیکه ته مخ ورواړاوه او په حیرانونکو پو ښتنو ګډ شو:
ـ با با چیرته ځئ ؟
عمر جا ن چې د خوښۍ احسا سس ېې په وجود خپور وو په نرۍ موسکا ځواب ورکړ :
ـ حج ته که خدای ته منظوره وه .
لمسی د حج د کلمې په آوریدو حیران شو بې واکه ېې له خولې راووتل:
حج!!
ددې کلمې په چرت کې لاړ او راغئ او له څه فکراو چورت وروسته یی نیکه بیا وپو ښت :
ـ حج څه شی دئ با با ؟
عمر جان په دهغه په سر د مهربانۍ او ناز لاس راتیر کړ:
ـ حج د خدای کور ته وایی زویه .
لمسی یی نور هم په ژور فکر کې لاړ :
ـ د خدای کور ـ ته د خدای کور ته ځې ؟
عمر جا ن د تا ید په بڼه سر وښوراوه:
ـ هو بچو که خدای ته منظوره وه .
ـ با با خدای چیرې دئ ؟
د کوچني دې پو ښتنې عمر جان حیران کړ، لربر یی له نظره تیر او ځواب یی ورکړ:
ـ خدای هر چیرې دئ .
کوچني بیا فکر یوړ او نیکه یی دستي وپو ښت :
ـ نو بیا ولې موږ هغه نه ګورو ؟
عمر جان په مینه او مهربانۍ ځواب ورکړ:
ـ موږ بندګان هغه نه وینو موږ یوازې هغه په خپلو قدرتونو پیژنو .
ـ قدرتونه !!!
د قدرتونه کلمه هم هغه څه و چې کوچنی په لومړی وار اوریده ځکه بیا هم ګڼو چرتونو په مخه واخیست له څه فکر ه وروسته دستي بیا نیکه ته ګډ شو:
ـ خدای موږ ګوري؟
ـ هو بچو
ـ د خدای نږدې کور چیرته دئ با با؟
ـ دبیت الله شریف په ګډون هر جوما ت د خدای کور دئ .
کوچنی بیا حیران شو:
ـ هر جوما ت!؟
عمر جان هم ور غبرګه کړه:
ـ هو هر جومات
کوچني بیا وپو ښتل :
با با بیت الله چیرې دئ؟
عمر جان تندی څه تریواو و غورید :
ـ بیت الله شریف وایه ؟
کوچني دستي ځا ن ګرم وبا له:
ښه با با بیت الله شریف .
د لیری والي او موقیعت سوال یی په ذهن کې راوټوکید:
هغه لیرې دئ ؟
ـ هو بچو
ـ ډیر لیرې ؟
ـ هو
ـ ته په پښو ورځې با با ؟
ـ نه
ـ په موټر کې ؟
ـ نه
ـپه الوتکه کې ؟
هو کنه بچو ـ
ـ ولې ؟
ـ ځکه چې ډیر لیرې دئ .
په الوتکه کې تګ په کوچنی ښه ولګید ، نیکه ته رانیغ او په زاریو شو:
ـ با با زه درسره تلای شم ؟
عمرجان ته خندا ورغله :
ـ بچو په هغه خو ډیره خرچه راځي .
کوچنی بیا چرتونو واخیست :
خرچه !!!
ـ هو کنه خرچه : پیسې
کوچنی دلګښت او پیسو چرت بیا پسې یوړ خو لا یی بلې پو ښتنې ته خوله نه وه جوړه چې نا ببره د کور لویه دروازه ووهل شوه ، او په درنګ شیبه کې د عمر جان اوښی جانمحمد خان په کور راننوت او سده د میلمنو لویې خونې ته راغئ . هغه چې د خفګان او خواشینۍ څپو راپه مخه کړی ووغلی شان سلام واچاوه او د عمر جان خواته ېې په پراته توشک پلتۍ ووهله .د دده پریشانه او غمجنې څیرې ټول هک پک کړل، عمر جان دستي مخ ورواړاوه:
ـ جانمحمد خانه ! خیریت خو به وی ، ولې دومره پریشانه او خواشینی ښکارې؟
جانمحمد چې له پریشا نۍ ېې خوله خبرو ته نه جوړیده په خواشینې بڼه د ورپیښ مصیبت غوټه داسې پرانیستله :
ـ لکه چې د خوره دې خلاص او کونډ شم.
