د ۲۰۰۹ کال مې میاشت وه، چې له ایران څخه را واردېدونکي د یو افغان ناشر ابراهيم شریعتي ۱۱ عنوانه کتابونه په نیمروز ګمرک کې له پلټنو وروسته سیند ته وغورځول شول، په دغو کتابونو کې هزاره ها، شناسنامه افغانستان او د حضرت علي لیکونه یې مشهور وو. د نمیروز والي غلام دستګیر ازاد ادعا وکړه چې د سترې محکمې د حکم پراساس چې دا کتابونه افغانستان کې ملي وحدت ته ګواښ و، قومي او مذهبي تعصب یې پاراوه سیند ته وغورځول شول.

پارلمان کې د یونس قانوني او احمد بهزاد په مشرۍ یوه غوغا جوړه شوه، د وخت د اطلاعات فرهنګ وزیر کریم خرم یې وغوښت، ښاغلي خرم پارلمان ته وویل چې دوی ته خبر ندی ورکړل شوی او والي دا کار د اطلاعات فرهنګ له مشورې پرته کړی دی. خو په پارلمان کې یوه کړۍ په دې لګیا وه، چې څرنګه وکولای شي هغه په لیوه باندې له ښکته نه د وزې له خوا د اوبو خړولو پلمه د وزیر د ځپلو لپاره تاکتیک کړي.

د نیمروز والي، ستره محکمه او د خیل ټول ارګانونه برات شول، وزیر یې راټینګ کړ. اخري خبره دا وه چې خرم باید استعفا وکړي او له ملت بښنه وغواړي.

دویمه ماجرا د ملي ګالري وه، د مخدوم رهین په لومړۍ دوره کې د افغانستان د ملي ګالرۍ قديمي لوحه د وزیر له خوا راښکته کړای شوه او پرځای یې د نګارستان ملي لوحه جګه شوه. دا وخت نه په پارلمان کې، نه محکمه کې، ‌نه رسنیو او علومو اکاډمۍ کې هیڅوک نه وو چې له ښاغلي رهین وپوښتي چې د ګالرۍ نوم په څه دلیل نګارستان شو؟

یو کال وروسته د اطلاعات فرهنګ د تاسيساتو د بیارغونې او مرمت چارې شروع شوې، په دې لړ کې د ملي‌ ګالرۍ ودانۍ هم رنګ کړای شوه او په دغه ودانۍ کې ساتل شوې پخوانۍ لوحه ملي‌ ګالري د نګارستان د لوحې پرځای بېرته نصب کړل شوه.

دا اداري جراات د ښاغلي خرم لپاره په دومره لوړه بیه تمام شو، چې سړی به هره ورځ په پارلمان کې د زلمي زابلي او احمد بهزاد دربار ته احضاریده. د کار ترپایه د خرم لمن له دې شواخون خلاصه نشوه.

د ښاغلي عبدالباري جهاني په میز هم پردي غمونه او تهمتونه پراته دي، هغه کتابونه چې پرون یې د هزاره ځوانانو د لاریون ظاهري انګېزه جوړوله د ښاغلي رهین په وخت کې ایراني نندارتون ته په لېږد یې بنديز ولګید، هزاره زلمیان د دې پرځای چې غوږ وګوري پشۍ پسې ځغلي.

د جهاني د استعفا غوښتنې انګېزه څلورو رسنیو ته د پوښتنې ګروېږنې د مکتوبونو لیږد یا ایرانۍ نمایشګاه ته په کتابونو بندیز ندی، ستونزه دا ده چې جهاني د یو پښتانه فرهنګي په توګه په دې میدان ځینو کړیو ته د زغم وړ ندی. که لږ په جرات وویل شي، د دې خبرو تر شا زموږ د غیرپښتنو زلمیانو احساسات او ډېر فرهنګ ستزه بیروني لاسونه دي.

جالبه دا ده چې جهاني د خوار ادرس وزیر دی، حتی ویره ده چې ښاغلی غني به دا وزیر لکه شکریه بارکزۍ یا لودین له عبدالله ونه ګټلی شي. پرون عبدالله په کابینه کې لکه د سړک د هماغه ناخبره مظاهره چیانو په څیر په جهاني وبلوسل چې ایرانۍ نمایشګاه ته یې د کتابونو د بندولو دلیل څه دی، اجراییه ریس حتی لا په دې خبر ندی چې کتابونه چا بند کړي دي. په حکومت کې د حکومت د سلیقو کش و ګیر.

