حکمتيار : که علمأ يو موټی شي نو د جګړې مخنیوی هم کيدای شي
پنجشنبه، د چنګاښ ۲۲ مه
د حزب اسلامي مجاهد امير انجينر ګلبدين حکمتيار د پنج شنبه په ورځ د يوسفزیو سرتاسري شورا له غړو سره په کتنه کې د قومي مشرانو او علماوو ترمنځ په يووالي ټينګار وکړ.
د حزب اسلامي مشر وويل، که علمآ خپلو د یني مسؤليتونو ته متوجه شي او د افغانستان په مسایلو کې فعال حضور ولري، نو د جګړې په پای ته رسيدو او د ناخوالو په مخنيوی کې تر ډيره مرسته کولی شي.
نوموړي زياته کړه چې په اوسنيو شرايطو کې د علماوو يووالی ډير اړین دی او که دوی يو موټی شي نو ټول ملت به يې تر شا ودريږي.
د حزب اسلامي امير د جهاد په کلونو کې د يوسفزيو قوم سرښندنې وستايلې او غوښتنه يې وکړه چې د سولې په ټينګښت کې هم د حزب اسلامي تر څنګ و دريږي.
ملي مشر زياته کړه اوسنۍ جګړه د افغانانو په زيان ده او د پرديو د ګټو لپاره پر موږ تپل شوې ده، نو د يوسفزيو قوم بايد پريکړه وکړي چې په جګړه کې برخه نه اخلي او د جګړې په پای ته رسولو کې به مرسته کوي.
د ښاغلي حکمتيار په وینا ځينې ډلې اوس هم د جګړې پر دوام ټينګار کوي او جګړه کې خپلې ګټې لټوي، خو افغانان له دې حالت نه ستړي دي او د جګړې پای ته رسول غواړي.
نوموړي د يو سفزیو قوم له مشرانو وغوښتل، چې د يووالي لپاره کار وکړي، جګړه وغندي او د افغانستان د ښې راتلونکي لپاره زيار وباسي.
د حزب اسلامي امير زياته کړه ((سوله امن او عدالت زموږ شعار دی او هڅه کوو چې خپل هېوادوال له دې دردناک حالت نه وژغورو.))
په دغه کتنه کې حاجي عبدالاکبر يوسفزي او احمد ولي یوسفزي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د حزب اسلامي له مشر څخه يې خپل ټينګ ملاتړ څرګند کړ.
حاجي عبدالاکبر يوسفزي د ښاغلي حکمتيار څخه وغوښتل، چې د سولې د ټينګښت لپاره خپلې هڅې زياتې کړي او وسله وال طالبان هم سولې ته وهڅوي.
نوموړي د حزب اسلامي مشر د ملي قائد په توګه ياد کړ او زياته يې کړه د يوسفزيو قوم ستاسو تر مشرۍ لاندې هرې قربانۍ ته چمتو دی .
دوی هيله څرګنده کړه چې د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي يوځای کېدل په هېواد کې د ثبات او ټولنيز پرمختګ لامل وګرځي.
د خروټو قوم سراسري شورا د سولې او امنيت په ټينګښت کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه
سه شنبه، د چنګاښ ۲۰مه
د خروټو قوم سراسري شورا د حزب اسلامي له امير سره په کتنه کې د سولې له پروسې څخه خپل ټينګ ملاتړ څرګند کړ او په دې برخه کې يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
په دې کتنه کې څو تنو د خروټو قوم په استازيتوب ښاغلي حکمتيار ته هرکلی ووايه او د سولې له بهير سره د هغه يو ځای کېدل يې يو ښه زيری وباله.
دوی د حزب اسلامي مشر ته په خطاب کې وويل، تاسو ددې هېواد ملي رهبر ياست او د افغانستان خلک د سولې، ثبات او امنيت په ټينګښت کې ستاسو اغيزمن رول ته سترګې په لاره دي.
د خروټو قوم مشرانو دا هم وويل، چې خروټي ډیر زيات علمي کدرونه لري او غوښتنه يې وکړه چې دوی ته دې د کار مناسب شرايط او فرصتونه برابر شي.
دوی د حزب اسلامي له مشر نه وغوښتل چې په راتلونکې کې هم د خروټو قوم سره دوامدارې ناستې او مشورې وکړي او د دوی طرحې او نظریات دې واوريدل شي.
په دغه کتنه کې د حزب اسلامي امير د خروټو قوم له ملاتړ نه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د هېواد روان دردناک حالت به ژر پای ته ورسيږي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه په اوسنۍ جګړه کې يواځې افغانان وژل کيږي، د افغانانو کورونه ورانيږي او دا جګړه د پرديو لخوا په افغانانو تپل شوې ده، نو ځکه بايد ددې جګړې په مخنيوي کې ټول افغانان يو بل ته لاسونه ورکړي.
نوموړي د خروټو له قوم څخه وغوښتل چې خپل ټول پام سولې ته واړوي او په جګړه کې برخه وانخلي او له جنګي ډلو سره اړيکې هم و نه ساتي.
ښاغلي حکمتيار وويل، سوله وړيا په لاس نه راځي، بلکې قرباني غواړي او هغه څوک دې هدف ته رسيدلی شي چې قربانۍ ته چمتو وي.
د حزب اسلامي امير زياته کړه، که د افغانستان ټول قومونه د جګړې د پای ته رسولو هوډ وکړي، نو دا جګړه پای ته رسېدلی شي او ټول افغانان بايد د سولې په راوستلو کې هلې ځلې وکړي. پای
د حزب اسلامي مطبوعاتي او فرهنګي کميټه