عمر جان ددې خبر په اورید ټکان وخوړ.
ـ ولې خدای دې نه کړي؟
ـ د زړه رګونه ېې بند دي . په شمار څلور
په شمار څلورعدد یی څو ځلې تکرار کړبیا عمر جان ته مخ ورواړاوه او په زاریو سر شو.
ـ عمر جانه موږ خو له تا سو پرته بل څوک نه لرو چې لاس راکړی .که داد ته مې ونه رسیږی ته دی له خور او زه له ښځې خلاصیږم.
تردی ځا یه چې را ورسید دعمر جان ځواب او غبرګون ته سترګې په لار شو خو چې د عمر جان له خولې یی بیړنی غبرګون ونه لید خبره یی بیرته وغزوله .
ـ ویریږه مه څنګه چې ددې اپریشن وشو په راسبا وطن ته ځم او پټی درته ګروم .او …
لا ېې خبره بشپړه شوې نه وه چې عمر جان یی په خبرو کې ورننوت:
ـ پو هیږم جانمحمد خانه چې هم مې دتنکۍ ځوانۍ یار یی او هم مې اوښی ېې او په خپل وخت کې دې په ډیرو تنګسو کې لاس راکړی خو ته خبر یی چې ما حج ته داخله کړې او جمعه وروسته مې د پچې وار دئ .
جا نمحمد چې دا واوریدل په زړه ېې د نا امیدۍ یخې اوبه توی شوې ،سر ېې ښکته واچاوه او نور ېې هیڅ ونه ویل . عمر جان د انکار پخلی نور هم پو ښ کړ:
ـ په خدای چې څو ورځې وړاندې مې خپل سږنی ورور بینوا ولیږه . د هغه خوار هم پښتورګی خراب دی .
عمر جان چې څنګه دا واوریدل ژر له ځا یه را ولاړ . څادر ېې په اوږو راواچاوه اوغلی شان له کوره ووت:
د جا نمحد په وتلوپه ټوله نا سته کورنۍ چوپتیا واکمنه شوه خو دا چوپتیا د عمر جا ن زوی ما ته کړه،پلار ته یی مخ ورواړاوه او ویی ویل:
ـ نه کیږی چې دا داخله بل کال ته کړو؟
عمر جان د زوی دې وړاندیز ولړزاوه:
ـ دا څه وایی ځویه . په ژوند څه باور ؟په تا څه باور چې دا پیسې به درسره ټینګي او تجارت به دی داسې روان وی؟
زوی یی په سړه سینه ځواب ورکړ:
ـ خو ددوی لاسنیوی هم له حجه کم نه دئ .
خو عمر جان هیڅ خبرې نه قا نع کاوه او په خپل عزم او اراده ټینګ ودرید :
ـ زویه ته سم واېې خو ددې وطن غریبان به هیڅکله ماړه نه کړی ، دا افغا نستان دی نه انګلستا ن . نن دی دده عرض واخیست بل کال به نور درته ولاړ وی .
زوی یی خبره ځواب ته جوړوله چې عمر جا ن بیا په مختلفو دلایلو سر شو:
ـ اوس مې د خلکو خولې ته مه اچوه ، ټوله دنیا خبره ده چې سږ حج ته روان یم .
د عمر جان په دې خبره د زوی خوله بنده اونورېې یوه خبره هم ونه کړه.
یوه اونۍ وروسته د عمر جا ن دداخلې ورځ راورسیده له دی کبله له خوښۍ په جا مو کې نه ځا یده . څنګه چې ګهیځ له خوبه را پورته شو نوی سپین کا لی یی واغوستل او سپینه لو نګۍ ېې وټړله او چې له لما نځه را وګرځید او چاي ېې وڅکه دستی له زوی سره یو ځای هغه ځای ته روان شو چیرې ېې چې حج ته دسفر کارونه کیدل . کله چې ورسیدل زوی ېې دستی له پلاره د هغه پا سپورت او تذکره واخیستل او نیغ هغه کس او هغې څا نګې ته ورننوت چې حج ته یی داخله کیده . خو له یو سا عت اتظاره دستی پرې غږ وشو چې په سږنی کال کې د ډیرو حا جیانو دداخلې په سبب په پچه کې پا تې را غئ او پچه یی ونختله .