د افغانستان په متعصبه حلقه کې جهاني له وړاندې د یو احتمالي پښتون فاشیست په توګه معرفي شوی دی. دا ذهنیت پارلمان ته د جهاني د تګ پرمهال درک کولای شو. نوموړی د افغاني رسنیو او پارلماني متعصبینو له سختې رواني جګړې د فرهنګ وزارت ته روغ ورسېد. د ده په اړه ذهنیت په لوی لاس خرابيږي ظاهراً څو ناخبره احساساتي زلمیان سړک ته راووځي، تر شا یې د افغانستان د میډیا مافیا او ورپسې نامريي فرهنګ ستیزه بیروني استخبارات دي چې ټول وخت یې په افغانستان کې خپل راج چلولی او پښتانه یې د خپلو فرهنګي غلیمانو په توګه معرفي کړي دي.

زما به کله هم هېر نشي چې د بلخ مدني فعالینو د جهاني د کاندیداتورۍ پرورځ کومي شکولي وو، چې جهاني ځانمرګي ته نظم ویلی او ځانمرګی یې ستایليی دی. ستونزه داده چې د جهاني په ژبه د افغانستان فرهنګي تصمیم نیونکي نه پوهېږي او د جهاني ژبه د جهاني د سیاسي مقام د نجات لپاره کار نه ورکوي.

د اطلاعاتو فرهنګ نوی وزیر له جدي ننګونو سره مخ دی، دا یو ساده پیل دی چې څو رسنۍ تر اندازه جدي د ځان په ننګه ودرېدې یا د نندارتون د تحریم په پلمه هزاره ځوانان د وزارت مخې ته راټول شول، په مخ کې پراته کارونه د مطبوعاتو قانون دی، د رسنیو د سرغړاوي د څېړنو کميسون، د مطبوعاتو له تالار څخه استفاده، د ژورنالستانو د ملي اتحادیې پرسر د خبریالانو خپل منځي اختلافات چې لمن یې تر وزیره غوړېدای شي، د وزارت په دننه کې ځینې کړۍ چې وزیر او رسنۍ سره جنګول غواړي او په تېره په اوسنۍ نامشروع میډیايي سیالۍ کې د بدلون لپاره عملي اقدام. دا هرڅه یو پربل پسې غبرګونونه لري چې هر یو به یې تر دې خطرناک او د وزیر لپاره د سرخوږي وړ وي.

جهاني به له دوه لارو یوه انتخابوي؛ یا به له ازادو رسنیو تر پزې راغلي د ملي شورا وکیلان له ځان سره دروي او دآزادو مطبوعاتو په نوم د مافیا دا تابو به نړوي او یا به د داکتر مخدوم رهین غوندې پټه خوله په هرڅه بهتره ګڼي او چېرته به پیتاوي ته خپل هډونه تودوي.

8 thoughts on “د خرم سناریو پر جهاني تطبیق کېږي/ اباسین بریال”
    1. داطلاعت اوکلتور وزارت بايد خپلی د څارنی څانګی په ګمرکاتو کی فعالی کړی چی په هيڅ ډول يوه ورقه هم بيدون داطلاعاتو اوکلتوروزارت دځانګړی ټاپی څخه بازار او درسی سيستم ته وړاندی نشی.دی ته به ووايو چی موږ ملی- علمی شتمنی ته وده ورکو اود پردو څخه يي ساتو.

  1. جهانی صاحب دافغانستا داساسی قانون پربنياد روان وزير دی نوکه دچا نه خوښيږی دا دقانون پوری اړه نلری داشخصی ثليقوی ارزوګانی دی چی دقانونی کړنوپه وړاندی کوم ارزش نلری ،دافغانستان ټول اتباع مسول دی چی په بهرکی ليکل شوی كتابونه اوپه خاص ډول درسی،تاريخی او تحليلی کتابونه ،دعلوموداکډمی ،لوړوزد کړو اوتعليم تربيه وزارتونو دسانسوردکميټی وروسته دنشروړ وګرځوی ،وګوری دوستانو که چيری زموږ يو استاد يوعلمی اثر وليکی هغه اثر يا ليکنه بايد دعلمی شورا څخه بايد پاس شی نودا څنګه عدالت دی چی خارجی کتابونه چی هری اوتی اوبوتی په کی ليکل شوی وی بيا دی زموږ دعلمی کدر په وړاندی دنابودی وسيله وګرځی هر وزير حق لری چی دملی _ علمی شتمنی څخه دفاع وکړی دازموږ دملت حق دی نه ديو څو فاشيست اووطن پلورونکو جاسوسانو نظر. تل دوی زموږ وياړلی علمی اوکدری ليکوالانړ