عمر جان دې خبر ولړزاوه او خواشینی بیرته کور ته راستون شو . کور ته په رارسیدو ګڼو فکرونو په
مخه کړ :
ـ خانمحمد به راته خیرا کړی وي ، که ورور چې نا امیده مې له کوره رخصت کړل؟
له ځا نه سره لکه سودایی ګډ و چې د زوی ېې ور پام شو.
ـ خواه دې مه بدوه پلاره ،دنیا په امید خوړه شوې کال ته به دې له خیره له مور سره جوړه ولیږم
خو عمر جان هیڅ شي نه قا نع کاوه او په خواشینۍ ېې ور غبرګه کړه :
څنګه به نه خفه کیږم ټولې دنیا ته مې د حج هنګا مه تللې ده .
زوی یی بیا په دلاسا کولو شو:
ـ خدای مهربان دئ دومره کلونه چې تیر شول دا به هم دسترګو په رپ کې تیرشي .
عمر جان اوږ اوسیلی وویست او په نهیلۍ ېې ور غبرګه کړه :
ـ زه په سبا ورځ باوری نه یم ته مې کال ته پریږدې .
دوی په خبرو خبرو کې کور ته راورسیدل خود خبرولړۍ یی په کور کې هم پرې نشوه
ددوی دا خبرې او بحث لمسی بیا په ځیر څاره او چې څنګه دواړه غلی شول لمسی ژر په خبرو کې دتیر په څیربیا وروغورځید:
ـبا با ولې خفه یی؟
عمر جان هغه ته لربر وکتل او په خواشینۍ ېې ځواب ورکړ:
ـ بچو دخدای کور ته مې پچه را ونختله .
لمسی د پچې په آوریدو هک پک او ګوته په غا ښ شو :
پچه!!
او بیا یی په حیرانتیا نیکه وپو ښت.
ـ پچه؟
ـ هو پچه
لمسی ېې له خندا شین شو:
حج ـ ښه هغه د خدای لرې کور
ـ هو بچو هغه ته مې پچه راونختله او داخله مې سږ خدای ته منظوره نشوه .
د لمسی په شونډو نرۍ موسکا غزونې وکړې :
با با مه خفه کیږه را ځه د خدای دې لنډ کور ته به دواړه لاړ شو
په دې خبره پلار او زوی دواړو په کټ کټ وخندل . نیکه لمسی په غیږ کې ټینګ ونیو .
ـ ته ښه واېې بچو خدای هر چیری او هر جوما ت دخدای کور دئ
او زوی هم د پلار په ننګه خبره ورغبرګه کړه :
ـ او د هر ناداراو محتا ج کس لاس نیوی د حج عمره ثواب لری .
عمر جا ن د زوی په دې خبره ژر لمسی ته مخ ورواړاوه او آمر یی پرې وکړ:
ـ ځه بچو نیا ته دې غږ کړه .
خو لمسي ېې ځان لا تلو ته نه و جوړ کړای چې میرمن ېې پخپله کو ټې ته راننوته او په خوشحالۍ ېې خاوند وپو ښت :
ـ داخله دې له خیره وشوه؟
عمر جان په نهیلۍ او خواشینۍ ځواب ورکړ:
ـ نه، سږکال خدای ته نه وه منظوره
او سمدستي ېې ښځې ته کړل :
ـ اوس هغه پیسې راوړه چې خانمحمد خان ته یی ورولیږم . حج خو هسې هم لاړ او راغئ .
دې له ښځې سره په دې خبرو کې ګډوو چې د کوڅې له بره سره کوکې او چغارې شوې او له دې ژړا او انګولا سره سمدستې د باد په څیر ټوله کوڅه کې دا خبر خپور شو چې د عمر جان خور او د خانمحمد میرمن په حق ورسیده .
دې خبر پلار او زوی دواړه د ویر په ټغر کینول او هر یو تندي ته ټس ورکړ . د عمر جان له خولې نا ببره راووتل :
ـ بس داد همده آزار و چې داخله مې خدای منظوره نه کړه
د شپې لس بجې او دیرش دقیقې
تیتفورد ، انګلستا ن
د ۲۰۱۳ میلادی کال د می ۲۵ نیټه