  2. په دیر درناوي سره له ښاغلي جهاني: څخه ټول افغان پال ملت هیله لرو چه دهر خس او خشاک په وړاندې ځان مظبوط ټینګ ساتئ ،چه داستفأ نوم وانه خلئ۰
    ایرانیان هغه منافق خلک دي چه له یوې خوا ئې هزاره ووته یومتل جوړ کړئ چه وائې (چهارچیز دیدم چشم پاره ــ مرغ ومګسو،سګ وهزاه)راو له بلې خواله دغو (نمک حرامو) څخه دخپل ځاني ګټې لپاره کاراخلي.هغه ورځ راتلونکې ده چه دا دلستوڼي ماران به سرونه خوري۰
    داور بڅـــــــرکـــــــی
    زه یم بڅرکئ دسره اور؛
    زه یم کمکئ بڅرکئ
    تل یم ښکاره او ځلاند ؛
    کله شم پټ سپیروایروکې
    یمه کرار خو ډیر سوزونکئ۰
    یمه بڅرکئ دسره اور؛
    چاسره کار نه لرم؛
    غواړم کرار واوسم۰
    کله نا کله ډیر کمکي بادونه
    خاورې ایرې له مانه والوزوي
    زه شم تازه اوځلاند
    څوک په ما نه سوزیږي!۰
    خو!!!۰
    خوکله ،کله دبهر نه سیلۍ ؛
    سیلۍ دقهر او غضب شي په ما
    شمه زه دومره تازه
    چه یوه شغله جوړه کړم
    شغلې ــاورونه او لمبې لږوي
    جهان کړي ټوله لمبه
    دا زما کمکئ بڅرکئ
    دازما بڅرکي نه لمبې جوړې شي
    زه نه مړکیږم تازه کیږم لا نور
    هر کله…ــــ
    هر کله داچه دغضب سیلۍ په ما
    ولګي۰۰۰

  3. سلامونه وروڼو او خویندو ته،
    آ متل دی ” مه دومره خوژ شه چې خلک دې تیر کړي؛ او مه دومره تريخ سه چې خلګ دې توو کړي”. زء ولسمشر ته دا وایم، د آغلې بارکزۍ صاحبې د ټاکڼو کمیسیون ته،د جنرال لودین صاحب د ملي دفاع وزارت لپاره نوماندول، د پوپل صاحب د مالیی وزارت ته ا.د.ن. صادقو، متخصصو ، په وطن مییِنو اشخاصو سره د تش په نامه اِجړاییه ولسکشر ضدیت او د ولسمشر په امر کې خبر کول لا څه ،چې اوس د ۳-۴ مفسدو ، وطنفروشانو او د مهقق،خلیلی، مهسنی ا.د.ن. د جاسوسئ او شیطانۍ مثلث(پنجاب-پنجشیر او پنجده!!!) د دشت برچي او پل سوخته پدرسوخته ګانو په ډب-ډب پای ، دښاغلي ،دروند، د وطن او ملت خیرخواه، د ملي سرود معظم ملي شاعر، موءرخ او لیکوال (عبدالباري جهاني صآب) سره هم ډغرې وهي؟؟. دخوشحال خان بابا دا بیت دې د دوی په یاد وي:” لا تر اوسه یی ماغزء په قرار نه دي
    چا چې ما سره وهلی سر پر سنګ دی!”.او ولسمشره لژ ځان وخوځوه، د منشور او کمپاین وعدې دې په یاد کړه، او ډیر مه خوږیږه، یوڅه مرچک هم وخوره!!.

  4. دغه یوازی د ښاغلی جهانی ستونځه اوربړه نده ،دا د افغانستان د ټولو پښتنو ده له کلونو راهیسي پښتانه پخپل کورکی د اکثریت سره سره بیا هم په اقلیت کی دی ،پدی اړوند تر ټولو غوره لیکل شوۍ کتاب د خدای بښلی عبدالجلیل وجدی دۍ چی د زړونو او دماغنونو ماینونو تر نامه لاندی لیکل شویدۍ، نو د پای خبره پښتنو ته زه داسی وایم چی راځۍ پخپلو حقونو پسي مټی راونغاړۍ، دا وطن زموږ دۍ لکه چی د شملی او پوړنی ننګ یی زموږ دۍ همداسی یی فرهنګی او ژبنۍ ننګ هم په موږ پوردۍ په زاریو او تیریدلو نه کیږی، اوس به یو کیږو کنه ورکیږو.او په پای کی د لستوڼی مارانواو پردی پالو لپاره!خپل هیواد او خپل فرهنګ! د اجمل خټک په ولولو:
    اجمل خټک
    ما دې خپل زړه ته سر ورښکته کړلو
    ده په اوترو سترګو بره کتل
    دی شین اسمان ته غوریدو ویل یی
    ما اوریدل ترې دا یو څو لفظونه
    ویل یی اې د لامکان خاونده
    په خپل مکان کی خپل اختیار جنت دی
    ګني ددغه لیونتوب په نامه
    که نار وي نار که دار وي دار جنت دی

  5. چی خان یی په یاران یی. لع باری جهانی سره نه د حکومت تو نه هم خپل مرسته شته. ولس ته مه کار دی چی د جهانی تر شا ودریژی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *